اشیا فونډیشن موسسې له نژدې شپږ نیم زره افغانانو په دوه زره اتم میلادي کال کې پوښتنې وکړې ، د دې سروې له مخې اته دیرش په سلو کې افغانان په دې باور دي چې افغانستان په سمه خوا روان دی، بل لور ته دوه دیرش په سلو کې فکر کوي چې افغانستان په ناسمې خوا روان دی. د افغانانو اصلي اندیښنه امنیت ته ده ورپسې کار غواړي. لږ عواید ، لوړې بیې او اداري فساد پرې باندې، افغانان ستړي کړي دي.
د اکبر موسسې په وینا په تیرو اتو کلونو کې نړیوالې ټولنې تر شل میلیارډه ډالرو ډیرې مرستې له افغانستان سره کړې دي خو مرستندیه موسسې وایي چې دا مرستې کافي نه دي او تیر کال اکبر موسسې اعلان وکړ چې کمکونه بې حده لږ دي.
د مرستو د لږیدو یو اصلي علت دا دی چې په هغو سیمو کې چې خوار خلک اوسي د مرستو د رسولو او د عامه المنفعه پروژو مخه بې امنیو نیولې ده. د کارونو په برخه کې د اداري فساد خبره هم کیږي او ویل کیږي چې د اداري فساد له امله په هغو ځایونو کې چې ګټه یې ډیره وي پروژې نه تطبیقیږي. د رویټرز اژانس په وینا سیمه ییز حکومتونه کمزوري دي، د کار خلک په کې کم دي او تجربه کاره هم پکې لږ دي. شپږ ولایتونه خو داسې دي چې لا هم د والي لپاره دفترونه نه لري. د رویټرز په باور نړیوال هغه وخت مرستو ته تیار دي چې یو منظم پلان هغوی ته وسپارل شي او دا د کمزوریو ادارو د وس خبره نه ده.
تر اوسه پر مصرف شویو پیسو هم انتقادونه شوي دي، یو شمیر انتقاد کوونکي وایي چې مرستې هر وخت پر ځای نه دې مصرف شوي. نړیوالو په خپله یوه پریکړه کړې ده او د افغانانو غوښتنه یې په نظر کې نه ده نیولې.
د دې ټولو ستونزه سربیره د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او د ده انتخاباتي سیالو کاندیدانو د بهرنیو مرستو د انسجام له مسالې په انتخاباتي مبارزې کې د یوې سیاسي وسیلې په توګه استفاده وکړه.
نړیوال مرستندویان په دې هیله دي چې نوی منتخب ولسمشر به هغو ستونزو ته جدي پام وکړي چې تر اوسه په افغانستان کې د عمراني کارونو د لارې خنډ وې، خو لکه څرنګه چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو له یوې برخې نتیجو ښکاري چې له نژدې دوه نوي فیصده ګڼل شویو راییو وروسته حامد کرزی او بیا ډاکټر عبداله مخکې دي که چیرته حامد کرزی بیا ولسمشر شي ایا د ده په نوي حکومت کې به د اداري فساد ستونزې تر یوه حده شي؟
که چیرته ډاکټر عبداله ولسمشر شي دی به اقتصادي مشکلات څرنګه هوار کړي؟
د افغانستان اقتصادي ستونزه هغه مساله ده که چیرته تر یوه حده حل شي د ګڼو سیاسي څیړونکو په بارو به ښایي ورسره د افغانستان امنیتي ستونزې هم هوارې شي.