د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۲

سې شنبې-د سنبلې ۱۷ نېټه


په کابل کې د خپریدونکو ورځپاڼو غټ سرلیکونه بیا هم په افغانستان کې شویو انتخاباتو، امنیت او نورو مسئلو ته ځانګړې شویدي. حمید مهمند ږرته کتنه کړې :

ویسا:

دې خپلواکې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي ایران، چې د افغانستان په انتخاباتو کې د کرزي سیاسي او د ډاکټر عبداله مادي ملاتړ کړې خو اوس ددوی ترمنځ له هر ډول تفاهم سره مخالف دې.

ورځپاڼې په دوام کې د روسیې دیو څیړونکي په حواله لیکلي دي، ایران هڅه کوي په د انتخاباتو د نتایجو په سر را پیدا شوې کړکیچ ته نه یوازې دوام ورکړي بلکه هغه نور هم زیات کړي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې له یوې فرانسوي ورځپاڼې سره د ولسمشر کرزي د مرکې ځینې برخې راخستي او د هغه په حواله يې لیکلي دي، چې د افغانستان لپاره ګوډاګې ولسمشر د هیچا په ګټه ندې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې هم د انتخاباتو په سر روانو بحثونو او په دغه بهیر کې د ځینو هیوادونو لاس وهنې ته په اشارې لیکلي دي، چې دا ډول هڅې نشي کولې د اانتخاباتو په نتایجو کومه اغیزه وکړي.

هیواد:

دې دولتي ورځپاڼې بیا د انتخاباتو په روان بهیر کې د بهرنیانو لاس وهنې ته په اشارې دا پوښتنه کړې، چې دوی د افغانانو د امنیت لپاره راغلي او که په انتخاباتو کې د لاس وهنې لپاره.؟

ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام په هیواد کې د وروستیو امنیتي پیښو ته په اشارې بهرنیانو ته دا سپارښتنه کړې، چې خپلو مسؤلیتونو ته دې متوجه شي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې لیکلي ديو چې افغان کابینې پخپله پرونۍ غونډه کې د بادغیس ولایت د هر اړخیزې ودې لپاره اته ویشت پروژې تصویب کړې.

ورځپاڼې په یو بل ځاې کې دا خبر هم ورکړې، چې افغان خبریال پرویز کامبخش د ولسمشر کرزي د یو فرمان له مخې له بند نه ازاد شو.

هشت صبح:

دې نا دولتي ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې که څه هم د کام بخش پر ازادولو خوښي څرګنده کړې خو پر افغان دولت يې انتقاد کړې، چې نوموړې يې د مجبوریت له مخې په پټه خوشې کړې دې.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې یو ځلې بیا په افغانستان کې د ملیشو د جوړولو په طرحې تبصره کړې او هغه يې د تیر ناکام سیاست تکرار بللې دې.

ورځپاڼې په افغانستان کې د نشه يې توکو د روږدو کسانو حالت هم څیړلې او لیکلي دي، چې ددوی په شمیر کې زیاتوالې راغلې دې.

اصلاح او انیس:

دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې د هغې غونډې په بیلابیلو ابعادو تبصره کړې، چې د جرمني او برتانیې صدراعظمانو يې په روان کال کې د افغانستان په اړه غوښتنه کړې.

خو اصلاح یو ځلې بیا پدې ټینګار کړې دې، چې نړیوالې مرستې باید د افغان دولت د بودیجې له لارې ولږولې شي.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې له پاکستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیت په برخه کې په شتو ستونزو تبصره کړې او لیکلي دي، چې پاکستان کار شکني کوي خو افغانستان خاموشه دې.

ورخپاڼې د موضوع په دوام د دواړو هیوادونو ترمنځ سیاسي اړیکو ته هم کتنه کړې او لیکلي دي، چې دا اړیکې په اقتصادي او سوداګریزو اړیکو هم خپله اغیزه لري.
ورځپاڼې یو ځلې بیا په کندز کې د ناټو د وروستۍ بمبارۍ په اړه شویو انتقادونو ته په اشارې لیکلي دي، چې افغانان بمونه نه بلکه ډوډۍ غواړي.
XS
SM
MD
LG