افغان دولت هم سيمې ته يو هيئت لېږلى چې مشري يې د كورنيو چارو وزارت جنايي رئيس يار محمد يارمند كوي.
يارمند وايي د يكشنبې له سهاره يې د كندوز ولايت د دې پېښې ځاى ته د نژدې پرتو كليو له سيمه ييزو قومي مشرانو او مخورو سره كتنه پيل كړې او له هغوى څخه يې غوښتي چې د وژل شويو او ټپيانو دقيق شمېر معلوم كړي.
يار محمد يارمند چې د ولسمشر په امر د دې پېښې د څېړلو لپاره ټاكل شوى وويل، تر اوسه د وژل شويو او ټپيانو د شمېر په اړه څه ويل تر وخت مخكې خبره ده او دا هم نه شي ويلاى چې په دې پېښه كې څو وسلوال او څو ملكيان وژل شوي.
يارمند وويل زياتې كورنۍ له شنبې راهيسې د خپلو وژل شويو خپل خپلوانو په ښخولو او ټپيانو په تداوۍ بوختې دي:
”موږ د پېښې سيمې په مسلكي توګه وڅېړلې، موږ سيمه ييز مشران راوغوښتل، د وژل شويو هويت مو ځنې وغوښت، هغه كه ملكيان دي او كه وسلوال طالبان، طالبانو نه شواى كولاى دغه تېل تر خپلو ذخيرو انتقال كړي، كليوال خلك يې راوغوښتل، پر دوى يې تېل وېشل، دا يو تثبيت شوى هدف و، وروسته نړيوالو ځواكونو د معلوماتو تر بشپړولو وروسته پر سيمه توغندي وتوغول“
د كندوز ولايت د علي اباد ولسوالۍ له عمرخېلو سيمې څخه رارسېدلي راپورونه وايي د تېلو پر دوو ټانكرونو د نړيوالو ځواكونو په بمبارۍ كې شا و خوا نوي تنه وژل شوي او دېرش تنه نور ټپيان دي.
د ناټو ځينو غړو هېوادونو، امريكا، د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو او نورو نړيوالو ادارو د دې پېښې د جدي تحقيقاتو غوښتنه كړې ده.
د شنبې په ورځ د ناټو او امريكايي ځواكونو عمومي قوماندان جنرال سټنلي مك كرسټل هم د پېښې سيمې ته ورغى او د پېښې له قربانيانو سره يې وكتل. دۀ هم ومنل چې په دې پېښه كې د وسلوالو طالبانو تر څنګ ملكيانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
په كابل كې د امريكا سفير كارل ايكن بېري د شنبې په ورځ په يوه غونډه كې په دې اړه خبرې وكړې، هغه پر دې پېښه خواشيني وښوده:
”زه غواړم د امريكا متحدو ايالتونو په استازيتوب دا ووايم چې له نړيوالې ټولنې سره هم په دې اړه خبرې كوم، غواړم خپله خواخوږي د وژل شويو او ټپي شويو ملكيانو له كورنيو سره څرګنده كړم. دا يوه تراژيدي وه، دوى د طالبانو په وړاندې په جګړه كې زيانمن شوي دي“
د افغانستان د بشر حقوقو خپلواك كميسيون هم ويلي دي چې سيمې ته يې خپل مسلكي هيئت لېږلى چې خپله دقيقه څېړنه وكړي.
په دې اړه وسلوالو طالبانو ويلي چې په پېښه كې تر پنځوسو زيات ملكيان وژل شوي.
په افغانستان كې په داسې حال كې چې د روژې مباركه مياشت ده، خو په بېلابېلو ولايتونو كې ځينو خونړيو پېښو په سلګونو ملكيان وژلي او ټپيان كړي دي.
د نړيوالو ځواكونو په پوځي عملياتو كې ملكيات تلفات هغه ستونزه ده چې لا هم ختمه نه ده او دې كار پر دغو ځواكونو په نړيواله كچه انتقادونه زيات كړي دي.