د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۲

په افغانستان کې د کوکنارو حاصلات لږ شوي


ملګري ملتونه په دې باور دي چې په افغانستان کې د مخدر موادو له پیسو یاغیان او وسله والې خپل سرې ډلې استفاده کوي.
ملګري ملتونه په دې باور دي چې په افغانستان کې د مخدر موادو له پیسو یاغیان او وسله والې خپل سرې ډلې استفاده کوي.

ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې د کوکنارو حاصلات روان کال د تیر کال او وړم کال په مقایسه لس په سلو کې ښکته شوي دي.

ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې د کوکنارو حاصلات لس فیصده لږ شوي دي او د اپیومو بیه په تیرو لسو کلونو کې تر بل هر وخت ټیټه شوې ده.

ملګرو ملتو د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د روان کال د تریاکو سرویې خپره کړه.

د دې سرویې له مخې د هلمند په ولایت کې د کوکنارو حاصلات د دوه زره اووم او اتم میلادي کلونو په مقایسه یو په درې لږ شوي دي. د رپوټونو له مخې د افغانستان د تریاکو اویا فیصده د هلمند له مځکو ترلاسه کیږي.


د ملګرو ملتو د نشه اي موادو او جرمونو د ادارې مشر انتونیو ماریا کاستا په یوه بیان کې وویل، په داسې وخت کې چې د افغانستان وضعیت ته بدګمانۍ زیاتې شوې دي د کوکنارو د حاصلاتو لږوالی
ښه خبره ده او دا ثابتوي چې په دغه هیواد کې پرمختګ ممکن دي.

ملګري ملتونه په دې باور دي چې په افغانستان کې د مخدر موادو له پیسو یاغیان او وسله والې خپل سرې ډلې استفاده کوي.

بریتانیا چې په افغانستان کې د مخدر موادو پر ضد د مبارزې مخکښه ده وایي، د افغانستان د دولت مخالفان هر کال د تریاکو له لارې له سلو تر څلورسوه میلیونه ډالر تر لاسه کوي. د همدې لپاره امریکا او ناټو روان کال د لومړي ځل لپاره د مخدر موادو په مرکزونو بریدونه وکړل.

د ملګرو ملتو په وینا د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د عملیاتو په ترڅ کې پنځوس ټنه تریاک، اوه ټونه مورفین، یو نیم ټن هیروین او اووه ویشت هغه فابریکې له منځه تللې دي چې تریاک یې په هیروینو بدلول.

ملګرو ملتو او بریتانیا په افغانستان کې د نشه اي موادو د لږوالې ستاینه کړې ده او په دې برخه کې یې افغان والیانو او د افغانستان د امنیتي ځواکونو هلې ځلې هم ستایلې دي. خو اسوشیتد پریس خبرې اژانس د یو شمیر څیړونکو په وینا لیکلي دي چې په نړۍ کې د تریاکو بیې ټیټې شوې دي چې دغو بییو په افغانستان کې د کوکنارو پر حاصلاتو اغیز کړی دی.
XS
SM
MD
LG