د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۲۲

کابل د سارك يا د جنوبي اسيا د همکارۍ د سازمان د پنځمه غونډې کوربه و


په غونډه كې به له افغانستان سره د سارك دغړوهېوادونو له خوا په نورو مرستوخبرې وشي. چې د دې هېواد اقتصادي وده، د امنيت ټينګيدل او د بيارغاونې چاري به په كې شاملې وي.

د افغانستان د بهرنيوچارو د وزارت د اقتصادي چارو ریس عنايت اله نبيل د سارك يا د جنوبي اسيا دهېوادونو د همكاري د غونډي د جوړيدو پرمهال ازادۍ راډيوته وويل چې، په غونډه كې به د افغانستان لپاره د يوه وجهي صندق پرجوړيدو، د دې هېواد پراقتصادي موضوع ګانواو پر هغو پروژو چې د دې سازمان د غړوهېوادونو له خوا تمويليږي، خبري وشي.
ده وويل، د سارك دا لومړى غونډه ده، چې د افغانستان په هكله په كابل كې جوړيږي:
"افغانستان چې په دوه زره اووم كال كې د سارك د سازمان غړى شو، دا غوڼده ورته ډيره مهمه ده، په غونډه كې به هيله وشي چې د افغانستا ن د بيارغاونې امنيتي چارو سره زياته مرسته وشي."
د سارك د سازمان غونډه هركال په نوبت سره د دې سازمان په يوه غړي هېواد كې جوړيږي.

همدارنګه د دې هېواد د اقتصاد د وزارت چارواكووويل، غونډى ته به د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره، پر پخوانيو پروژو سربيره يو لړنوي پروژې هم وړاندې شي.

د دې هېواد د ماليي د وزارت مرستيال مصطفي مستور وويل، په دې غونډه كې له افغانستان سره د شاوخوا پنځلس ميليونو ډالرو مرسته په پام كې ونيول شي، ده وويل:
"دا سازمان تر ډيره ځايه له هغو پروژو سره مينه لري، چې د دې سازمان د دوو يا زياتوغړو هېوادونو له خوا تمويليږي، پراقتصادي ودې سربيره، امنيتي موضوعګانې هم شاملي دي."

ده دا هم وويل، د سارك د سازما ن لومړنى پانګه درې سوه شپیته ميلونو ډالره ده او هڅى رواني دي چې، د پانګې اندازه يې تر يو ميليارده ډالرو پورې پورته شي.

اوسمهال د دې سازمان دغړوهېوادونو له خوا يو سلو شپيته ميليونه ډالره تياره شوی، چې هندوستان په كې، د سل ميليونو ډالرو وركړه په غاړه اخيستي ده.
XS
SM
MD
LG