د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۰

يوان ايچ سي ار: د نا امنيو له وجې د بيځايه شويو كورنيو دقيقه شمېره نه ده معلومه


د كډوالو په چارو كې د ملګرو ملتونو اداره يا يو ان ايچ سي ار وايي چې د انتقالي حكومت تر واكمدنيدلو وروسته په افغانستان كې د كورنيو مهاجرتونو شمېر تر ډيره را كم شوى دى.

په افغانستان كې د دغې ادارې وياند نادر فرهاد د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل چې له دغو كورنيو څخه يواځې دولكه او پنځوس زره بي ځايه شوي په خپل پخواني حال پاتې دي او نور ټول ځاى پر ځای شوې دي:
"له يو نظره له يو مليونو افغانانو څخه زيات بي ځايه شوي و چې د انتقالي حكومت تر واكمنيدلو ورسته تر ډيره دغه كورنۍ ځاى پر ځاى شوې او يواځې له دغو كورنيو څخه دوه لكه او پنځوس زره افغانان په خپل پخواني حال پاتې دي."

د ښاغلي فرهاد په وينا دغه بي ځایه شوي اكثراً د افغانستان د جنوبي ولايتونو اوسيدونكي دي.

په افغانستان كې كه له يوې خوا پخواني بي ځايه شوي لا نه دي په ځاى شوي، بل خوا د جګړو له امله هم يو شمېر كورنۍ له خپلو اصلي سيمو ګاونډو ولايتونو او يا ولسواليو ته كډه شوې دي، چې د په افغانستان كې د كډوالو په چارو كې د ملګرو ملتونو د ادارې د وياند په وينا د دغو كسانو دقيقه شمېره نه ده تر لاسه شوې:
"كورنيو د نا امنيو له وجې له نا امنو سيمو څخه نورو ځايونو ته كډه شوې دي خو له بده مرغه چې د دغو كورنيو دقيقه شمېره له يو اين ايچ سي ار سره موجوده نه ده."

د كډوالو له پاره د ملګرو ملتونو اداره د راستونو شويو او بي ځايه شويو كورنيو سره د يو شمېر مرستو يادونه كوي وايي چې څه موده د مخه د ايټاليا دولت له خوا د دغو كورنيو سره د پخلنځي د يو شمېر سامانونو مرسته هم شوې ده.

خو افغان راستنې شوې او بي ځايه شوې كورنۍ وايي چې د پخلنځي د سامانو لپاره پخلنځي ته اړتيا ده.

دوى وايي چې دوى د استوګڼ ځايونو د نه موجوديت له كبله له سختو ستونزو سره مخامخ دي او له اړوندو ادارو څخه غواړي چې د دوى د ستونزو د هواري برخې ته جدي پام واړوي.
XS
SM
MD
LG