د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۴

فاطمي:پلان لري چې د روږدو مرکزونه زیات شي


د عامي روغتیا وزيرډاكترسيد محمدامين فاطمي
د عامي روغتیا وزيرډاكترسيد محمدامين فاطمي
د افغانستان دعامې روغتيا د وزارت چارواكي وايي ، دوى غواړي چې په مخدروموادو د روږدو لپاره ، د درملنې مركزونه زيات كړي.

د عامي روغتیا وزيرډاكترسيد محمدامين فاطمي د سې شنبې په ورځ په داسې حال كې چې د اسلاميك ريليف يو، كې، له موسسې څخه يې، د روږدو لپاره د خوراكي موادو مرسته ترلاسه كوله وويل، دوي پلان لري چې د بهرنېو موسسو په مالي او تخنيكي مرستو په ټول هېواد كې د روږدو د درملنې مركزونه زيات كړي:
"موږ په وروستيودوه درې كلونو كې د روږدو د درملنې څه باندې اوه څلوېښت مركزونه پرانيستي او وعده كوم چې په راتلونكو پنځوكلونو كې به د هېواد په ولايتونو او ولسوالېو کې دا ډول مركزونه پرانيستل شي په دې مركزونو كې به لوې لوې روغتونونه او كلنيكونه شامل وي."

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال د كابل ښار د جنګلك په پخواني فابريكه كې د روږدو د درملنې يو روغتون جوړ شوى چې له سلو څخه ډير روږدي په كې بستر او تداوي كيږي.

پخوا تردې په سلګونه روږدي د پخواني شوروي اتحاد د علم او فرهنګ په ورانه ودانۍ كې اوسيدل او اوس د روغتيا وزارت، د نجات سنټر او د ودان موسسه كوښښ كوي، چې روږدي په نوبت سره مجهزو مركزونو ته وليږدوي.

دا وزارت وايې، د دې ناروغانو د درملنې لګښتونه تراوسه پورې نړيوالو سازمانونو په غاړه اخيستي، خو اوس يوې بلې موسسى ( اسلاميك ريليف يو، كې) هم د دغو ناروغانو د درملني له مركزسره د خوراكي موادو مرسته وكړه.

په همدې ورځ د نجات له سنټر څخه هم څه باندې شل تنه روږدي له څلورومياشتو درملنې وروسته د دوى كورنيو ته وسپارل شول. يوتن چې ويل يې، روغتيايې حالت يې ښه دې، ازادۍ راډيو ته وويل:
"زه پنځه کلن وم چې ایران ته لاړم په وطن کې مې خپل خپلوان ووژل شول زه د غمونو د لاسه په مخدره موادو روږدې شوم .

اوس روغ یم، خداې مې د نور له دې مخدره موادو څخه وژغوري. "

د ملګرو ملتو مربوطي څانګي په خپل وروستي راپور كې ليكلي و، چې په دې هېواد كې د روږدو شمېركابو يوميليون تنو ته رسيږي.

خوخلك وايې، په هېواد كې د روږدو شمېرله يو ورځې بلې ته زياتيږي،
په تازه شپو ورځو كې ځينو رسنيو دا هم خپره كړې چې په دې وروستېو كې د روږدو كسانو په مړينه كې زياتوالۍ راغلې، همدارنګه رسنېو دعدلي چارواكو له خولې ليكلي چې كله كله د روږدو كورنۍ نه حاضريږي چې د دوي روږدي كورونو ته يوسي، د همدې ځای نه له ځيني روږدي، پرته له پېژندنې خاورو ته سپارل كيږي.
XS
SM
MD
LG