د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

یو شمېر کاندیدان وایی چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې پراخه درغلۍ شو


پنځه تنه د جمهوري ریاست کانديدان
پنځه تنه د جمهوري ریاست کانديدان
د افغانستان د جمهوري ریاست یو شمېر کاندیدان ادعا کوي چې د تېرې پنجشنبې د ورځې په انتخاباتو کې یې د سلګونو مواردو درغلیو اسناد راټول کړي او د انتخاباتو د شکایتونو اوریدلو کمیسیون ته یې سپارلي دي.

د جمهوري ریاست شپږو کاندیدانو هر یو میرویس یاسیني، سید جلال کریم، معتصم باالله مذهبي، بسم الله شیر، فروزان فنا او د اشرف غني احمدزي استازي د یکشنبې په ورځ وویل، چې دغه درغلۍ د حکومت او ځینو کړیو له خوا چې دوی مشخصې نه کړې، شوي دي.

له خبریالانو سره د خبرو په مهال میرویس یاسیني ځینې دغه درغلۍ داسې په ګوته کړې:
"رایې پټې شوي، رایې له صندوقونو ویستل شوي، رایې په بیابان کې اچول شوي، له ما سره دغه کار شوی دی ټول مطبوعات په دې خبر دي چې په زرګونو رایې ضایع شوي.

د ټولو کاندیدانو څارونکو په مازدیګر کې رایې شمارلي، په سهار کې یې چې احوال اخیستی هغه رایې وجود نه لري. صندوقونه له سره شمارل شوي او شپې په کې کار شوی دی."

دغو کاندیدانو په یوې ګډې اعلامیې کې د انتخاباتو د شکایتونو اوریدلو له کمیسیون او نړېوالو څارونکو غوښتي چې د دوی شکایتونو ته ځواب ووايي، که نه نو د انتخاباتو نتایج به ورته د منلو وړ نه وي.

بل خوا د انتخاباتو د شکایتونو اوریدلو کمیسیون وايي، چې د رایې ورکولو او رایې شمارلو په جریان کې یې تراوسه پورې څه کم اته سوه شکایتونه ترلاسه کړي دي.

د شکایتونو د اوریدلو کمیسیون په یوې اعلامیې کې ویلي ، په دغو شکایتونو کې یې څلور پنځوس داسې دي، چې د انتخاباتو پر نتایجو مستقیم اغیز کولای شي.

خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون بیا دا خبره ردوي، چې ګنې دومره پراخې درغلۍ دې شوي وي، چې د انتخاباتو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

د دغه کمیسیون ویاند نور محمد نور له ازادي راډیو سره په یوې مرکې کې د انتخاباتو په اړه د شکایتونو په هکله وویل:
"شاوخوا دوه سوو شل یا دوه سوو پنځه وېشت سرغړونې چې په دغه بهیر کې د انتخاباتو د شکایتونو اوریدلو کمیسیون ته رسیدلي دي، دومره تاثیر نه لري. ځکه چې موږ له د رایې ورکولو له شپږ زرو او درې سوو نه ډير مرکزونه درلودل او یو سلو پنځه شپیته زره کارکونکي.

همدا راز دا هم ویلای شم، چې شاوخوا دوه سوو یو اتیا زرو ملي او نړیوالو څارونکو یې څارنه کوله.

نو د شپږ زرو درې سوو مرکزونو او یو سلو پنځه شپېته زرو کارکوونکو په وړاندې یادې شوې سرغړونې ډيرې کمې دي."

که څه هم د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د تېرې پنجشنبې د ورځې په انتخاباتو کې د درغلیو راپورونه ورکړل شوي، خو د دغو انتخاباتو په نړېواله سطحه هرکلی وشو.

په کابل کې اروپايي څارونکو هم څو ورځې مخکې وویل، چې دا انتخابات د افغانانو یو بری دی خو د عادلانه توب او شفافیت په اړه یې وروستی قضاوت اوس نه شي کولای او د خپلو تحقیقاتو له بشپړېدو ورسته به په دې اړه نظر ورکړي.
XS
SM
MD
LG