د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۳

توحيدي:رسنيو په انتخاباتو كى د ګډون لپاره خلك هڅولي دي


صدیق الله توحیدي
صدیق الله توحیدي
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كمسيون د رسنيو د څانګى چارواكي وايي په انتخاباتو كى د رسنيو فعاليت يا پوښښ دومره ښه وو چى په دې انتخاباتو كى يې د ګډون لپاره د خلكو ليوالتيا ډيره كړى وه.

د انتخاباتو د رسنيو د څارنې كميسون په خپل وروستي راپور كى چى د دې كميسيون د مشر صديق الله توحيدي له خوا د يكشنبى په ورځ وړاندى شوه وويل، كه څه هم ځينو رسنيو د كانديدانو د كمپاين پرمهال له قانون څخه سرغړونى درلودلى خو په عمومي توګه د دوى فعاليت بريالي وو او په عامه پوهاوی كى يې پراخه ونډه اخستى وه:
"د افغانستان رسنې د انتخاباتو په اړه د هريوې ادارې، موسسې او يا ارګان څخه ډير ښه كار كړى دى.

د رسنيو د ښه پوښښ او ځانګړي پروګرامونه ددې وړ دي چى بايد ستاينه او درناوى يي وشي.

ځينى ادعاوې وې او مونږ هم د دى مسلې شاهد وو چى په دى انتخاباتو كې د ګډون لپاره خلك دومره ليواله نه وو خو همدا رسنې وى چى د خلكو ليوالتيا يي زياته كړه. "

توحيدي د نورو رسنيو څخه د مننى په ترڅ كې په ځانګړي توګه د انتخاباتو په اړه د ازادۍ راډيو ځانګړي او بى لوري پروګرامونه هم وستايل.

د انتخاباتو د رسنيو د كمسيون په راپور كې راغلي چې دولتي او نا دولتي رسنيو د انتخاباتو د خپلواك كمسيون له اصولو سره سل په سله برابر كار نه دى كړى خو د دې ترڅنګ دوى د تمى نه هم زيات او له كوم مادي امتيازه پرته په خپلى پانګى منظم پرواګرامونه لرلي دي او په خپل وار سره يې د جمهوري رياست او ولايتى شوراګانو كانديدان خلكو ته معرفي كړي دي.

په عين حال كې د كابل ښار يوه اوسيدونكى چې د رايې اچونې رنګ يې لا له لاس څخه نه وو تللې ازادې راډيو ته وويل همدا رسنى وى چى دوى يې له انتخاباتو خبراو كانديدان يي ورته ور پيژندلي وو:
"موږ د رسنیونه مننه کوو که دا رسنۍ مهم نه وای دوي مو هیڅکله نه پیژندل ځکه دوي له ورکو ورکو ځایونوڅخه راغلي وه."

د ۱۳۸۸ كال د انتخاباتو د بهير له رسمي پېل څخه لا وار د مخه افغان اوان نړېوالوخبري رسنيو د انتخاباتوپه اړه خبري راپورنه ځانګړي پروګرامونه او ګردي ميزونه ترتيب كړي وو او اوس چې لا د انتخاباتو نتايج هم نه دي اعلان دغه پروګرامونه همدا شان دوام لري ترڅو دا بهير په رسمي توګه پاى ته ورسيږي.
XS
SM
MD
LG