د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۸

د حقوق پوهانو ټولنه: ټول افغانان دې رايې ورکړي


د افغانستان د قانون پوهانو د ټولني ريیس استاد ګل رحمن قاضي
د افغانستان د قانون پوهانو د ټولني ريیس استاد ګل رحمن قاضي

د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنه وايي، د افغانستان ټول خلك بايد د قانون له مخې په انتخاباتو كې ګډون وكړي او پرته له كوم زور او فشارڅخه دې د خپلي خوښې كانديد ته رايه وركړي.

د افغانستان د حقوق پوهانوټو لنه وايي، دا ټولنه د قانوني او حقوقي پلوه، ټولو افغانانو ته كه نارينه دي او كه ښځي، سپارښتنه كوي چي د اسد د مياشتې په نهه ويشتمه ورځ دې په انتخاباتو ګډون وكړي او خپلې رايي دې د خپلې خوښې كانديد ته وركړي.

د دې ټولنې مسوولينو د سه شنبې په ورځ خبريالانو ته وويل چي، كيدای شي په ځينو سيمو كې نا امني د انتخاباتو روان بهير زيانمن كړي، خو بيا هم افغانانو ته په كار ده چې د هېواد او خلكو د راتلونكي لپاره، له خپل حق څخه كار واخلي.
د افغانستان د قانون پوهانو د ټولني ريیس استاد ګل رحمن قاضي، په انتخاباتو كې د ګډون حقوقي او قانوني اړخونه داسې بيان كړل:

" د كانديدانو د كمپاين وخت پای ته ورسېد او په انتخاباتو کې د رای وركولو مرحله پيليږي.

قران، د رسول اكرم احاديث او د هېواد اساسي قانون خلكو ته دا حق وركړی چې په انتخاباتو ګډون وكړي او خپله رايه په خپله هغه چاته وركړي چې دوی يې وړ ګڼي.

كه څوك له خپل حق څخه كار وانخلي دا د دې معني لري چې خپل حق او سرنوشت سره مينه نه لري."

د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولني مـسوولنيو وويل، دا انديښنه شته چې، ګواکې د انتخاباتو په بهير كې به ځيني خلك د قانون د ماتولو هڅې وكړي، خو د انتخاباتو د خپلواك كميسيون او همدارنګه له ټولو كورنيو او بهرنيو څارونكو څخه په كلكه هيله كيږي چې، د انتخابات بهير دې، له هر ډول غير قانوني چلند څخه خوندي وساتي.

په دې هكله د ټولنې يوه غړي، اشرف رسولي وويل:

"د حقوق پوهانو ټولنه له هغو اجرااتو څخه چې تراوسه د انتخاباتو خپلواك كميسيون كړي دي، ډېره راضي نه ده.

يو لړ څرګند شكايتو نه و، هيله ده د انتخاباتو خپلواك كميسيون هغه ټول په جدي توګه وڅيړي او په هغه هكله اقدام وكړي، ترڅو د رای وركوونكو حقونه ترپښو لاندې نه شي."

¬د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنه څه باندې څلرويشت كاله دمخه جوړه شوې ده او اوسمهال كابو درې زره غړي لري.

ټولنې په پای كې يو پرېكړه ليك هم صادركړ، چې په هغه كې هم پر ټولو افغانانو تاكيد شوی و چې، په انتخاباتو كې دې ګډون وكړي.

د افغانستان د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو انتخابات د زمري په نهه ويشتمه د پنج شنبې په ورځ ترسره كيږي.
XS
SM
MD
LG