د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

دنوزاد پر ولسوالۍ بیرغ پورته شو خو خلک یې له نا امنۍ سرټکوي


د هلمند والي ګلاب منګل خلکو ته وویل په نوزاد کې به امنیت نور هم پراخوي.
د هلمند والي ګلاب منګل خلکو ته وویل په نوزاد کې به امنیت نور هم پراخوي.

دهلمند ولايت دنوزاد ولسوالي پر ودانۍ باندي دافغانستان ملي بيرغ دوالي محمد ګلاب منګل، او ملي اوردو دقوماندان له لوري تيره ورځ پورته شوی دى.

په عين حال کي دهغه ولسوالي خلک له سختو امنيتي شرايطو نه شکايت کوي ،په دي اړه نور حال له هلمند څخه زمونږ خبریال په یو راپور کې را استولی دی :


دهلمند ولايت په شمال کي دپرتي نوزاد ولسوالۍ پر ودانۍ هم دافغانستان ملي بيرغ پورته شو.
دبيرغ دپورته کيدو پرمهال دمرين سرتيرو جنګي هلکوپترې په هوا ګرځيدې او شاوخوالرې لرې يې دامنيت په خاطر څارنه کوله .

دهلمند والي محمدګلاب منګل دنوزاد ولسوالۍ پرودانۍ باندې دافغانستان دملي بيرغ دپورته کيدو پرمهال دملي اردو او امريکايي مرين سرتيرو لاسته راوړنه وستايله ،هغه وويل دولت دې ته ژمن دى چي په نوزاد کي به امنيت ټنګوي.

والي وویل ، د نوزاد په ځینو سېمو کې امنیت دی او ملي اردو یې ساتنه کوي نوموړي ژمنه وکړه چې دغه نېمګري امنيت ته به پراختيا ورکوو او دخلکو شکيدلې رابطه به له افغان دولت سره له سره تړو.


دهيواددملي بيرغ دپورته کيدو پرمهال دملي اردو ددريمې ليوا قوماندان جنرال محي الدين غوري دملي اوردو پر موجود کنډک ږغ وکړ چي د خپلې وینې تر وروستي څاڅکې دې ددې بیرغ ساتنه وکړي :

(( د هلمند او نوزاد خلکو ته ډاډ ورکوي چې ددې بیرغ ساتنه به د خپلې وینې تر وروستي څاڅکې کوي))

کله چي دنوزاد د ولسوالۍ خواجه جمال کلي ته ولاړو هرڅه بدل شوه په دې کلي کې ويالي وچې وي ، ونې او باغونه له تندي وچ شوې وو.
منظم بازار او دوکانونه نه وو او دوکاندارانو خپله ترکاري پرپوله اوپنډل پلورله.

وړاندي تر دې چې دهلمند والي ددې ولسوالۍ دخلکو په غونډه کي ګډون وکړي شرين راته وويل ،له نا امنۍ څخه سخت په عذاب يوو،دلته مو بهرنيانو کلي او دوکانونه تراور وايستله ، مونږ ته هيڅ نه دي راپاتې :
(( امنیت دلته چېرې دی ؟ د ورځې درې سوه بمونه دلته غورځول کېږي، دوکانونه مو وسول یو بازار مو وو هغه مو وسو، بل بازار مو هغه هم وسو، ته ورشه دلته زه تاته یو کلی ښیم ، شل زره کوره په کې پراته دي، خو یو څک اوبه په کې نه شته. دلته امنیت چېرته دی ، زه خپل له خپل وطن څخه دلته دا څلور کاله کېږي چې راکډه شوی یم ، لس کاریزه دي غونډ وچ دي))

دخواجه جمال دکلي په يوه جومات کې خلک برګ برګ ولاړ وو په دي ځاى کې دوالي ګلاب منګل دورتګ په خبر زيات ماشومان راټول شوي وو.

ددې ماشومانو زياترو ښوونځي تر پنځه او شپږ م ټولګي پورې لوستي ،خو دتيرو دريو کلونو راهېسي يي دښوونځي مخ نه دى ليدلى.
قلم يار يي په اړه وايي که چيري نن راته ښوونځي پرانیستل شي نو ځي او له اوم ټولګي نه يي شروع کوي:
(( زه پخوا ښونځي ته تللم په شپږم ټولګي کې وم ، خو اوس د پنځه کاله کېږي چې ښوونځي ته نه یم ورغلی، او که ښونځي جوړ شی اوس یې هم له اوم ټولګي پیلوم))


دخواجه جمال دکلي له يوې ډلې اوسيدونکو سره دهلمند دوالي ساعتونه ساعتونه خبري وکړې خو په ناستو کسانو کي يو سپين ږيري ولاړ شو او والي ته يي په داسي حال کي چي ستونۍ يي له ژړا ډک وو دخپل بي وزلۍ شکايت وکړ، ويي ويل کورنه يي خراب شول بهرنيو ځواکونه پرې په ټنوټنو درانه بمونه واچول ،کاريز يي دوچکالي په خاطر وچ د ى او بازار يي دطالبانوله لوري په ښخ کړو ماينونه پوښلي دي .
(( هر څه په امنیت کېږي ، له امنیت پرته هېڅ نه شی کیدلی نه څوک کارت اخیستلی شي او نه رایه ورکولی شي. ....ژړا.... ته زموږ ویاله یوني په دې رقم دی ، نن ته زموږ وطن ویني په دې رقم اوښتی دی ، بوټی یې د کندهار په ښار کې خرڅېږي ، اولادونه یې در په در دي څوک په هرات کې دي څوک په کندهار کې دي، څوک په ګرشک کې دي او څوک په لشکرګا کې ، هغه کسان چې توان یې درلود له نوزاده ووتل هغه کسان چې مزدوران وو هغه کسان چې بې وزلي وو هغه اوس هم د نوازد بدبختیو ته پاته دي. ته نظام جوړ کړه، زه به په خپله درځم چې زما کاریز راپاک کړه، زه به په خپله درځک چې له ما سره کومک وکړه . ))

د نوزاد ولسوالۍ دخواجه جمال په کلي کي دنوم ليکني تللې ډلي غوښتل دخلګو نومونه وليکي خو کليوالو يي په دي خاطر دامنيت مسولیت پر غاړه وانه خیست چي ګواکي ستاسو ترتګ وروسته هلته طالبان ورځي او ددوي نه په دي اړه پوښتني کوي.

دنوزاد نوې ګمارل شوي ولسوال سيد مراد اغا دخپل دندې په اوله ورځ له دولت نه غوښتنه وکړه چي پروژي ورکړي ترڅو دخلکو کاريزونه پاک کړي او خلکو ته کارونه پيداکړي، ده وويل دم ګړى دفتر ته هم اړتيا لرم او له دولتي کسانو نه هرڅه ژر غواړم چي په دي کار کي راسره مرسته وکړي.

که څه هم په نوزاد ولسوالي کي تيره اونۍ پيل شوي عمليات داولسمشري په ټاکنو کي دخلکودګډون په خاطر وه خو په هغه ولسوالۍ کې حالت په داسې حال کي سخت ترینګلى دى چې ټاکنو ته يوازې دوې ورځي پاته دي .
XS
SM
MD
LG