د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

د ځوانانو ټولنه: په روزنيزو مرکزونو کې دې ځوانانو ته د سیاسی فعالت حق ورکړل شي


د افغان ځوانانو يوې نوې جوړې شوې ډلې راتلونكي ولسمشر ته د يو پيغام په ترڅ كې ويلي، دوی غواړي په نوي حكومت كې د افغانستان پوهنتونو نه سياسي او محصلين په كې د سياسي فعاليت اجازه ولري.

د ځوانانو د دې ډلې يو وياند شيوا شرق چې د يكشنبې په ورځ يې د مدني ټولنې په دفتر كې له خبريالانو سره خبرې كولې وويل، د دوى دا پيغام يواځې ولسمشر ته نه بلكه د هېواد ځوانانو ته هم دى چې په دې برخه كې كار وکړي او له خپل حق څخه برخمن شي:

"په سياسي برخه كې غواړو چې په روزنيزو مركزونو او پوهنتونونو كې هر زده كونكی او محصل د سياسي فعاليت حق ولري.

مونږ غواړو چې په يو پوهنتون كې هر يو محصل د اعتراض او انتقاد حق ولري او دا زمونږ جدي غوښتنه ده."

كه څه هم د ولسمشرۍ لپاره اكثرو كانديدانو په خپلو انتخاباتي كمپاينونو كې ويلي، دوی به د بري په صورت كې ځوانانو ته ډېره ونډه وركوي.

خو د ځوانانو دا ډله وايي چې د جمهوري رياست په لسګونو كانديدانو د ځوانانو لپاره كوم ځانګړې تګلاره نه لري.

دوی وايي غواړي ځوانان په خپله خپل راتلونكی وټاكي او نوي ولسمشر ته د ځوانانو غوښتنې وړاندې كړي.

دغو ځوانانو د اوسني حكومت دا دريځ چې په پوهنتون كې څوك د سياسي فعاليت حق نه لري وغانده.

خو دوی دا هم ونه منله چې ګواكې دوی به د كوم كانديد ملاتړي وي.
ځوانانو په دې پيغام كې دا هم ويلي چې راتلونكی ولسمشر بايد په خپلو پرېكړو كې زړورتيا او په عمل كې خپلواكي ولري.

دغو ځوانانو وويل د دوی مخاطب يواځې ولسمشر نه بلكۍ د هيواد نورځوانان هم دي چې بايد په يوه غږ سره د خپلو حقونو په ترلاسه كولو كې كار وكړي.

د ځوانانو د دې ډلې خوځښت په داسې حال كې څرګنديږي چې د جمهوري رياست انتخاباتو ته د ګوتو په شمير ورځې پاتې دي.
XS
SM
MD
LG