راپورونه وايي بريد كوونكى په يوه موټر كې سپور و، چې په چاودنه كې يې د سر او مال درانه زيانونه اړولي دي.
ځان وژونكى بريد د سهار اته نيمې بجې وشو. د پېښې په سيمه كې د مركزي زون د جنايي جرمونو د تحقيقاتو ریيس جنرال عبدالغفار سيدزاده خبريالانو ته لومړني معلومات وركړل:
”د ځانوژونكي موټر دې سيمې ته داخل شوى و، چاودنه يې كړې، چې په نتيجه كې په لسګونو ملكي كسان ټپيان دي او ځينې يې وژل شوي هم دي.“
د افغانستان د دفاع وزارت په يوه اعلاميه كې ويلي، په دې پېښه كې اووه تنه وژل شوي او ۹۱ تنه نور ټپيان دي.
اعلاميه وايي په ټپيانو كې د ملي اردو د څلورو سرتېرو تر څنګ، په پارلمان كې د نورستان ولايت استازې حوا علم نورستانۍ هم شامله ده.
ځان وژونكى بريد په داسې ځاى كې شوى چې د كابل تر ټولو خوندي سيمه ګڼل كېږي، دلته په عادي ورځو كې هم موټرو ته د ورننوتو اجازه نه وركول كېږي.
دغه بريد كوونكى څنګه وتوانېد دې ساحې ته ننوځي؟ د كورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري ته هم دا حيرانۍ وړ ښكاري، خو نوموړى وايي تحقيقات يې روان دي، نن يا سبا به يې نتايج په رسنيو كې خپاره كړي.
د امريكا سفارت چارواكو ازادۍ راډيو ته ويلي چې په دې پېښه كې دوى ته كوم زيان نه دى رسېدلى.
بل لوري ته ايساف ځواكونو په يوه اعلاميه كې ويلي په دې پېښه كې يې ګڼ مامورين ټپيان شوي، د ټپيانو د شمېر په اړه يې څه نه دي ويلي.
په سيمه كې عيني شاهدانو وويل چې دې چاودنې تر ليرې پرتو سيمو پورې ودانيو ته زيانونه اړولي دي:
”زه خپله د ټرانسپورټ وزارت كاركوونكى يم، زه په وزارت كې دننه وم، ډېره درنه چاودنه وشوه، د وزارت د ټولو كړكيو هندارې ماتې شوې، د وزارت د كاركوونكو د چا سرونه مات وو، د چا لاس، غوښتل مې دوى ايمرجنسي روغتون ته انتقال كړم، كله چې سيمې ته رانژدې شوم، دلته اورونه بل وو، موټر مې پر يوې تودې اوسپنې وربرابر شو او ټاير يې پنچر شو.“
له جمهوري رياست څخه په يوه خپره شوې اعلاميه كې جمهور رييس حامد كرزي دغه بريد غندلى او ويلي يې دي د انتخاباتو په جريان كې د افغانستان دښمنان غواړي په دا ډول حملو سره په خلكو كې وېره خپره كړي.
د دې حملې مسووليت د ذبيح اله مجاهد په نامه د طالبانو يوه وياند منلى او ويلي يې دي، بريد كوونكى د بګراميو ولسوالۍ اوسېدونكى احمد و، ده ادعا وكړه چې په بريد كې پنځه ويشت بهرني سرتېري او د امريكا سفارت كاركوونكي وژل شوي دي. خو چارواكو دغه ادعا رد كړې ده.
دغه وروستى بريد په داسې حال كې كېږي، چې افغان او نړيوالو امنيتي چارواكو د تېرې اوونۍ په پاى كې وويل چې د كابل او نورو ورڅېرمه ولايتونو د امن لپاره خپل امنيتي تدابير جدي كړي دي.