د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

فیلیپ موغیو:له کاندیدانو سره د خبرو لړۍ پرانستې ده


فیلیپ موغیو
فیلیپ موغیو

د دې ډلې مشر فیلیپ موغیو وویل، چې دوي تراوسه پورې له دیرشو نه له زیاتو کاندیدانو سره لیدلي او هغوې ته يې په دې اړه، چې ګواکې ځینې کاندیدان له انتخاباتو وروسته تاوتریخوالي ته لمن وهي خپله اندېښنه شریکه کړې ده.

ښاغلي موغیو، چې د پنجشنبې په ورځ يې یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل، چې کاندیدانو ورته ډاډ ورکړې، چې د انتخاباتو نتایج به مني:

په افغانستان کې د اروپايې څارونکو ډلې مشر فیلیپ موغیو


"زموږ غوښتنه نه یوازې له کاندیدانو بلکه د هغوی له ملاتړ کوونکو څخه داده، چې له انتخاباتو وروسته ارامي خوندي وساتي او د انتخاباتو نتایج ومني او مونږ ژمن یو، چې د انتخاباتو بهیر په جدي توګه وڅارو."

په افغانستان کې له انتخاباتو وروسته د تاوتریخوالي په اړه اندېښنې وروسته له هغې پیدا شوې، چې په یوه عربي ژبه ورځپاڼه کې د ډاکټر عبداله د کمپاین د یو مسول عبدالستار مراد په حواله ویل شوي وو که چیرې د انتخاباتو نتایج د دوي په ګټه نه وي نو له کلاشنکوفونو سره به واټونو ته راوځي او په بلوا به لاس پورې کړي.

خو په خپله ډاکټر عبداله دا راپور ناسم وباله او ویویل، چې دې به د شفافو انتخاباتو نتایجو ته غاړه کیږدي.

د دغو راپورونو له خپرېدو وروسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي استازي هم له ټولو کاندیدانو او د هغوی له پلویانو غوښتي وو، چې د انتخاباتو نتایجو ته غاړه کیږدي.

په افغانستان کې د اروپايې څارونکو ډله وايي، چې دوي یو سل او شل څارونکي لري او هغه به د انتخاباتو د بهیر د څارنې لپاره د هېواد د جنوب په ګډون ټولو ولایتونو ته واستوي.

د دې ډلې مرستیالې میرمن ډیمیټرا لونا وویل که څه هم دوی به د رای اچونې ټولو مرکزونو ته خپل کسان وانستوي خو
د څارنې ماموریت یې یوازې د انتخاباتو ورځې ته نه دی ځانګړی شوی بلکې د دوی ډله د بېلابېلو لارو په خپلولو سره د انتخاباتو بهیر، چې دواړه له راېی اچونې مخکې او وروسته پړاوونه په کې شامل دي وڅاري."

دغې ډلې وویل، چې له انتخاباتو وروسته به د یوې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې شي او د دغه ټول بهیر په اړه به یو جامع رپوار خپور کړي.

له بل لوري د انتخاباتو خپلواک کمسیون ویلي دي، چې تمه ده شاوخوا دوه لکه کتونکي را روان انتخابات وڅاري او دوي تر اوسه پورې يې یو نیم لکو کسانو ته باور لیکونه ورکړي دي.

خو کتونکي بیا وايي، چې امنیت لا هم د انتخاباتو په وړاندې یو ستر ګواښ دې او که چیرې لازم تدابیر ونه نیولې شي نو څارونکي به د دغو انتخاباتو له څارنې عاجز پاتې شي.

XS
SM
MD
LG