د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۰

نجفي:د رایې وركونې مركزونو ته د لوژيستيكي مواد د ليږد بهير پيل شو


د انتخاپاتو د خپلواك كميسيون د دارالانشا مشر داود علي نجفي
د انتخاپاتو د خپلواك كميسيون د دارالانشا مشر داود علي نجفي
د افغانستان انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي چې د ولايتونو له مركزونو څخه د رایې وركونې مركزونو ته د لوژيستيكي موادو د ليږد بهير له نن پنجشنبې څخه پيل شوى دى او له انتخاباتو څخه يوه ورځ مخكې پورې به بشپړ شي.

په داسې حال كې چې د جمهوري رياست لپاره د انتخاباتو ته له يوې اونۍ څخه كمې ورځې پاتې دي، د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي چې د رایې وركونې د مركزونو د امنيتي څيړنې سره سم له ولايتونو څخه د رایې وركونې مركزونو ته د لوژيستيكي مواد د ليږد بهير هم پيل شوى دى.

د انتخاپاتو د خپلواك كميسيون د دارالانشا مشر داود علي نجفي د پنجشنبې په ورځ په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل چې د رایې وركونې له مركزونو څخه د امنيتي ارګانونو د څيړنې بهير هم په چټكۍ سره روان دى:
"د رایې وركونې د مركزونو لستونه امنيتي ځواكونو ته وركړل شوي دي، دوي به څيړنه وكړي چې د څومره مركزونو امنيت ساتل كېداى شي.

البته تر دوه، درې ورځو پورې به عملاً پايلې لاس ته راشي."

د افغانستان د دفاع او كورنيو چارو وزارتونو هم ويلي دي چې ډير ژر په د رایې وركونې د مركزونو د امنيت ساتې راپور خپور كړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون ويلي دي چې سږ كال د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د انتخاباتو لپاره د اووه زرو په شا او خوا كې د رایې وركونې مركزونه او د اته ويشت زره او پنځه سوو په شا او خوا كې د رایې وركونې محلونه په نښه شوي او لستونه يې د افغانستان امنيتي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

تر دې د مخه د افغانستان د وزيرانو شورا ويلي وه چې د رایې وركونې له يادو شويو مركزونو او محلونو څخه پنځه سوو ته د نا امنۍ ګواښونه متوجه دي.

داود علي نجفي دغه شان د انتخاباتو د بهپر د پر مخ بيولو لپاره د ښځينه كاركوونكو د ګمارلو په اړه هم د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د هڅو يادونه وكړه:
"د ښځو د ګمارلو لپاره د انتخاباتو د خپلواك كميسيون له خوا د سپين ږيرو او مشرانو ،د سيميزو وكيلانو او ښځو سره يو شمېر سيمينارونه جوړ شوي دي.

انشالله په هغو ولايتونو كې چې په دې اړه ستونزې دي د مشرانو او سپين ږيرو او د ښځو د چارو د وزارت په مرسته به دا ستونزې هوارې شي."

داسې اندېښنې موجودې وې چې د رایې وركونې په ګڼ شمېر مركزونو كې په ځانګړي ډول په لرو پرتو سيمو كې د ښځينه كاركوونكو شمېر كم دى او دا په انتخاباتو كې د ښځو د كمې ونډې اخيستنې په مسلې خپل اثر درلودلاى شي.

په افغانستان كې د انتخاباتو لپاره تياريو په داسې حال كې زور اخيستى چې انتخاباتي مبارزې هم خپل جدي پړاو ته رسيدلى دي او هر كانديد هڅه كوي چې د خلكو د اكثريت ملاتړ خپل كړي.

راپور : اجمل تورمان
XS
SM
MD
LG