د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۸

کابل کې ۳۱۵ کلیوالې ښځې د عامه پوهاوي کورس نه فارغې شوي


كليوالې ښځې
كليوالې ښځې
په افغانستان كې د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د انتخاباتو لپاره، د مربوطو ارګانونو د هلوځلو په لړ كې، د كابل ولايت درې سوه كليوالې ښځې د چهار شنبى په ورځ، له يوه روزنيز كورس څخه فارغې شوې.

دغه كورس چې درې ورځې مخكې پيل شوی، د كابل ولايت د نهو ولسواليو ۳۱۵ تنو ښځو په كې ګډون كړی و.

د افغانستان د ښځو د چارو وزيرې وويل، په دغه كورس كې ښځو ته د هغوى حقوق بيان شول او هڅول شوي چې د ټولني د يو فعال غړي په توګه په انتخاباتو كې ګډون وكړي او په ازاده توګه د دوى د خوښې كانديد ته رایه وركړي.

د ښځو د چارو وزيرې حسن بانوغضنفر وويل:

"د كارت له مخې كولی شي، چې د ښځو په سياسي مشاركت كې برخه واخلئ ستاسى ګډون په دغو ټولو برخو كې مهم دى، تاسې بايد په انتخاباتو ګډون وكړئ او ثابته كړئ چې د ټولنې يوه برخه ياست."

د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د معلوماتو له مخې، د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو په اوسنيو او تېرو انتخاباتو كې څه باندې پنځه ميليونو ښځو د رايو وركولو كارتونه ترلاسه كړي دي.

د دې لپاره چې دوی په راتلونكو انتخاباتو كې ګډون وكړي، د ښځو مختلفو ټولنو، د انتخاباتو خپلواك كميسيون او د ښځو د چارو وزارت هڅې پيل كړي دي چې، دوی ته دهېواد په مركز او ولايتونو كې د عامه پوهاوي پروګرامونو لمن پراخه كړي، ترڅو په انتخاباتو كې له ګډون څخه بې برخې نه شي.

له كورس نه د كابل ولايت د قره باغ د ولسوالۍ اوسېدونكې يوې فارغې شوې ښځې "مرسل" ازادۍ راډيو ته وويل، كه داسې پروګرامونه هرڅومره زيات وي، ګټې به يې هم زياتې وي:

"ښځې په دې نه پوهيدې چې انتخابات څه شى دی. په دې كورس كې وپوهيدې چې دوى د نارينه غوندې كولى شي، په انتخاباتو كې برخه واخلي او د خپلې كانديد ته رايه وركړي.

ډېرې ښځې اوس نه پوهيږي چې انتخابات څه دي، دوى راديو، تلويزيون او برښنا نه لري، يا د كور په كارونو بوختې وي."

خو خلك وايي، د دومره هلو ځلو سره سره بيا هم دهېواد د نفوسو په پام كې نيولو سره، ښځو لږ كارټونه ترلاسه كړي او داسې سيمې هم شته چې، د انتخاباتو د كميسيون كاركونكي ورته د نا امنيو له امله هم نه دي ورغلي.

دوی وايي اوس هم څو ورځې شته او امنيتي ارګانونو ته په كار ده چې د انتخاباتو د كميسيون كاركوونكو ته زمينه برابره كړي چې ډېرو سيمو ته ورشي او ښځو ته د راي وركولو كارټونه وركړي.
XS
SM
MD
LG