د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۵۵

د موبایل ټېلفون له لارې به بانكي خدمتونه ترسره شي


د افغانستان بانك ريس عبدالقدير فطرت
د افغانستان بانك ريس عبدالقدير فطرت
د افغانستان بانك چارواكي وايي چې د بانكدارۍ د نويو سيستمونو په غځولو سره هڅه كيږي چې د پېسو د راكړې، وركړې په برخه كې د خلكو لپاره لازمې اسانتياوې برابرې شي.

د افغانستان بانك ريس عبدالقدير فطرت د سې شنبې په ورځ په كابل كې په هغه وركشاپ كې چې د دغه بانك او د امريكا د متحده ايالتونو د پراختيايي ادارې له خوا د موبايل يا ګرځنده تيلفون له لارې د بانكي خدمتونو د وړاندې كولو له امله جوړ شوى و وويل چې له دې لارې دولت كولاى شي په ټول افغانستان كې په ټاكلي وخت او خوندي توګه خپلو كاركوونكو ته د دوي معاشونه ورورسوي:
د افغانستان بانك ريس عبدالقدير فطرت اود امريكا د متحدو ايالتونو د سفارت مرستيال فرانس ريچارد دوني


"دا توليد د خلكو لپاره ښې اسانتياوې برابرولاى شي، خلك كولاى شي له دې لارې خپل د برېښنا بلونه تحويل كړي، حكومت كولاى شي چې ملي پوليسو، ملي اردو او په لسګونو زرو ښوونكو ته له دې لارې د دوي معاشونه واستوي."

اوس، اوس دغه خدمتونه يواځې د روشن مخابراتي شركت له لارې د اجرا وړ دي خو د افغانستان بانك د ريس په وينا كېداى شي چې په راتلونكي كې نور مخابراتي شركتونه هم ورته پروګرامونه پيل كړي.

په كابل كې د امريكا د متحدو ايالتونو د سفارت مرستيال فرانس ريچارد دوني وويل چې د امريكې په تيرو دريوو كلنو كې د بانكدارۍ او اړيكو د سكتور په برخه كې پنځه مليونه ډالره پانګه اچونه كړې ده.

ښاغلي دوني وويل چې د مبايل له لارې د بانكي خدمتونو وړاندې كول به ټولو ته په ځانګړي ډول د هغو كسانو له پاره چې په لرو پرتو سيمو كې ژوند كوي ښې اسانتياوې برابرولى شي:
"د گرځنده تيلفون له لارې بانكي خدمتونه په ځانګړي ډول د هغو كسانو لپاره د مالي او اقتصادي خدمتونو لاس رسى برابروي چې پرمختللي بانكي خدمتونه په واك كې لري.

دغه پروګرام د هغو كسانو لپاره چې په كليو كې ژوند كوي او هيڅ ډول بانكي خدمتونه په واك كې نه لري د ښو تضمينونو او جايزو اسانتياوې برابروي."

په تېرو څو ورستيو كلونو كې په افغانستان كې يو شمېر خصوصي بانكونه جوړ شوي دي چې له مركز پرته په ولايتونو كې هم بانكي خدمتونه تر سره كوي.

خو داسې شكاېتونه هم شته چې د دغو بانكونو خدمتونه چټك نه دي او خلكو سره ډير اعتبار هم نه لري.

دا په داسې حال كې ده چې د افغانستان بانك او هم خصوصي بانكونه وايي چې دوي هڅه كوي ښه او چټك خدمتونه خلكوته برابر كړي.

راپور : اجمل تورمان
XS
SM
MD
LG