د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

ولسمشر کرزي په کابل کې په سلګونو ځوانانو ته وینا وکړه


د ځوانانو د ورځې په مناسبت په دې غونډه کې په سلګونو نجونو او هلکانو برخه اخیستې وه.
د ځوانانو د ورځې په مناسبت په دې غونډه کې په سلګونو نجونو او هلکانو برخه اخیستې وه.

د ځوانانو نړیواله ورځ په لړ کې ولسمشر حامد كرزي د افغانستان له ځوانانو څخه وغوښتل چې زده كړې دې وكړي او په راتلونكو انتخاباتو كې دې برخه واخلي.

ښاغلي كرزي دغه خبرې په هغې غونډه كې وكړې چې د ځوانانو د نړېوالې ورځې په مناسبت د سې شنبې په ورځ په كابل كي جوړه شوې وه:
د ځوانانو نړیواله ورځ په لړکې ولسمشر حامد كرزي خبری کوي

"انتخابات په سمه توګه ترسره كيږي، په ارامه توګه به ترسره شي، د افغانستان دښمنان كه كومه ګډوډي وكړي نو فكر پرې مه كوئ، هغه به هم تېره شي،خو مهمه دا ده چې د افغانستان ټول ځوانان د هېواد په ټولو برخو كې د رايو وركولو صندوقونو ته ورشي، خپله راېه وكاروي او د خپلو راېو له لارې افغانستان د امنيت او ثبات له پلوه يوې غورې مرحلې ته داخل كړي."

حامد كرزي دغه راز له ټولو ځوانانو څخه په كلکه وغوښتل چې په خپلو درسونو او سبقونو كې دې زيار وباسي څو د افغانستان ځوانان په بېلابېلو ډګرونو كې له نورې نړۍ څخه د سرو زرو ميډالونه راوړي.

ده وړاندي وويل چې اوس په افغانستان كې هغه شرايط برابر شوي چې ځوانان په علمي اوسپورتي ډګرونو كي له نړيوالو سره اوږه په اوږه سيالۍ وكړي.

د ځوانانو د نړيوالې ورځې په مناسبت په دغې جوړه شوی غونډه كې د افغانستان د اطلاعاتو كلتور د وزارت د ځوانانو د څانګې مرستيال ظاهر غوث وويل چې دوي د افغانستان په مختلفو برخو كې د ځوانانو د پرمختګ لپاره يو لړ زيات پروګرامونه هم پلي كړي دي:

"د دوي ادارې د ځوانانو د استعدادونو او ظرفيتونو په لوړوالي، د كارو موندلو او تحصيل په برخه كې، له نشه یي موادو د ځوانانو د روږدي كېدو د مخنيوي په برخه كې، د فني او مسلكي زده كړو او د ژبو او كمپيوټر په برخه كې د افغانستان په زياتو ولايتونو كې روزنيز پروګرامونه پيل كړي دي."

په افغانستان كې د ځوانانو نړېواله ورځ په داسې حال كې لمانځل كيږي چې د دغه هېواد په ميليونو ځوانان له سختو اقتصادي، تعليمي او تحصيلي ستونزو سره مخامخ دي.


كارپوهان وايي په ميليونو ځوانان لا هم د زده کړوله نعمت څخه بې برخې دي او په ميليونونو نورو ته وظيفه او كار نشته او همدا ددې سبب شوی چې ځيني ځوانان په نشه یي موادو روږدي شوي او ځيني نور بيا د مخالفينو ليكو ته ورغلي او د يوې مړۍ ډوډۍ د پيداكولو لپاره په غاړه ټوپك ګرځوي.

خو افغان حكومت ډاډ څرګندوي چې دغه ستونزې به ګام پرګام حل شي، دوي ژمن دي چې د ځوانانو د تعليم، تحصيل او كار روزګار لپاره به نوي پروګرامونه هم پلي كړي.
XS
SM
MD
LG