ولسمشر حامد كرزي په خپله انتخاباتي طرحه كې د امن پر را وستلو، اقتصادي ودې، ښځو او ځوانانو ته د كاري او تعليمي فرصتونو پر برابرولو ډېر ټينګار كړى و. د نوموړي د طرحې زياتې برخې تكراري برېښېدې چې په وار- وار يې په غونډو كې اعلان كړې دي.
ده د خپلې تېرې پنځه كلنې دورې ځينې كارونه خپلې لاسته راوړنې وګڼلې خو ويې ويل ډېر نور كارونه هم بايد شوي واى، چې نه دي شوي.
ښه حكومتداري، په نړيوال سياست كې فعال حضور، د اداري فساد په وړاندې مبارزه، د كرنې، انرژۍ او اقتصاد ودې ته پام كول يې د طرحو غټ ټكي ول.
حامد كرزي وويل د بريالي كېدو په صورت كې به د افغان ځواكونو او پوځي الوتكو شمېر زياتوي، چې د پوځي چارو رهبري افغاني بڼه خپله كړي:
”موږ به د ملي اردو د سرتېرو شمېر له اوسني يوسل او دېرشو زرو څخه، دوه لكه شپېتو زرو ته لوړ كړو، ملي پوليس به له اتيا زرو څخه يولك او شپېتو زرو ته رسوو. په راروانو پنځو كلونو كې به څلورلكه وسلوال پوځ او پوليس لرو. اوس په خپل هوايي ځواك كې پنځه څلوېښت طيارې لرو، چې شمېر به يې يوسل او دېرشو ته ورسوو“
كرزي وويل په دولتي ادارو كې به د ښځو ونډه تقريباً څلوېښتو فيصدو ته رسوي، ځوانانو ته به د باكيفيته لوړو زده كړو زمينه برابروي او د كانونو استخراج ته به پام كوي، دغه راز كوښښ به كوي د ملي عوايدو يواعشاره پنځه فيصده برخه د هېواد معيوبينو او د شهيدانو كورنيو ته ځانګړې كړي.
ښاغلي كرزي زيات ټينګار پر زراعتي ودې هم كړى و، دۀ زياته كړه چې د بريالي كېدو په صورت كې به اووه پنځوس فيصده افغانانو ته به د صحي څښاك اوبو زمينه برابره او د كرنې سكټور به پياوړى كوي، چې له دې لارې يونيم مليونه خلكو ته د دايمي كار زمينه برابره شي:
”په دې برخه كې يو پراخ پلان لرو، چې د كرنې د پراختيا بانك به ايجادوو، پنځه زره زراعتي مامورين به وروزو، چې زيات پام د افغانستان كليوالو سيمو ته وكړي، هيله من يو چې د زراعتي پلان په تطبيقېدو سره به لږ تر لږه يونيم مليونه هېوادوالو ته دايمي كارونه پيدا شي“
كرزي وويل په افغانستان كې د بيان پوره ازادي شته او دى يې ملاتړ كوي، دغه راز به كوښښ كوي د كاميابۍ په صورت كې دغه ازادي خوندي وساتي، خو رسنۍ به هم اصلاح كوي.
نوموړي وويل له نورو هېوادونو څخه به د برېښنا صادرات لا زياتوي چې افغانستان وكړاى شي نورو هېوادونو ته هم برېښنا صادره كړي.
خو كرزي ومنله چې په تېره اوو كلونو كې اداري فساد د ده د حكومت په وړاندې لوى چيلنج و، نوموړي وويل د دې پديدې په وړاندې به د بريالي كېدو په صورت كې جدي مبارزه كوي.
كرزى چې په راروانو انتخاباتو كې له ځينو جدي كانديدانو سره مخامخ دى، د ده ځينې سيالان د ده پر تېره اووه كلنه دوره انتقادونه كوي.
كرزي د ولسمشرۍ د نورو كانديدانو په نسبت خپله تګ لاره او طرحه ډېره وروسته اعلان كړه. د را روانو پنځو كلونو لپاره د نوموړي طرحه او په دې طرحه كې د بېلابېلو موضوعاتو ځايول كرزي ته دا هيله وركوي چې دى به په دغو انتخاباتو كې بريالى شي.