یوه لوړ پوړي امریکایي مقام د چهار شنبې په ورځ په افغانستان کې د جګړې د وضعې په اړه یوه خواشینونکې څېړنه وړاندې کړه او وایي: د متحد ایالاتو د ولسشمر بارک اوباما له ادارې مخته څو کلونو بې پروایيو د مالي او ډېپلوماتیکو منابعو له پلوه د امریکا هڅې ډېرې نیمګړې دي او په افغانستان کې داسې شرایط رامنځته شوې دي چې هغه کولای شو د فقر اونادارۍ کلتور وګڼو.
ورځپاڼې د امریکا د لوی درستیز امیرالبحر ماېک مولن دا خبره هم را اخیستې ده چې په واشنګټن کې یې خبریالانو ته ویلي: په افغانستان کې د جګړې له پېله اته کاله وروسته لا هم امریکایي ځواکونه هڅه کوي چې د طالبانو د جګړې له دلدله ځانونه وباسي. او بېرته د جګړې د پېل ځای ته ورسېږي چې پېل کړې یې و. او د افغانستان د خلکو اعتماد خپل کړي.
ورځپاڼه لیکي چې امیرالبحر د ماېک مولن وایي، هغه څه چې زه وینم او هغه څه مې چې افغانستان ته د خپلو دوو درېو سفرونو په ترڅ کې لیدلې دي، هغه څه وو چې د نادارۍ اوفقرکلتور ورته ویلی شم. دغه حالت د منابعو د کموالي له امله نه بلکه د اوږد مهاله منابعو د کمښت له کبله رامنځته شوی دی.
واشنګټن ټاېمز د مقالې په وروستۍ برخه کې لیکي: د امریکا لوی درستیز ماېک مولن وایي، سپینې ماڼۍ ته د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د راتګ په لومړېو ورځو کې مونږ یوه ستراتېژي طرحه کړه
چې دا منفي پړاوو بدل کړو او ډېر زر به د افغانستان د وضعې په اړه یوه نوې څېړنه پای ته رسېږي، چې له مخې به یې افغانستان ته د جګړې او بیا رغاونې د چارو لپاره نور زیات ملکي او پوځي پرسونل واستول شي. له دې امله مونږ اوس د مبارزې یو ملکي- پوځي پلان او یوه ملکي ـ پوځي ستراتېژي لرو.