د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

د امريكا د كانګرس پلاوي له كرزي سره وكتل


ولسمشرکرزی او د ناټونوی مشر اندریس فوغ راسموسن په ارګ کې
ولسمشرکرزی او د ناټونوی مشر اندریس فوغ راسموسن په ارګ کې
د افغانستان په جمهوري رياست كې چارواكي وايي چې د امريكا د كانګرس دې شپږ كسيزپلاوی تېره ورځ له ولسمشر كرزي سره وليدل اوپه ځينومهمومسايلويې ورسره خبرې اترې وكړی.

د ولسمشر کرزي يوه وياند سيامك هروي د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډيوته وويل چې د ولسمشر كرزي او د امريكا د كانګرس د پلاوي ترمنځ د امنيتي ستونزو، تدابيرو او راتلونكو انتخاباتود نيول شوو تياريو په اړه خبرې وشوې.

ښاغلي سيامك څرګنده كړه چې ولسمشركرزي د امريكا د كانګرس له پلاوي سره په خبروكې د دولت له وسله والو مخالفينو سره خبرې اترې په دې هېواد كې د ستونزو د حل اود ثبات د ټينګښت اساسي لاره وبلله:
"په دې خبرواتروكې د هېواد ولسمشر له طالبانو سره د سولې په خبرو ټينګار وكړاو ويويل هغه طالبان چې له القاعده سره اړيكې نلري او تاو تريخوالې په رسمي توګه محكوموي د افغانستان دولت ورسره خبرو ته چمتودي.

يوه له هغولاروڅخه چې كولاى شي افغانستان ته امنيت اوسوله راولي له هغو مرورو كسانوسره خبرې اترې دي چې غواړي بيرته خپل هېواد ته راشي، د هېواد له ورانولو او د خلكو له بدبخته كولوڅخه لاس واخلي."

د امريكا د كانګرس دغه شپږ كسيزپلاوى د چهارشنبې په ورځ كابل ته راغلى، د سيامك هروي په خبره ښايي چې دغه پلاوی له ځينو نورو دولتي چارواكو، د جمهوري رياست له يوشمېركانديدانو او په افغانستان كې د نړيوالې ټولنې له مقاماتو سره هم وګوري اود دې هېواد د وضعې او د انتخاباتو لپاره د تياريو په اړه معلومات ترلاسه كړي.

افغان سياسي څيړونكي د انتخاباتو په درشل كې د امريكا د كانګرس د پلاوي سفر افغانستان ته مهم بولي او وايي چې امريكايي چارواكي غواړي دولسمشر اوباما د حكومت په دوره كې په افغانستان كې ترسره شوي كارونه ارزيابي كړي.

د كابل پوهنتون د حقوقواوسياسي علومود پوهنځي استاد نصرالله ستانكزى وايي چې د امريكا د كانګرس د پلاوي د سفريوهدف دا هم دى چې انتخاباتو ته نيول شوي تیاری له نژدې وګوري او دا وښايي چې افغانستان اوس هم د امريكا لپاره په كاري لومړيتوبونوكى دى:
" که ملي شخصیتونه دي،که پدغه شرایطو کې د موږ کاندیدان دي او که هر څوک وي د متحده ایالاتو د کانرګرس پلاوې د هغوي سره باید وګوري شرط دادې چې دوي هم باید له مقابل لوري سره په شفاف ډول خبرې اترې وکړي او رښتیني مسایل بیان او تشریح کړی ترڅوچې اشتباهات په ګوته اود له منځه ولاړ شي."

د امريكا د كانګرس دغه شپږ كسيز پلاوى په داسې حال كې افغانستان ته سفركوي چې د ناټو يا شمالي انتلانتيك د تړون عمومي منشي اندرس فوغ رسمون هم د چهارشنبې په ورځ كابل ته راغى اوله ولسمشرحامد كرزي سره يې په يوه خبري كنفرانس كې د دې تړون د مرستوپه دوام ټينګاروكړ.

دامريكا دكانګرس پلاوى اودناټوعمومي منشي په داسې حال كې افغانستان ته سفركوي چې په دې هيواد كې دولسمشرۍ اوولايتي شوراګانوانتخاباتوته يوازې دوه اونۍ پاتې دي اوداسې انديښنې شته چې ښايي دامنيتي ستونزو له امله كم خلك په انتخاباتوكې برخه واخلي اودانتخاباتوشفافيت اومشروعيت ترپوښتنې لاندې راشي.
XS
SM
MD
LG