حمید مهمند
اراده:
دې خپلواکې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې په راروانو انتخاباتو کې د شفافیت مسئله راخستې او پدې برخه کې شتو ستونزو ته په اشارې دا پوښتنه کړې، چې ایا په انتخاباتو کې به د درغلیو مخنیوې وشي.
د ورځپاڼې سرمقاله هم د انتخاباتو امنیت ته ځانګړې شوې او د هیواد روانې امنیتي وضعې ته په پام سره لیکل شویدي، چې د انتخاباتو امنیت د افغان دولت امنیتي ځواکونو او نړیوالې ټولنې په وړاندې یوه اساسي پوښتنه ده، چې په اسانۍ سره ترې تیریدل ګرانه بریښي.
په ورځپاڼه کې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې اته کلن حضور ته هم کتنه شوې او ددې مودې حالات يې څیړلي دي.
هیواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان په ښارونو او په تیره بیا په کابل ښار کې د وسلو شتون یوه ستره اندیښنه بللې او پدې ترڅ کې د وسلو ټولولو په پروګرام انتقاد کړې، چې له مصلحتونو څخه کار اخلي او خپلې چارې يې په سمه توګه ندي ترسره کړي.
ورځپاڼې د افغانستان په اړه د برتانیې تګلاره هم په یو مطلب کې څیړلې او ددغه هیواد د پارلمان دا سپارښتنه يې هم راخستې، چې د برتانیې تګلاره یوازې باید پر امنیت راټوله شي.
په ورځپاڼه کې د افغانستان د روان بحران د حل لپاره د سولې خبرې او اقتصادي پرمختیا مهمه بلل شوې او افغان دولت او نړیوالې ټولنې ته دا سپارښتنه شوې، چې دغو دواړو مسئلو ته دې دیر پام وکړي.
ویسا:
دې ورځپاڼې د ناټو د نوي عمومي منشي وروستیو څرګندونو ته په اشارې، چې له طالبانو او یا لږ تر لږه ددې ډلې له یوې برخې سره يې د خبرو امکان په اړه کړي لیکلي دي، چې ناټو په افغانستان کې د جنګ د پاې ته رسولو په فکر کې دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ډاکټر عبداله د کمپاین د مسؤل د څرګندونو په وړاندې د کورنیو چارو وزارت غبرګون څیړلې او پدې ترڅ کې لیکلي دي، چې که نړیواله ټولنه په رښتیا هم د افغان دولت او خلکو ترشا ولاړه واې نو نن به چا دداسې څه ویلوجرئت نه وې کړې.
ورځپاڼې په افغانستان کې د هوايي حملو مسئلې ته په اشارې د امریکايي ځواکونو د قومندان په حواله لیکلي دي، چې په افغانستان کې به هوايي حملې هیڅ کله هم بندې نکړي.
ورځپاڼې د جنرال مک کریسټال په حواله وړاندې لیکلي دي، چې دوې غواړي، چې د عامه افغانانو وژنه کمه کړې خو ددې کار لپاره به د خپلو پوځیانو له ژوند نه کار وانخلي.
افغانستان ټایمز:
دې ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې لیکلي دي، چې د بهرنیو ځواکونو د زیاتولو پر ځاې د افغان ځواکونو پیاوړې کول د امنیت د ښه کولو لپاره مهم دي.
دې ورځپاڼې هم په یو څیړنیز مطلب کې د انتخاباتو پر امنیت تبصره کړې او لیکلي دي، چې امنیت لا هم یو اساسي اندیښنه ده.
ورځپاڼې پخپل ننني کارټون کې د یو کاندید او راې ورکوونکي ترمنځ یو بحث انځور کړې او د راې ورکوونکي په حواله لیکلي دي، چې که چیرې راې غواړې نو د بیوزلو ستونزې هوارې کړه.
اصلاح او انیس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بیلابیلو مطالبو کې د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي دي.
انیس بیا پخپله سرمقاله کې انتخاباتو په اړه د خلکو لید څیړلې او لیکلي دي، چې له امنیتي ګواښونو سره سره خلک په انتخاباتو کې د ګډون غوښتونکي دي.
خو اصلاح بیا هم پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په دوام تبصره کړې او پدې ترڅ کې د خلکو اندیښنې خپرې کړیدي.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د طالبانو په خلاف روان پوځي عملیات څیړلي او لیکلي دي، چې دغو عملیاتو د طالبانو جنګي ځواک ځپلې دې.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي، چې ددغو عملیاتو لړۍ باید دوام وکړي څو طالبان بیا کوم فرصت ترلاسه نکړاې شي، چې خپل ځواکونه منظم کړي.
ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې د افغانستان روان بحران څیړلې او د هغه عواملو ته يې کتنه کړې.
ورځپاڼې ددغه بحران د حل لپاره دداسې اقداماتو غوښتنه کړې، چې له یوې خوا شته ستونزې هم هوارې شي او له بل لوري د خلکو په ټپونو پټۍ کیښودلې شي.