د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۲۷

د نړۍ روغتيايي سازمان له افغانستان سره د نورو همكاريو ژمنه وكړه


په افغانستان كې د روغتيايي خدمتونو د پراخولو لپاره دغه تړون ليك د پنجشنبې په ورځ په كابل كې د عامې روغتيا د وزير، د نړې د روغتيايي سازمان د استازي او د روغتيايي خدمتونو د وړاندې كولو د شپږو نا دولتي ادارو د استازو تر منځ لاسليك شو.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې په دغه هېواد كې يې د روغتيايي خدمتونو د پراخولو په لړ كې نرس قابلو ته د زدكړو او په شپږو ولايتونو كې د روغتيايي اسانتياو د برابرولو په برخه كې يو شمېر پروګرامونه پيل كړې دي.

د عامې روغتيا وزير ډاكټر سيد محمد امين فاطمي د پنجشنبې په ورځ په كابل كې د نيمروز، غزني، زابل او كنړ ولايتونو لپاره د نرس قابلو د زدكړو د پروګرام د تړون د لاسليكولو پر مهال وويل چې د دغه پروګرام په پلي كېدلو سره به په هېواد كې د ميندو او ماشومانو د مړينې كچه راټيټه شي:
"دغه تړون چې ارزښت يې دوه اعشاريه څلور مليونه امريكايي ډالره دى د واكسين په وړاندې د مافيت د نړيوال تړون په مرسته او د نړې د روغتيايي سازمان او د روغتيايي سكتور په برخه كې زمونږ د همكارو موسسو په همكارۍ به پلى شي اود مېندو او ماشومانو د مړينې د راټيټيدلو په كچه كې به د پام وړ بدلون راشي."

د غه شان په افغانستان كې د نړۍ د روغتيايي سازمان استازي ښاغلي پيتر په افغانستان كې د روغتيايي خدمتونو د پراخولو په برخه كې د نورو همكاريو ژمنه وكړه ويې ويل:

"د نړۍ روغتيايي سازمان په افغانستان كې د روغتيايي خدمتونو په برخه كې خپل رول لوبوي او د خوشحالۍ ځاى دى چې په دې برخه كې خپلو همكاريو ته دوام وركوي.

مونږ يو ښه شريك هم لرو چې د واكيسن په وړاندې د مافيت نړيوال تړون دى او دا په روغتيايي چارو كې له افغانستان سره مرسته كوي."

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې د نرس قابلو لپاره به د زده كړو د پرګرامونه په جوړولو سره كه له يوې خوا په دغه هېواد كې د ميندو او ماشومانو د مړينې كچه راټيټيږي نو له بله پلوه د ښځو لپاره د كار كولو ښه چانس هم برابريدلاى شي.

خو په داسې حال كې چې دغه وزارت د روغتيايي اسانتياوو د برابرولو خبره كوي د لرو پرتو سيمو يو شمير اوسيدونكي وايي چې روغتيايي خدمتونو ته ډير كم لاس رسۍ لري او دوي مجبوره دي چې خپل ناروغان د درملنې لپاره ډير لري مركزي روغتونونواو كله كله ان ګاونډېو هېوادونو ته يوسي.

راپور : اجمل تورمان
XS
SM
MD
LG