د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

عظیمي:په انتخاباتو کې به نړیوال او ملی اردوپه امنیت کې برخه واخلي


جنرال ظاهرعظیمي
جنرال ظاهرعظیمي

د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو په ورځ به شاوخوا درې لکه افغان او بهرني ځواکونه امنیت وساتي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې په هېواد کې د راروانو انتخاباتو د امنیت لپاره يې هلې ځلې روانې دي او تراوسه پورې يې د رايې اچونې شپږ زره مرکزونه تر امنیتي پوښښ لاندې راوستلي دي.

د دفاع د وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي، چې د چهارشنبې په ورځ يې په کابل کې د ایساف د ځواکونو له ویاند سره په ګډه یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د روانو پوځي عملیاتو هدف هم دادې، چې د انتخاباتو لپاره یو خوندي چاپیریال رامنځ ته شي.

عظیمي زیاته کړه، چې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو په ورځ به شاوخوا درې لکه افغان او بهرني ځواکونه امنیت وساتي.

مونږ تمه لرو، چې شاوخوا نوي زره نړیوال، پنځه نوي زره ملي اردو او شاوخوا نوي زره د ملي پولیسو ځواکونه له نورو ځواکونو سره یوځاې ، چې تر ډیره ناپیژندل شوي ځواکونه دې او دا ټول شاوخوا درې لکه ځواک جوړي د انتخاباتو په امنیت کې برخه واخلي.

له بل لوري په افغانستان کې د ایساف د ځواکونو ویاند ایرک ټریمبلي بیا وویل، چې دوي هڅه کوي، چې په راروانو انتخاباتو کې د خلکو د پراخ ګډون لپاره امکانات برابر کړي.

د روانو عملیاتو هدف هم دادې، چې څو دا باوري شي، چې زیات افغانان په انتخاباتو کې برخه واخستلای شي او د راې ورکولو موقع ترلاسه کړي.

زه غواړم تاسوته یې بیا په یاد کړم، چې د ایساف او نړیوالې ټولنې رول دا دې، چې له افغان دولت او د انتخاباتو له خپلواک کمسیون سره په را روانو انتخاباتو کې مرسته وکړي.

امنیت په افغانستان کې د را روانو انتخاباتو په وړاندې ستر خنډ بلل کیږي او د انتخاباتو په نږدې کېدو سره د هېواد په کچه دا اندیښنې مخ په زیاتیدو دي.

کتونکي پدې باور دي که چیرې ډاډ من امنیت ټینګ نه شي نو په انتخاباتو کې به د خلکو د پراخ ګډون لپاره امکانات برابر نه شي او دا په خپله د انتخاباتو مشروعیت تر پوښتنې لاندې وړي.

خو هم افغان او هم نړیوال ځواکونه وايي، چې هڅه کوي د انتخاباتو په ورځ د خلکو د پراخ ګډون لپاره ډاډ من چاپیریال رامنځ ته کړي.
XS
SM
MD
LG