د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

کای ایده: د طالبانو په ګډون ټول افغانان باید په انتخاباتو کې برخه واخلي


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وايي طالبان هم باید په انتخاباتو کې برخه واخلي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وايي طالبان هم باید په انتخاباتو کې برخه واخلي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي راروان انتخابات که څه هم تر ټولو پیچلي انتخابات وبلل خو هیله يې څرګنده کړه، چې هر څه به په سمه توګه ترسره شي.

کا ایده، چې د سه شنبې په ورځ د انتخاباتو خپلواک کمسیون ته ورغلی و او د دغه کمسیون لوجسټکي چارې يې کتلې له خبریالانو سره په خبرو کې د افغانستان ځینو سیمو ته نه لاس رسي او په ځینو ولایتونو کې امنیتي ستونزې د راروانو انتخاباتو په وړاندې سترې ننګونې وبللې.

ښاغلې ایده ټولو اړخونو ته دا پیغام ورکړ، چې په راروانو انتخاباتو کې د خلکو پراخه ګډون د ټولو په ګټه دی.

"د طالبانو په ګډون زما پیغام ټولو ته دا دې، چې دا د هر یو او ټولو افغانانو په ګټه ده، چې دا انتخاباتو د هېواد په ټولو ولایتونو، ولسوالیو او ټولو کلیو کې ترسره شي څو خلک وکولی شي خپل نظر څرګند کړي او خپله راې ورکړي.
کای ایډه نن په کابل کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسون دفتر ته ورغلی و.


دا د هیچا په ګټه نه ده، چې د خلکو یوه مهمه برخه و نه کولې شي، چې په انتخاباتو کې رای ورکړي دا ځکه، چې نتایج به د افغان ولس د غوښتنې څرګندوی نه وي. دا هغه پیغام دی، چې زه يې ټولو ته ورکووم."

ښاغلي ایده وویل، چې د راروانو انتخاباتو په وړاندې د ده اساسي اندیښنه امنیت دی خو ډاډ يې څرګند کړ، چې د انتخاباتو د خپلواک کمسیون او د امنیتي ادارو لخوا جوړېدونکی امنیتي پلان به په انتخاباتو کې د خلکو د پراخه ګډون لپاره امکانات برابر کړي.

هغه وویل، چې دا پلان اوس په وروستي پړاو کې دی او په راتلونکو دریو څلورو ورځو کې به بشپړ شي.

کا ایده، چې د انتخاباتو د لوجسټکي عملیاتو د کتلو لپاره دغه کمسیون ته ورغلی و ویې ویل، چې د کمسیون لوجسټکي چارې په فوقالعاده ډول پر مخ روان دي.

له بل لوري د انتخاباتو د خپلواک کمسیون د لوجسټک رییس مشتاق احمد بلال خبریالانو ته وویل، چې دوی د اکمالاتو په برخه کې له کومې خاصې ستونزې سره نه دي مخ او ټاکل شوې ده، چې د اګست د میاشتې تر لسمې نیټې پورې دوی ولایتونو ته خپل لوجسټکي اکمالات بشپړ کړي.

ښاغلي مشتاق وویل ، چې دوی هڅه کوي په ټول هېواد کې د رای اچونې د مرکزونو اکمالات له انتخاباتو نه درې ورځې مخکې بشپړې کړي.

که څه هم د انتخاباتو خپلواک کمسیون وايي، چې د راروانو انتخاباتو د تیاریو لپاره پخپلو روانو هڅو کې له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي خو کتونکي په دې باور دي، چې امنیتي ستونزې ممکن د تیاریو روان بهیر اغیزمن کړي.

ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو راروان انتخابات د زمري د میاشتې په نهه ویشتمه نیټه ترسره شي.
XS
SM
MD
LG