د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۶

افغانستان بانک : بانكي نظام دوه برابره پراخ شوی


د افغانستان بانك مسوولين وايي چې په دې وروستیو کې په دې هېواد كې بانكي معاملې او راكړه وركړه تر پخوا ډېره ښه شوې ده.

د افغانستان بانك مسوولين وايي افغانستان د بانكدارۍ په برخه كې په تېرو دوو كلونو كې د پام وړ لاسته راوړنې لري، چې په دې هېواد كې بانكي معاملې او راكړه وركړه تر پخوا ډېره ښه شوې ده.

د افغانستان بانك مشر عبدالقدير فطرت د پنجشنبې په ورځ په كابل كې خبريالانوته وويل، اوس مهال د ټول بانكي نظام ټوله شتمني اووه مليارده ډالرو ته رسېږي:

”په ۱۳۸۷ل كال كې د افغانستان بانكي نظام ۷۷ فيصده وده وكړه، په تېر يونيم كال كې د افغانستان بانكي نظام دوه برابره پراخ شوى دى، د تېر ميلادي كال د جنورۍ مياشتې د احصايې له مخې د بانكي نظام ټوله شتمني يو مليارده او څلورسوه مليونه ډالره وه. خو د دوو مياشتو مخكې احصايه ښيي چې دغه شتمني درې مليارده دوه سوه مليونه ډالرو ته زياته شوې ده.
د دې تر څنګ د افغانستان بانك شتمني درې مليارده او شپږسوه مليونه ډالروته رسېږي، چې دا ټولې شتمنۍ نژدې اووه مليارده ډالره كېږي.“
د افغانستان بانك ريس وايي د افغانستان دولتي او خصوصي بانكونه اوس په نړيوال معيار خلكو ته مالي خدمات وړاندې كوي، چې په دغو خدماتو كې د پورونو اجرا، د پيسو لېږد، د سپما او جاري حسابونه شامل دي.

ښاغلي فطرت زياته كړه ټاكل شوې ده د روان ميلادي كال په سپټمبر كې نوي افغاني بانك نوټونه بازار ته وايستل شي چې زړې پيسې به له منځه وړل كېږي:

”كله چې دغه بانك نوټونه راورسېږي، موږ كوښښ كوو زړې پيسې راټولې كړو، چې دغه راټولو نه اوس هم پېل شوې ده، زياتې زړې پېسې په شپږو زونونو او مركز كې راټولې شوې دي، كوښښ كوو زړې پيسې وسوځوو او پر ځاى يې نوې پيسې دود كړو. چې تر اوسنيو پيسو يې كيفيت ښه دى.“

اوس مهال په افغانستان كې پنځلس خصوصي او دوه دولتي بانكونه فعاليت لري چې په مركز او ولايتونو كې د دغو بانكونو تر درې سوه زياتې نمايندګۍ خلكو ته مالي خدمات وړاندې كوي.

د افغانستان بانك مسوولين وايي اټكل كېږي سږ كال په افغانستان كې اقتصادي وده په سلو كې پنځلس زياته وي، چې دا د پام وړ پرمختګ دى.

دا لومړى ځل دى چې په افغانستان كې دومره ډېر بانكونه فعاليت كوي، تر دې مخكې زياته مالي راكړه وركړه په پخوانېو او دوديزو بڼو ترسره كېده.
XS
SM
MD
LG