د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

افغانستان او ګاونډیان يې د نشه يې موادو د قاچاق پر ضد په ګډو هڅوسلا شول


د نشه يي موادو او جنایتو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادرې د سېمې د هېوادونو د استازو په ګډون په کابل کې یوه غونډه جوړه کړې وه .

په دې غونډه کې د افغانستان د ګاونډيوهېوادونو استازو تياری وښود چې په خپلو پولوكې به د مخدرو موادو د قاچاق كوونكو فعاليتونه شنډ كړي.

د افغانستان د كورنېو چارو وزارت د مخدرو موادو سره د مبارزې مرستيال وايې چې په دې دري ورځنۍ غونډه كې د ټولو ګډون كوونكوهېوادونو استازي په دې سلا شول چې دې هېواد ته به د هغو كيمياوي موادو د مخنيوي لپاره خپلې هلې ځلې زياتې كړي چې د مخدرو موادو په توليد كې كارول كيږي.

جنرال داود داود د چهارشنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل چې په دې غونډه كې د افغانستان د ګاونډيوهېوادونو استازو تيارى وښود چې په خپلو پولوكې به د مخدرو موادو د قاچاق كوونكو فعاليتونه شنډ او په دې برخه كې به له يوبل سره همغږي اوهمكاري لا زياته كړي:

"مونږ د اطلاعاتي او استخباراتي معلوماتو د تبادلې، له ګاونډيواو د سيمې له هېوادونو سره د نژدې اړيكو د پياوړي كولو، دغه راز د هغو شبكو د نيولو په اړه بحث وكړ چې د كيمياوي موادو په قاچاق كې لاس لري.
د ګډوعملياتو د ترسره كولو او د مخدرو موادو د قاچاق كوونكو د فعاليتونو د شنډولو لپاره مو د تجربو د شريكولو په اړه هم خبرې وكړي."

د مخدرو موادو او جرمونو په وړاندې د ملګرو ملتونو د ادارې يا يو، ان،ډي، سي له خوا په كابل كې په دې درې ورځنۍ غونډه كې د افغانستان ، چين ، جرمني ، فرانسې ، ايران، قزاقستان، قرغزستان، تاجكستان، تركمنستان، بريتانيې اوسيمه یيزو نړيوالو
سازمانونو څه باندې څلويښتو تنواستازو برخه اخيستې وه.

د مخدرو موادو او جرمونو په وړاندې د ملګرو ملتونو د ادارې د قانون د تقويې سلاكار مارك كالهون وويل چې دوي هڅه كوي تر څو د دې ډول غونډو په جوړولو سره د مخدرو موادو د قاچاق كوونكو فعاليتونه شنډ كړي:

"په خاص ډول هغه څه چې مونږ يې ددې غونډې له ګډون والو څخه تمه لرو دادي چې د قاچاق كوونكو او د هغوى د ملاتړ كوونكو د پيژندنې لپاره خپلې هڅې منظمې كړې او ددې ډلو په وړاندې لازم اقدام وكړي."

كه څه هم افغان چارواكي وايې چې په افغانستان كې يې د مخدرو موادو د كر، توليد او قاچاق د مخنيوي لپاره هلې ځلې زياتي كړي خو لا هم راپورونه وايې چې دا هېواد د نړۍ په سطحه د مخدرو موادو د توليد په برخه كې لومړى مقام لري.

خو د افغانستان د كورنېوچارو وزارت د مخدرو موادو په وړاندې د مبارزې مرستيال جنرال داود ټينګاركوي چې بايد د سيمې او نړۍ په سطحه بايد د هغو كيمياوي موادو د مخنيوي په برخه كې هلې زياتي شي چې د مخدرو موادو په توليد كې كارول كيږي.

د ښاغلي داود په باور دغه كيمياوي مواد د نړيوالې مافيا له خوا د اروپا له بازارونو څخه لومړى د افغانستان ګاونډيو هېوادونو او بيا افغانستان ته قاچاق كيږي.
XS
SM
MD
LG