د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۵۸

فاروقي: خوست او باميانو كې نوي هوايي ډګرونه جوړيږي


حمیدالله فاروقي وايي سږ کال پلان لري چې د حاجیانو د انتقال مسولیت ېوازې د اریانا افغان هوايي شرکت پر غاړه واخلي
حمیدالله فاروقي وايي سږ کال پلان لري چې د حاجیانو د انتقال مسولیت ېوازې د اریانا افغان هوايي شرکت پر غاړه واخلي

د ټرانسپورټ اوهوايي چلند وزارت وايي چې د هوايي ډګرونو جوړول او بیارغونې او د ځمکني ټرانسپورټ د شتو ستونزو هوارول د دوی په لومړیتوبونو کې دي.

د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر حمید الله فاروقي د یکشنبې په ورځ د دې وزارت لاسته راوړنو ته په اشارې وویل، په نږدې راتلونکو کې به د خوست او بامیانو د هوايي ډګرونو کار پیل او دا پروسه به په نورو ولایتونو کې هم پلي شي.

"د څه مودې راپه دې خوا باميان ولايت كې په يو هوايي ډګر كار كوو او د همدې ولايت د شهيدانو په سيمه كې مو يو مناسب ځاى ورته غوره كړى.په دې هوايي ډګر ۱۵ مليونه ډالره لښګت راځي چې جاپان يې د پيسو ژمنه ګړې ده، هيله من يو چې د روان كال په موده كې يې ساختماني كارونه پيل كړو.په خوست ولايت كې هم د يو هوايي ډګر جوړولو اړتيا شته، ځكه له اوسني هوايي ډګر نه نړيوال ځواكونه كار اخلي او ډېر ژر به په دې پروژه هم كار پيل كړو."

ښاغلي فاروقي د کابل د هوايي ډګر د ترمینل د جوړولو یادونه وکړه چې د جاپان او نړیوال بانک په مالي مرسته جوړشوی دی.

د ټرانسپورټ وزیر دا هم څرګنده کړه چې د ځمکني ټرانسپورټ به برخه کې د دوی هڅې روانې دي ترڅو ټولو ستونزو ته د حل لاره ومومي.

ده د حاجیانو د لېږدېدولو په برخه کې هم د ټرانسپورټ د وزارت د تیاریو یادونه وکړه او ويې ویل چې سږکال به د څلورو هوايي ډګرونو له لارې حاجیان سعودي عربستان ته ولیږدول شي.

"كوښښ مو كړى چې د يو ښه ميكانيزم له مخې په روان كال كې حاجيانو ته د هوايي ټرانسپورټ اسانتياوې برابرې كړو، چې له نيكه مرغه په اړه يې ګامونه پورته شوي دي.
څلور نړيوال هوايي ډګرونه، كابل، كندهار، هرات او مزار شريف به د محترمو حاجيانو په خدمت كې وي، د دغو هوايي ډګرونو تخنيكي كارونه به ډېر ژر بشپړ شي او سږ كال به د حاجيانو د اصولي او معياري خدمتونو شاهدان يو."

د ټرانسپورټ د وزارت د چارواکو په وینا سږکال حکومت غواړي چې د حاجیانو د لیږدولو پروسه یوازې د اریانا هوايي شرکت په غاړه واخلی.

د ټرانسپورټ وزیر د دې وزارت د لاسته راوړنو او د هوايي ډګرونو د جوړول او بیا رغونې خبرې په داسې حال کې کوي چې د خصوصي هوايي شرکتونو د فعالیت نه خلک شکایت لري.

د دې ترڅنګ دوی وايي چې په هوايي ډګرونو کې خلکو ته اسانتیاوې نه دي برابرې شوي او مسافرین له ډېرو ستونزو سره مخامخ کیږی.

خو د ټرانسپورټ اوهوايي چلند چارواکي بیا وايي چې د شتو ستونزو د هوارولو په برخه کې د دوی هڅې روانې دي او لاپسې ګړندۍ شوې دي.

راپور لیکونکې فهیمه هوسا.
XS
SM
MD
LG