په كابل كې د څارنې او انسجام بورډ دولسمې غونډې کې د دېرشو مرستندويو ادارو او نړيوالو سازمانونو استازو ګډون درلود.
په غونډه كې پرېكړه وشوه چې تر راتلونكي يوه كاله پورې به افغانستان ته شا و خوا ۷۰۰ تخنيكي مشاورين ولېږل شي، چې د كرنې، بنسټونو جوړونې، حكومتدارۍ او اقتصادي ودې په برخه كې به كار كوي.
د افغانستان د ماليې وزير چې تر دې غونډې وروسته يې خبريالانو ته په دې اړه معلومات وركول وويل، په لومړي ګام كې پرېكړه شوې ۵۵ مشاورين وګمارل شي چې په راروانو دوو مياشتو كې به په كليدي ادارو كې خپل كار پيلوي.
ښاغلي زاخېلوال وويل:
”ترجېح به افغانانو ته كوو، هغه په افغانستان يا نورو هېوادونو كې دي، ښه تجربه، مهارت او زده كړه ولري. هغه معاش چې يوه بهرني ته وركول كېږي، ولې يې ده ته ورنه كړو؟ په دويم ګام كې مو ترجېح د سيمې د هېوادونو مشاورين دي، له نېكه مرغه په دې برخه كې ډونران هم راسره موافق دي، هم د كيفيت، تاثير او موثريت له لحاظه مهم دي، هم له سياسي لحاظه دا خلك موږ ته مهم دي“
د ماليې وزير وويل له دې پروګرام سره امريكا ۳۰ مليونه او كاناډا پينځه لكه ډالره مرسته كړې، دغه راز جاپان، جرمني، ډنمارك، اروپايي ټولنې او انګلستان هم د مالي مرستو ژمنه كړې ده.
د ماليې وزير وويل دغه سلاكاران به د افغان دولت له غوښتنې او مقرراتو سره سم په سكټوري وزارتونو او ادارو كې د ظرفيتونو په لوړولو او د بنسټونو په تقويې كې تخنيكي مرسته كوي، په تېرو اوو كلونو كې پر مشاورينو نژدې دوه مليارده ډالره مصارف شوي، خو هغه وويل په تېرو كلونو كې مناسبه هماهنګي نه وه موجوده او له دې دركه افغان حكومت ته ګټه هم نه ده وررسېدلې.
د څارنې او انسجام بورډ په دې غونډه كې دغه راز د عوايدو راټولونې د عمل له پلان سره هم مرستندويانو د مرستې ژمنه وكړه، چې دغه فعاليتونه به زياتره د ماليې وزارت له خوا اداره كېږي.
د افغانستان د ماليې وزير وويل، وزارت يې زياتې لاسته راوړنې لري چې د تېر كال په نسبت يې عوايد هره مياشت په سلو كې ۷۰ زيات وو او په تېرو څلورو مياشتو كې يې د اداري فساد د مخنيوي په هدف ۴۰ كسان د ماليې وزارت له بېلابېلو كليدي ادارو څخه ليرې كړي او نوي كسان يې ګمارلي دي.