په كابل كې د يوناما د دفتر وياندې نيلاب مبارز د چهارشنبې په ورځ د" خاموشي تاوتريخوالى دي" تر نامه لاندې ترتيب شوي راپور خبريالانو ته واوراوه.
دې وويل ، په هيواد كې تاوتريخوالی او زورزياتی ددې سبب شوى چې ښځې په سياسي او فرهنګي چارو كې لږه برخه واخلي :
"د سياسي او مدني حقونو له نظره ښځې له ګواښونو سره مخ دي، د نويو بدلونو په لومړيو كې دا ګواښونه كم شوي وو،خو په وروستيو كلونو كې بيرته زيات شول ، بله د جنسي تيري مسله ده چې ښځې ورسره مخ دي ، همدرانګه ښځى په كور او له كور څخه بهرهم له زور زياتي څخه خوندي نه دي."
په رپورټ كې دا هم ذكرشوي چې ، ددې هېواد عدلي اوقضايي ادارى او پوليس هم نه دي توانيدلي چې د ښځو په وړاندې د روان زور زياتي ستونزې په سمه توګه له مينځه يوسي،د همدې له امله دوې پر دغو ادارو بې باوره شوي اوهڅه كوي چې د دوى د ستونزو د حل لپاره د نورو ارګانونو دروازې وټكوي.
د افغانستان د بشر د حقونود خپلواك كميسيون مشره سيما ثمر وايي چې ، د قانون نه پلي كيدل، له تبعيضه ډك چلند ، ناوړه دودونه ، اقتصادي كمزوري اومجرمينو ته جزا نه وركول ، دا ټول هغه څه دي چې د ښځو په وړاندې يې زور زياتي ته زمينه برابره كړې ده.
نوموړې له دولت څخه وغوښتل چې د قوانينو پلي كيدو لپاره هلې ځلې جدي او چټکې کړي څو ددې هېواد ښځې په ډاډه زړه په سياسي او فرهنګي فعاليتونو كې برخه واخلي:
"كه سياسي مسلو كې د ښځو برخه نه اوسي، دوى نه شي كولاى د قدرت خاوندانې شي او يادې د ښځو د ستونزو د حل لپاره قوانين جوړكړي ، ددي يوه مسله انتخابات دي چې ښځې په كې بايد برخه واخلي اوهغه چاته رايه وركړي چې باورپرې ولري ، ډيموكراسي د نورو لپاره ونه غواړي بلكې ډيموكراسي او د ښځوحق په خپل كوركې وغواړي."
د افغانستان د بشرد حقونو خپلواك كميسيون وايي ، د روان كال له پيل څخه تراوسه دوى د ښځو په وړاندې د زورزياتي څه كم ۱۲۰۰ قضيې ثبت كړي دي چې جنسي تيري، كورني تاوتريخوالي او وهل ټكول په كي هم شامل دي.
سربيره پردې ددې هيواد ښځې په راتلونكو انتخاباتوكې د جمهوري رياست پركانديدانو هم نيوكه كوي او وايي،چي د دوى په پلانونو كې هم د ښځو ژوند ته ډيره لږه پاملرنه شوې ده.
د يوناما له خوا د خپاره شوي راپور په هكله د افغان دولت مربوطو ارګانونو تر اوسه څه نه دي ويلـي .

د بشري حقونو خپلواک کمیسون وايي د ښځو په وړاندې د زور زیاتي سلګونه پېښې يې په روان کال کې ثبت کړي دي .