د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۵۳

اوباما په روسیه کې د حکومت له مخالفو مشرانو سره ګوري


ولسمشر اوباما د ولسمشر میډویډېف سره روغبړ کوي
ولسمشر اوباما د ولسمشر میډویډېف سره روغبړ کوي

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما روسیې ته د سفر پر مهال ددې هیواد له جمهور رییس ډیمټري میدوډیف او صدراعظم ویلادمېر پوتین سره وکتل .

د روسیې له مشرانو سره په کتنې کې جمهور رییس اوباما نه ېوازي دا چې د واشنګټن او مسکو تر منځ اړیکې ښه کړل بلکې د روسیې په کورني سیاست کې یې هم ځان دخیل کړ.

نوموړي د میدوډیف ستاینه وکړه او مخکې یې پر پوتین انتقاد کړی و.
د پخواني شوروي اتحاد مشر میخایل ګورباچوب په مسکو کې د اوباما وینا ته غوږ دی.


خو جمهور رییس اوباما په عین حال کي د روسیې له مخالفو سیاسو ډلو سره هم ګوري.

ټاکل شوې چې د امریکا جمهور رییس بارک اوباما د روسیې د پیوستون د یوې ډلې د بنسټ ایښودونکي بوریس نیمتسوف په شمول ددې هیواد له مخالفو سیاسي مشرانو سره هم وګوري.

بوریس نیمتسوف، ازادۍ راډیو سره په مرکې کې وویل له جمهور رییس اوباما سره په کتنې چې د روسیې د لیبرال یابلوکو ګوند مشرسرګیي میتروخین او د کمونسټ ګوند مشر ګینادي زویګیانوف به هم په کې وي، کوم ستر توپان ممکن رامنځ ته نه شي. خو په سمبولیک ډول دا غونډه ډیره مهمه ده. دی وایي :

((دا ډیره مهمه ده چې نړۍ اوس پوهیږي، روسیه یوازې د پوتین نه ده او د ده په ادارې فساد کې ښکیل د سرمایه دارۍ نظام نه دی. دلته خلک او سیاسي ځواکونه شته چې د پوتین له کړنو سره موافق نه دي. دلته داسې خلک هم شته چې په دې پوه دي چې د پوتین لاره کوم ځاي ته نه ځي او بله چاره هم لري. دا چاره په یوې ازادې او ډيموکراټیکې روسیې کي ده. ))
نیمتسوف وایي د روسیې له مخالفومشرانو سره د جمهور رییس بارک اوباما له کتنې څخه داسې قوي علامې تر سترګو کیږي چي سپینه ماڼۍ لاهم په روسیې کي د بشري حقونو او ډيموکراسۍ ملاتړ کوي .

نیمتسوف وايي دا د امریکا د پخواني جمهور رییس رونالد ریګن په پل قدم دی.
بارک اوباما د روسيي له صدراعظم او پخواني ولسمشر ویلادیمر پوتین سره روغبړ کوي.


ریګن په ۱۹۸۸ میلادي کال کې په سپینې ماڼۍ کې د روسیې د نوبل جایزې وړونکي ساینس پوه او مخالف مشراندري سخروف سره کتلي و.

دا داسي وخت و چي امریکا د روسیې له جمهور رییس میخایل ګورباچوف سره هم ډیر نږدې اړیکې ټینګ کړي وو.

کله چي جمهور رییس بارک اوباما له واشنګټن څخه د مسکو په لور روانیده نو د امریکا د ملي امنیت شورا کې د روسیې او اسیایي چارو مشر مایکل مکفال وویل جمهور رییس اوباما غواړي د روسیې له خلکو او دغه راز له کریملن سره مسقیم ارتباط ټینګ کړي.

ځیني څیړونکي د خبرداری په توګه وایي چې د روسیې له مخالفو ډلو سره د امریکا د جمهور رییس کتنه ممکن د ګټې په ځای تاوان ولري. او داځکه په روسیې کې د امریکا ضد احساسات قوي دي او له مخالفینو سره د امریکا د مشر په کتنې سره به په دې ډلو د امریکا پلویو ډلو ټاپې ووهلې شي.

خو له نورو خبرو سره سره، جمهور رییس بارک اوباما د سې شنبه په ورځ په مسکو کې د نیو ایکونامیک سکول په تالار کي وینا وکړه او یو ځل بیا یې د روسیې له خلکو سره د اړیکو ټینګولو پخلی وکړ:
بارک اوباما د مسکو په کرملین کې له خپلې میرمنې او لوڼو سره


امریکا یوه قوي، سوله اېزه او سوکاله روسیه غواړي. ددي نظر ریښې د روسیې خلکو ته زمونږ په درناوي او د دواړو هیوادونو په ګډ تاریخ کې چي له سیالیو اخوا دی، نغښتي دي.
جمهور رییس اوباما د جولای په دویمې نیټې له اسوشیتد پريس اژانس سره مرکې کې په ولاديمیر پوتین انتقاد کړی و او ویلي یې و چې پوتین د جمهوري ریاست په جریان کې له امریکا سره د ساړه جنګ کړنلاره غوره کړې وه او یوه پښه یې د زاړه سیاست په لارکې ساتلې وه.

جمهور ریيس اوباما د سې شنبې په ورځ له پوتین سره د کتنې پر مهال خپله لهجه بدله کړه او د نوموړي د کار ستاینه یي وکړه. ده وویل:

((زه په دې خبر یم چی تاسو د روسیې د جمهور رییس او دغه راز د صدراعظم په توګه د روسیې خلکو ته فوق العاده کارونه کړي دي. ))

ځینې سیاسي کتونکي دا هم وایي چي پوتېن په روسیې کي زیات قدرت لري او کولای شي له امریکا سره د جمهور رییس میډوډیف هر ډول تړون په اسانۍ سره خراب کړي.
XS
SM
MD
LG