د سميلاټور په نوم دغه دستګاه د امريكا لخوا د څلوراعشارېه پنځه مليونه ډالرو په مالي لګښت فعاله شوې او نصبوونكي يې وايي چې له دې سره به دافغانستان دهوايي ځواك ډپيلوماتان په خاص ډول د مخدرو موادو په وړاندې د مبارزې هوايي ځواك وكولاى شي د شپې او ورځې اود هوا په هر ډول حالاتو كې پروازونه ترسره كړي.
د كورنېوچارو وزارت د مخدرو موادو په وړاندې د مبارزې مرستيال جنرال دا ود داود د دوشنبې په ورځ ددې دستګاه د پرانستلو په مهال خبريالانو ته وويل چې له دې دستګاه سره به دوى د مخدروموادو په وړاندې مبارزه كې ښې لاس ته راوړنې ولري:
"دا دستګاه د افغانستان د پيلوټانو په مسلكي پوهه كې په خاص ډول په ام اولس ډوله الوتكو كې ډيره مهمه ده، په لومړي سركې به د مخدرو موادو په وړاندې د مبارزې د هوايي ځواك پيلوټان پكې وروزل شي،په دې دستګاه كې به په خرابه اوطوفاني هوا كې د پرواز تكتيكونه پيلوټان زده كړې اودا زمونږ په عملياتوكې ډيرمهم رول لري."
ده څرګنده كړه چې د سميلاټور په نوم د افغان پيلوټانود روزنې دغه دستګاه د سيمې په يوشميرهيوادونوكې څارى نلري.
د افغان پوليسود روزنې امريكا يي مسوولې مك ډونالډ وويل چې دا دستګاه ډيره پرمختللې ده اوپيلوټان به وكولاى شي په دې دستګاه كې له روزنې وروسته خپل عمليات په منظم ډول ترسره كړي:
" دا سميلاټورپه افغانستان كې د مخدرو موادو په وړاندې د مبارزې په برخه كې د يووالي نښه ده،په عين حال كې دا سميلاټور د دفاع او كورنيوچارو د وزارتونو ترمنځ د همكاريو د زياتوالي ښكارندويي كوي،مونږ هم د مخدرو موادو په وړاندې د مبارزې په برخه كې د همكار يو د زياتيدو شاهدان يو."
د كورنېوچارو وزارت وايي چې د مخدرو موادو په وړاندې د مبارزې هوايي كنډك دا مهال اته ام اولس ډوله هيلې كاپټر لري خو په نژدې راتلونكې كې به ددې وزارت د هوايي كنډك په چوكاټ كې اوه ويشت نورهيلې كاپټر او درې ترانسپورټې الوتكې زياتي شي.
دا په داسې حال كې ده چې د كورنيو چارو وزارت وايي چې په افغانستان كې يې د مخدرو موادو د كر،توليد او قاچاق په وړاندې مبارزه چټكه كړې اوهڅه كيږي چې په دې برخه كې ددې وزارت هوايي ځواك هم تقويه او دا مبارزه لاجدي اوګړندۍ شي.