په راپور کې له سیمه ایزو خلکو سره په عملیاتو کې د ښکېلو نړیوالو ځواکونو د لیدنو کتنو، او د بې اعتمادۍ د هغې فضا یادونه شوې چې د دې سیمو اوسېدونکي يې د بهرنیو سرتېرو په برخه کې لري.
د رويټر په راپور کې چې د سرخدوز په نوم کلي څخه برابر شوی د سیمې له اوسېدونکو سره د امریکا د پلیو سمندري ځواکونو د کتنې یادونه شوې ده. د کلي د ملا پیغام ډېر روښانه و، او هغه دا چې که امریکايي سرتېري د سیمې د خلکو اعتماد ترلاسه نکړئ، نو له دوی سره لومړۍ جرګه به وروستۍ وي.
ملا له دې خبرې وروسته ناڅاپه پاڅېد او له پلیو سمندري ځواکونو سره له لومړنۍ جرګې څخه ووت.
امریکايي ځواکونه چې تېره اونۍ د هلمند ولایت دې سیمې ته چې پخوا د طالبانو مهم مرکز پکې و، ننوتل وايي دوی به ترهغه وخته هلته پاتې شي، چې د سیمې د خلکو ژوند يې نه وي ښه کړی.
ځايي خلک د ناټو ځواکونو ته د داسې خلکو په سترګه ګوري چې راځي، جګړه کوي او د پرمختګ لپاره په ژمنو کې پاتې راځي.
د امریکا پلیو سمندري ځواکونو د پنجشنبې په ورځ د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د خنجر په نامه عملیات پیل کړل چې له افغانستانه د پخواني شوروي قواوو له وتلو وروسته ترټولو لوی پوځي عملیات ګڼل کېږي. امريکايي پوځي قوماندانان وايي ددوی د عملیاتو هدف دا دی چې د هلمند د سیند کوزې خواته پرتې سیمې په منډه ونیسي. په دې سیمو کې طالبانو له څو کلونو را په دې خوا د برتانوي ځواکونو د پرمختګ په وړاندې سخت مقاومت کاوه.
د امریکا پیاده سمندري ځواکونو درې ورځې وروسته له دې چې په پوځی هیلیکوپټرونو کې سیمې ته ورسېدل، د یکشنبې په ورځ د سرخدوز نومي کلي له مشرانو سره لومړنۍ جرګه وکړه.
هېچا دوی خپلو کورونو ته ونه بلل، او جرګه هم په لاره کې، د يوې خټينې کلا د ديواله سیوري ته جوړه شوه.
د پليوسمندري ځواکونو قوماندان تورن جونوي سون ژمنه وکړه چې د ده سرتېري به له دې کلي هسې تېر نشي. ده وویل دا کلی ډېر ښایسته او آرام دی او باید هڅه وکړو چې همداسې ښکلی يې وساتو. تورن سون د سرخدوز خلکو ته وویل زه پوهېږم چې په دې کلي کې طالبان شته، دوی کلي ته راځي او تاسو او ستاسو ماشومانو ته ګواښ کوي، او په همدې خاطر زه دلته راغلی یم چې تاسو ته ووایم چې موږ غواړو دلته پاتې شو.
د رويټر راپور زیاتوي:
د کلي مشرانو د امریکايي قوماندان خبرو ته په داسې حال کې غوږ نیولی و چې د تسبيح دانې يې اړولې. له دې وروسته د کلي ملا، زین الدین د خلکو د غوښتنو فهرست وړاندې کړ او ويې ویل چې سیمه ایز چارواکي باید د دوی فصلونو ته ډېرې اوبه ورپرېږدي. دوی د يو کلینیک او یو ښوونځی د جوړېدو غوښتنه هم وکړه. ملا وویل که زموږ غوښتنې نشئ منلای، نو له دې ځایه ولاړ شئ.
ملازین الدین وویل زه پرتاسو باور نلرم. دې کلي ته تل نړیوال ځواکونه راغلي او موږ ته يې د ښوونځيو او کلینیکونو د جوړولو ژمنې کړي.
زه هغه وخت پر تاسو باور کولای شم چې دا شیان راته جوړ کړئ. ده زیاته کړه: زموږ حوصله نوره نو ختمه ده. که تاسو دا شیان راته برابر نکړئ او زموږ ستونزې حل نکړئ، نو موږ به دا کلی پرېږدو، زموږ هر نارینه، ښځه او ماشوم به جګړه درسره وکړي، موږ له مرګه نه وېرېږو.
ملازین الدن خبرداری ورکړ چې که د کلیوالو غوښتنې ونه منل شي، نو دوی به بیا جرګې ته کېنني. له دې وروسته دی پاڅېد او له جرګې ووت.
د رويټر په راپور کې وړاندې راغلي دي، په دې شېبه کې د عمومي سړک له لوري د یو امریکايي عسکر د درېږ آواز راغی. ده خپله وسله یوه موټرسایکل والا ته نېولې وه چې ورسره دوه مېرمنې په برقو کې ناستې وې.
امریکايي عسکر ترجمان راوغوښت او يو پولیس د موټرسایکل والا تلاشي واخیسته او موټرسایکل والا په خپله مخه ولاړ.
د سرخدوز قومي مشرانو اوامریکايي سرتېرو دا ټوله هیجاني صحنه ولیده او له دې وروسته قومي مشر حاجي بلوچ وویل تاسو فکر کوئ چې دلته زموږ د امنیت لپاره راغلي يئ خو تاسو زموږ ژوند ناآرامه کړی. ده وویل موټرسایکل له دوو مېرمنو سره کلینیک ته روان و.
تورن سون وویل دی به خپلو سرتېرو ته امر وکړي چې وروسته له دې هغه موټرسایکلونه ونه دروي چې ښځې ورسره وي.
ده ومنله چې د ده سرتېري په سیمه کې نوي دي خو هڅه کوي چې ځان له خلکو سره بلد کړي. ده زیاته کړه چې له خلکو سره تر بلدتیا وروسته به دوی ډېر ښه شي.
په پای کې د سرخدوز مشرانو او امریکايي عسکرو موافقه وکړه چې بیا هم جرګه سره وکړي. امريکايي قوماندان ژمنه وکړه چې بل ځل به د کرنې د وزارت چارواکي هم له ځانه سره راولي څو کلي ته د زیاتو اوبو د برابرولو په اړه خبرې ورسره وکړي.
له روانېدو مخکې امريکايي عسکرو او د جرګې ګډونوالو یوبل ته لاسونه ورکړل او خدای پاماني يې وکړه. امریکايي عسکر د خپلو مرکزونو خواته ولاړل او د سرخدوز قومي مشران همالته پاتې شول او په چوپتیا سره يې د دوی د تګ ننداره کوله.