د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۴

پکتیا کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې شپاړس تنه کارکونکي نادرکه شول


دپكتيا مركز ګردېز اړوند د وچ ښاخ په سيمه كې په رڼا ورځ د MDC ماين پاكۍ موسسې ۱۶ تنه كاركوونكي او ورسره دوه بم پلټونكي سپي نامالومو وسله والو كسانو تښتولي. په دې اړه له سېمې د ازادۍ راډیو خبریال دا راپور را استولی:

پېښه تېره ورځ غرمه د ګردېز- كابل لويې لارې ته څېرمه هغه مهال رامنځ ته شوه كله چې د ماين پاكۍ دغه كاركوونكي له ډوډۍ خوړلو وروسته بېرته د كار سيمې ته پر لاره وو.

په جنوب ختيځ زون كې د ماين پاكۍ ادارې (UNMCA) مشر انجينر شېراغا احمدزى وايي چې وسلوالو كسانو له ماين پاكانو سره يو ځاى د دوى كاماز ډوله موټر او كاري وسايل هم په نامالوم لوري له ځانه سره وړي.

انجينر احمدزي د چنګاښ په ۱۴ ازادۍ راډيو ته وويل چې په پېښه كې مافيا او وسله والې ډلې لاس لري او په خبره يې تېر كال هم درې ورته پېښې شوې وې

د پكتيا امنيې قوموندان مل پاسوال عزيز احمد وردك وايي چې پېښه هيڅ كوم سياسي رنګ نه لري.

عزيز احمد وردك ازادۍ راډيو سره په خبرو كې وويل چې د تښتول شويو كسانو د ځاى ځايګي د مالومولو په موخه يې پلټنې پېل كړې دي.

د يادولو ده چې تر اوس مهاله د يادې پېښې پړه كوم چا او ډلې پر غاړه نه ده اخيستې.
XS
SM
MD
LG