د افغانستان د چاپيريال ساتنې د ملي ادارې مسئولين وايي، له ككړتيا څخه د چاپيريال د خوندي ساتلو په مقصد غواړي چې د هېواد ديني عالمان د نړۍ د نورو اسلامي هېوادونو غوندې يوه فقه ترتيب كړي ترڅو خلك د دوې د ديني فريضې له مخې چاپيريال له ككړتيا وژغوري.
د افغانستان د چاپيريال ساتني د ملي ادارى مرستيال جاراله منصوري د شنبى په ورځ، په همدې مقصد د ديني عالمانو د غونډې په هكله وويل:
"موږ غواړو چې د چاپيريال ساتنى لپاره يوه فقه جوړه شي، نور اسلامي هېوادونه د چاپيريال ساتنى فقه لري، نن سني او شيعه ديني علما راغونډ شوي او د يوې فقه پر جوړولو بحث كوي، دا فقه به په راتلونكي كې خلكو او ښوونځيو ته وړاندې شي."
د افغانستان د عامې روغتيا د وزارت د معلوماتو له مخې، په هېواد كې د ككړې هوا، اوبو اوخوړو له امله هركال كابو درې زره تنه مري او په سلګونو ډول ډول خطرناكو ناروغيو اخته كيږي.
د افغانستان د چاپيريال ساتني د ملي ادارى لخوا د رابلل شويو ديني عالمانو په غونډه كې ديني عالم ايت اله شيخ اصف محسني پر موضوع د اسلام له نظره خبرى وكړې:
"دا يو ډېرښه كاردى، چې موږ د چاپيريال ساتنى په هكله د قران ايايتونه، احاديث او د علماء فتوې راټولې او يوه فقه ترى ترتيب كړو، ترڅو خلك د موضوع په اهميت وپوهيږي او خپل چاپيريال خوندي وساتي."
د دې ادارې مـسئولين وايي، د نفوسو ډېروالى، د ځنګلونو له مينځه تلل، د زړو موټرو او ماشينو زياتوالى او له چاپيريال سره د خلكو بې احتياطي د دې سبب شوى چي، د ولايتونو د مركزونو او نورو سيمو، هوا، اوبه او خواړه ككړ او ناروغي رامينځته كړي.
همدارنګه دهېواد دعامې روغتيا وزارت وايي، كه چېرې د دولت مربوط ارګانونه د دې ستونزې اواري ته جدي تدابير ونه نيسي، كيداي شي، خلكو ته لوى خطرونه پيښ كړي.