له پاکستاني مشرانو سره بد جنرال جیمز جونز خبرې تر ډېره ددې هېواد په قبایلي سېمو کې د سخت دریځو وسلوالو پر ضد د پاکستان د پوځ د روانو عملیاتو پر څرنګوالي متمرکزې دي .
جیمز جونز د چارشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ له عمومي قومندان جنرال اشفاق کیاني سره وکتل او د پنجشنبې په ورځ يې د پاکستان د صدراعظم ، کورنیو چارو له ویزر او نورو لوړ رتبه ملکي مشرانو سره هم د سېمې په اړه د بارک اوباما پر نوې ستراتېژۍ خبرې وکړې .
جونز د چارشنبې په ورځ له ګاونډي افغانستان څخه پاکستان ته ولاړ او نن نا وخته به له پاکستان څخه هندوستان ته ولاړ شي .
جونز په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي چې پاکستاني پوځ د وزیرستان په غرنیو سېمو کې د وسلوالو پر ضد عملیات پراخ کړي.
ګومان کېږي چې په وزیرستان کې به د پاکستان او افغان طالبانو د مشرانو سربېره د القاعده شبکې مهم غړي هم پټ وي .
پاکستاني پوځ په وزیرستان کې دا عملیات په سوات کې له پوځي عملیاتو څه موده وروسته پیل کړي چېرې چې لا هم ناکرارۍ دوام لري او له سوات څخه بې ځایه شوې کورنۍ لا هم بېرته خپلو سېمو ته ستنې شوې نه دي .
واشینګټن ددې دواړو عملیاتو ملاتړ کوي او په دې باور دی چې دا عملیات هم په پاکستان کې د ثبات د ټېنګېدو سره مرسته کوي او هم په افغانستان کې د طالبانو پر فعالیتونو اغېز کولای شي . ځکه داسې باور دی چې ګڼ شمیر افراطي جنګیالي له پاکستان څخه افغانستان ته اوړي او هلته پر افغان او بهرنیو ځواکونو بریدونه کوي .
رپوټونه وايي چې اوس ګڼ شمیر پاکستانیان هم د هغو کسانو پر ضد د پوځ د عملیاتو ملاتړ کوي څوک چې په دې هېواد کې د بمي چاودنو او د یوشمیر ملکي او مذهبي کسانو د وژلو مسول بلل کېږي .