د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۲۱

جنرال فیلډز: په افغانستان کي به د نړیوالې ټولنې هڅې مثبتې نتیجې ورکړي

جنرال ارنولډ فیلډز په کونړکې د بیا رغونې د یوې پروژې د لیدنې پر مهال
جنرال ارنولډ فیلډز په کونړکې د بیا رغونې د یوې پروژې د لیدنې پر مهال

ارنولډفیلډز د امریکا لخوا د افغانستان دبیا رغونې د چارو عمومي څارونکی یاناظردی. د افغانستان د بیارغوني د چارو د څارني اداره پروسږکال د امریکا د کانګرس لخوا له خوا جوړه شوه . له نوموړي سره د ازادۍ راډیو د ځانګړې مرکې جزیات دلته لوستلی شۍ

پوښتنه : دراپورنو پر اساس امریکا د ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې دافغانستان د بیارغونې د چارو لپاره ۳۳ میلیارده ډالره ژمنه کړې ده ، خو تر اوسه پورې نه ده څرګنده ، چي دغه پیسې څه شوې او څرنګه مصرف شوې؟ په دې اړه ستاسو ځواب څه دی؟

جنرال فیلډز :ستاسو خبره سمه ده ، امریکا د افغانستان د بیارغونې په چارو کې ښکلېل ده، او تقریباًد ۳۳میلیاردو ډالرو د مرستې ژمنه یې کړې ده .
ستاسي د پوښتني په ارتباط ، چي دغه پیسې څه شوې او څه ډول مصرف شوې، باید ووایم چې ، په دې برخه کې تر یوځایه حساب موجود دی، په دې کې د امریکا د دفاع ،وزارت د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا دنړیوالې پراختیا یي ادارې سره حساب شته.
په دې ترتیب ددغو مرستو د څارنې لپاره نور میکانیزونه هم وجود لري ، اما ذکر شوي ادارې د حکومت د حساب ورکوونکو ادارو سره یو ځای اصلي او مهم رول لري.

زموږ اداره پروسږکال د امریکا دکانګرس له خوا پرانستل شوه .
په مشخصه توګه زموږ د ادارې وظیفه په افغانستان کې د امریکا د مرستو د مصرفولو پر ځای نظارت کول دي.

پوښتنه : تراوسه مو د خپل ماموریت په دوران کې څه لاس ته راوړنې لرلې؟

جنرال فیلډز :مو ږ په افغانستان کې څو بیلا بیلي څیړنې کړي دي، او تر اوسه مو د امریکا کانګرس ته درې کتبي راپورونه لیږلي دي . په ځانګړې توګه مو د افغانستان د امنیتي ځواکونو، پر روزنې او تجهیزاتو تمرکز کړی دی.

پوښتنه : تاسې د څارنې په برخه کې له خپل رول څخه څومره مطمین يۍ؟او ايا کولای شئ چي له افغانستان سره د امریکا د میلیاردونو ډالرو د مرستو څارنه به په سمه توګه وکړئ؟

جنرال فیلډز : موږ یقیناً له افغانستان سره د امریکا د مرستو د نظارت کار چې دکانګرس له خوا راسپارل شوی ، په سمه توګه اجراکړو، اما باید ووایم چې زموږ هڅې ددې ماموریت يوه برخه تشکیلوي.

پوهیږم چي دا ګډې هڅې دي. دافغانستان د بیارغونې د نظارت عمومي دفتر يا اس ای جي ار په افغانستان کې د بیارغونې د چارو دنظارت رهبري کوي .

دا په دې معنا ده ، چې موږ باید د امریکا د فډارالي حکومت نورې ادارې هم وهڅوو چې په افغانستان کې د امریکا د مرستو د مصرف پر څرنګوالي څارنه وکړي .

زه فکر کوم ، د ګډو هڅو په نتیجه کې موږ کولای شو، چي په افغانستان کې د امریکا پر مرستو ښه نظارت وکړو ، اوداسي نتیجي لاس ته راوړو ، چې د امریکا کانګرس او د افغانستان خلک یې انتظار لري .


پوښتنه : تاسې پوهیږۍ چې د بیارغونې د کامیابۍ راز په ښه امنیت کي دی. په دې وروستیو کي په افغانستان کي امنیتي ستونزې ډیرې شوي دي ددې ستونزې د له منځه وړلو لپاره څه باید وشي ؟

جنرال فیلډز: حقیقت دادی چې امنیتي ستونزې په تیره بیا د بیارغونې په برخه کې له لویه سره مطرح وې. لکه څنګه چې تاسې هم خبریاست چې په تیرو کلونو کې امنیتي ستونزي پر زیاتیدو وې . خو موږ باور لرو چې د امریکا د جمهور رییس بارک اوباما نوې ستراتیژي له کبله به په دغه هیواد کې تاو تریخوالی کم شي، او د بیارغونې چارو ته به لاره هواره شي.

پوښتنه :
داسې ادعاوي کیږي ، دهغو مرستو زیاته برخه چې امریکا له افغانستان سره کړي دي ، د ملکي چارو پرځای په پوځي برخه کې مصرف شوي دي ، دغه ادعاوي تر کوم ځایه ریښتیا دي؟
اود افغانستان خلک څرنګه له دغوپیسو څخه چې د ( بیا رغونې لپاره افغانستان ته ورکول کیږي ګټه اخیستلی شي؟

جنرال فیلډز :
موږ دافغانستان د ملي انکشاف له ستراتیژۍ سره په هماهنګۍ کې د بیارغونې د چارو فعالیتونه مخ ته بیایو. دغه ستراتیژي د افغانستان د حکومت په استازیتوب طرح شوې ده، او درې برخې لري چې عبارت دي له ، امنیت ، حکومتداري او پراختیا څخه . دامریکا متحده ایالاتو په همدې دریو برخو او ددې په نورو فرعي برخوکي د ۳۳ میلیاردو ډالرو مالي مرستي ژمنه کړې ده .

باید ووایم، هو ، که په دقیقه توګه وګورو ، ریښتیا هم ددغو مرستو له نیمايي څخه ډیرې پیسې د ملي اردو او پولیسو پر پوځي روزنه او پوځي تجهیزاتو مصرف شوي دي.

خو زه فکرکوم چي دغه کار د امنیت له نظره ډیر اهمیت لري او په افغانانو کې د اعتماد فضا منځ ته راوړي.
زموږ وظیفه څارنه . دغه پیسې ، چي په هره برخه کې لګیږي ، که دامنیتي برخې وي ، که د حکومتدارۍ یاد پراختیا دبرخي ، داپیسې باید دامریکا د کانګرس د غوښتنې سره سمې ولګېږي، او د بیارغوني د څارنې عمومي دفتر د همدې اصل پر بنا جوړ شوی دی.

پوښتنه : جنرال فیلډز ! تاسي هم پوهیږئ چي اداري فساد یو له لویو ستونزو څخه ده چې په خپل وار د بیارغوني په چارو کې لوی خنډونه جوړوي.
موږ خبر یو تاسي درې ځله افغانستان ته سفر کړی دی ، دافغانستان ولسمشر حامد کرزي د اداري فساد د له منځه وړلو په برخه کي له تاسو څخه د مرستي غوښتنه کړې ده ، په مشخصه توګه تر اوسه مو ددغې مسلې د له منځه وړلو لپاره څو مره مرسته کړې ده ؟

جنرال فیلډز: یوځل بیا باید ووایم چي زموږ د فتر نظارت کوي . موږ په مشخصه توګه یوازې د هغو پیسو پر مصرف نظارت کوو ، چې کانګرس یې افغانستان ته ورکوي ، څو مطمین شو چې دغه پیسې بې ځایه نه دي مصرف شوي.

کله چي پوه شو په دې برخه کې کومه نیمګړتیا او خالیګاده ، په هغه صورت کې کانګرس او د حکومت فيډرالي ادارو ته احوال ورکوو، ښایي له هغوی سره ددې مسلې حل موجود وي .

داداري فساد په هکله باید ووایم ، چي زه په خپله هم ددې مسلې په اړه اندیښمن یم .

له ولسمشره سره مي دوی غونډي درلودې ، هغه په دواړو غونډو کې په همدې مسله له ماسره خبري وکړې. دافغانستان په حکومت کې په لوړه سطحه په څرګنده پر همدې موضوع بحث کیږي اوزه دلته په دې کار ډیر خوشاله یم.

داراز زه له دې کاره ډیر راضي یم چي ولسمشر کرزي د اداري فساد پر ضد د مبارزې لپاره یو مکاینزم وړاندې کړی دی.

ولسمشر کرزی ددې مسلې د حل لپاره له نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه زما څخه د مرستې غوښتنه کړې ده . موږ هڅه کوو چې ددې ستنوزي لپاره د حل یوه لاره ومومو.

پوښتنه : په ځانګړې توګه په افغانستان کي له کوم شي سره علاقه لرئ؟ اود افغانستان خلکو ته څه پیغام لرئ؟

جنرال فیلډز : تر ټولو لومړی زه د افغانستان له خلکو سره مینه لرم. له همدې کبله مي زما له دفتر سره د تماس نیوني ټولي نومرې تاسو ته درکړې . دغه طریقه افغانانو ته زمینه برابروي ، چې په خپله د اداري فساد ضد مبارزه کي برخه واخلي . له همدې لارې به د بیارغونې په برخه کې چې د دوی سخته اړتیا ده مرسته وکړي .

باید ووایم هرڅوک چې د افغانستان د بیارغونې په چارو کې فعالیت کوي ، غواړي چې افغانان او افغانستان مخ ته ولاړشي . ما افغانستان ته په خپلو درو سفرونو کې چې ډیر ژر به یوځل بیا هلته ولاړ شم ، داډول ډاډ ترلاسه کړ.

دافغانستان له عامو خلکو څخه نیولې تر ولسمشره پورې ، ټول همدا غواړي چې په دغه هیواد کې د بریښنا انرژي تامین شي . لارې او سړکونه جوړ شي . ښه روغتیایي سیسټم او اسانتیاوې رامنځ ته شي . ښه معارف ولري تر ټولو مهم چې په امن کي ژوند وکړي . موږ د دې لپاره چې افغانانو ته مو دغه څه برابر کړي وي په ګډه کار کوو، او باور لرو چې دهېلې به مو یوه ورځ پوره شي .

پوښتنه : تاسې دافغانستان دبیارغونې راتلونکې ته څومره خوشبینه یاست؟

جنرال فیلډز : لومړی باید په دې اړه خوش بینه اوسم ، نور کسان هم هڅوم چې د افغانستان بیارغونې ته خوشبینه واوسي.

زه د افغانستان په اړه د امریکا او نړیوالې ټولنې پر ګډو هڅو باور لرم . غواړم د افغانستان خلکو ته اطمينان ورکړم چې دغه هڅې به مثبتې نتیجې ولري.

هغه څه چې مخکې مې اشاره ورته وکړه ، ددې کار یوبرخه د نظارت د دفتر له خوا مخ ته وړل کیږي .

د نظارت د دفتر له عمده کارونو څخه یو هم شفافیت دی.

د شفافیت تر څنګه د نظارت د دفتر یو بل مهم کار د بیارغونې په چارو کې د خالیګاوو او ناسمو کارونو موندل ډیر مهم دي .

زموږ اداره کوچنۍ ده ، اما موږ د افغانانو د لويې ټولني یوه برخه یو. موږ د خپلې څارنې او نطارت په میکانیزم کې د ټلیفون اود ایمیل سیسټمونه لرو، چي د هغو په مرسته خپل کارونه پر مخ بیایو، دي سیسټم ته (هاټ لاین ) وايي .

له همدې لاري کیدای شي چې زموږ او زموږ د دفتر له نماینده ګیو سره تماس ونیول شي ، اودناسمو کارونو په برخه کې معلومات راکړل شي . غواړم د دغو معلوماتو یوه برخه له تاسو سره شریکه کړم . په لومړۍ مرحله کي موږ انټرنټی پاڼه لرو:

www.sigar.mil/fraud

اوس یوڅوک کولای شي پر دغه ادرس له موږ سره تماس ونیسي او موږ ته معلومات راکړي . موږ غواړو چي د درغلیو، دپیسود غلاوو ، د ناسمو کارونو او له زور څخه د کار اخیستلو په اړه اطلاعات ولرو .
همدا شان افغانان کولای شي له موږ سره پر دې ادرس هم اړیکي ونیسي:

www.sigar.mil

د ټلیفون ځیني شمیرې هم شته چې خلک کولای شي د مالي درغلیو په اړه مړږ ته پرې خبر راکړي :
د افغانستان په دننه کې ، هر څوک چې وغواړي د ښه یا بد کار په اړه له موږ سره تماس ونیسي پر دغه شمیره دې ټلیفون وکړي .
۰۷۷۰۰۱۰۷۳۰۰
زموږ په ویب سایټ کي د تماس لپاره نوري شمیرې هم شته .
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG