د كابل ښار په دريمه كارته كې د جمهور رييس كرزي د كمپاين د دارالانشا مسوول آمرصمد وويل چې د ښاغلي كرزي په تيره كاري دوره كې په سياسي، اقتصادي او ټولنيزو برخو كې ډېر بدلونونه راغلي او په هره برخه كې د پام وړ پرمختګ شوى.
ده څرګنده كړه چې د جمهوري رياست د روان كال په انتخاباتو كې د كابل ښار په لويديځه څنډه كې به ډېرشمير خلك له ښاغلي كرزي څخه ملاتړوكړي:
"ښاغلى كرزى ملي شخصيت دى، هغه توانيدلى چې ټول اقوام او دغه راز بېلابېل سياسي ګوندونه او سازمانونه چې مختلف اهداف لري د دولت په چوكاټ كې سره راټو ل كړي، د سياست او ډپلوماسۍ په برخه كې ډيرفعاله اوغوره كس دى."
خپل نظرڅرګندوم دا ټول د ښاغلي كرزي د فعاليتونو لاس ته راوړنې دي اوهمدا له جمهور رييس كرزي نه زما د ملاتړ يو څرګند دليل دى."
په كابل او ولايتونو كې له څو ورځوراهيسې د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د كانديدانو كمپاينونه په درز سره روان دي او هركانديد هڅه كوي چې د خلكو پام ځانه را واړوي.
په عين حال كې يو شمېر كسان له امنيتي پلوه د انتخاباتو ترسره كېدو ته اندېښمن دي او وايي چې ښايي د انتخاباتو په مهال تاوتريخوالى زيات شي.
د دې ترڅنګ د كابل ښاريوشمير اوسيدونكي څرګندوي چې د ځينو كانديدانو له اضافي پوسټرونو څخه پوزې ته راغلي او په ځينو نامناسبو ځايونو كې د دغو پوسټرونو او تصويرونو سريښول دوى ته مزاحمت جوړكړى دى.