واشنګټن پوست ورځپاڼې لیکي : ولسمشر احمدي نژاد د ۲۰۰۵ کال په انتخاباتو کې په فارس او د ايران په مرکزي ولايتونو کې تر ټولو زياتې رايې وګټلې.
په هغو انتخاباتو کې احمدي نژاد، د سپاه پاسداران انقلاب او د بسيج په نوم د شبه نظامي ځواک د شعارونو او شفاهي مبارزو له لارې برياليتوب ته ورسېد. همدا ځواکونه وو، چې دا ناپېژندل شوی کانديد يې د ليرې پرتو کليو بېوزلو خلکو او د ښارونو کارګرانو ته وروپېژانده او هماغه و، چې احمدي نژاد په راوروسته کلونو کې خپل سياستونه ليرې پرتو سيمو ته د هېواد د شتمنۍ پر لېږلو متمرکز کړل او د جمهوري رياست د واکمنۍ پرمهال يې له دې سيمو څخه پرله پسې کتنې کولې.
ورځپاڼه ليکي، سره له دې چې ویل کېږي د احمدي نژاد پلويان په کليوالو سیمو کې اوس هم ډېر دي، د ارژن دښتې په نوم د يوې لیرې پرتې سيمې خلک وايي دوی به د احمدي نژاد اصلي سیال ميرحسين موسوي ته رايې ورکړي، ځکه د دوی په وينا احمدي نژاد خپلې ژمنې عملي نکړې او د دوی د ژوند حالت ترپخوا هم خراب شو.
واشنګټن پوست ددې مطلب په وروستۍ برخه کې ليکي: داحمدي نژاد حکومت د خلکو معاشونه او د تقاعد امتیازات زيات کړل او د څه باندې دوه ویشت میليونه ایرانيانو لپاره يې دولتي صحي بيمه برابره کړه، د کابینې ټول غړي يې د خلکو د ستونزو د حل لپاره شپېته ځلې ولایاتو ته واستول، په کليوالو سیمو کې يې د خلکو لپاره ښوونځي او سپورتي تاسیسات جوړ کړل او په ځينو سيمو کې يې حتی له خلکو سره د نغدو پيسو مرسته وکړه، خو د تورم او بېکارۍ د کچې لوړېدو ډېرې پرمختګونه شنډ کړل او له مينځه يې يووړل.
بلې امريکايۍ ورځپاڼې، واشنګټن ټايمز بيا د ايران د اټومي پروګرام په اړه يو تحليلي مطلب خپور کړی چې په پيل کې يې راغلي دي:
د ايران اسلامي جمهوريت د اټومي وسلې د جوړولو په درشل کې دی. او زياتوي چې دې هېواد په ډېر شمېر سنترفيوژونه فعال، او اټومي تاسیسات يې تر دې حده پراخ کړي دي چې ګومان کېږي د اټومي وسلې د جوړولو پلان لري.
ورځپاڼه زياتوي: ایران له تروریستي سازمانونو لکه د لبنان له شیعیه ډلې حزب الله سره اړيکي لري او دا موضوع له ایرانه د اټومي وسلې د لرلو له وجې يو خطرناک هېواد جوړوي. واشنګټن ټایمز وړاندې ليکي اوس سوال دا دی چې که ایران د خپلې اټومي وسلې واک خپلو تروریستو استازيو ته ورکړي او هغوی ته اجازه ورکړي چې خپل فعاليتونه تر وروستۍ اندازې پورې د لويديځ او د لويديځ د ګټو پرضد وکاروي، نو څه به پېښ شي؟
ورځپاڼه زياتوي طبعاً لويديځ له دې څخه اندېښنه لري، ځکه ایران له يوې خوا پخپله ګواښ دی او له بلې خوا په سيمه کې تسليحاتي سيالۍ زياتوي. د ورځپاڼې په وينا د ایران ګاونډي هېوادونه هم چې خپل ځان له خطر سره مخامخ وویني نو اړوزي چې د اټومي وسلې د ترلاسه کولو لپاره هڅه وکړي.
ورځپاڼه وړاندې ليکي: روښانه خبره ده چې دا ډول سیمه ايزه تسلیحاتي سیالي به د نامطلوبو کسانو لاس ته د دې ډول وسلو د لوېدلو خطر زیات کړي. واشنګټن ټايمز په پای کې ليکي واشنګټن که د نامطلوبو کسانو لاس ته د پاکستان د اټومي وسلې د لوېدلو له پلوه اندېښنه لري، نو تصور وکړئ چې په دې فهرست کې د مصر، سعودي عربستان او ترکيې زياتېدل به څه حالت رامينځ ته کړي.