افغان موټر چلونكي د ترافيكو له دې اقدام څخه د هركلي په ترڅ كې وايي چې دوى ترافيكي قواعدوته غاړه ږدي خو په خپله قانون جوړونكي قانون نه مراعتوي.
د چارو كارپوهان وايي چې د سرغړونكو سره بايد د قانون له مخې چلند وشي.
د كابل ښار موټر چلونكي په څلور لارو او واټونو كې د ترافيكي زيګنالونو نصبول د يو منظم ترافيكي سيستم د رامنځته كېدلو لپاره نيك او ګټور اقدام بولي او وايي، پكار ده چې ټول افغان موټرچلونكي ترافيكي قانون مراعت كړي:
"زما نوم سيد محمد دى، زه ټكسي چلونكى يم، دا زمونږ لپاره ډېر ښه كار وشو او ټكرونو نه مخ نيوى وشو خو په دې شرط چې مونږ موټر چلونكي دا زيګنالونه مراعت كړو."
"زما نوم نجيب الله دى، ټكسي موټر چلونكى يم، ګټې خو لري خو كه چېرې څوك دا اشارې پر ځان تطبيق كړي، ګټې يې دا دي چې په ښار كې يو نظم او ديسپلين راځي."
د افغانستان د ترافيكو د لوى ريس پاسوال نورالدين همدرد په وينا، په يو شمېر لويو ښارونوكې كې ترافيكي زيګنالونه لګيدلي او په پام كې ده چې دغه لړۍ نورو ښارونو ته هم وغځول شي:
"په لسو څلورلارو كې ترافيكي زيګنالونه لګيدلي او فعاله دي. په پلان كې ده چې مهمو او اساسي ځايونو كې دېرش، څلويښت نور زيګنالونه هم ولګوو، څو په دې توګه په كابل ښار كې د ترافيكو يو منظم سيستم رامنځته شي.
په ځينو ولايتونو لكه هرات او جلال اباد كې دغه سيستم فعاله شوى او مونږ هڅه كوو چې دغه لړۍ د افغانستان مهمو لومړۍ درجه نورو ښارونو ته هم وغځوو."
د چارو كارپوهان هم د افغانستان په يو شمير لويو ښارنوكې د ترافيكي سيستم د منظمولو لپاره د ترافيكو د لوى رياست دې اقدام ته د قدر په سترګه ګوري، خو وايي چې په ډيرو مواردو كې موټر چلونكي ترافيكي قوانين نه مراعتوي، په كابل كې د مموزي د موټر چلولو د يو سيميز كورس مسوول سمرګل روحاني يې په اړه وویل:
"هر هغه څوك چې موټر ته كښيني او غواړي چې قانوني او اصولي موټر چلونكى شي، بايد په لومړي سر كې د ترافيكو رياست ته ولاړ شي او هلته درس ووايي او كه نه نو دغه كار په خصوصي كورسونو كې هم كولاى شي.
كه څوك د موټر په تخنيك او ترافيكي قواعدو باندې پوه نه شي نو دا بيا قانوني ډريور نه دى، په افغانستان كې چې يو موټر چلونكي ته ووايي چې ترافيكي قواعد مراعات كړه وايي، وروره دا افغانستان دى.
خداى مه كړه دا په دې مانا ده چې په افغانستان كې انسان نه اوسي، چې زه او ته قانون مراعات نه كړو دې ته قانون نه ويل كيږي."
خو عام موټر چلونكي يو څه پړه په ځان مني خو وايي چې تر ډيره قانون د قانون جوړونكو له خوا ماتيږي، د كابل ښار د يو ټكسي موټر چلونكي نجيب الله ازادۍ راډيو ته وويل:
"خپله پوليس دغه قانون پر ځان نه تطبيقوي، تورو شيشو والا موټرې هم روانې وي او قانون نه تطبيقوي، ترافيك ورته ولاړ ګوري او دوى په خپل سر روان وي، چې قانون مراعات شي د امنيت لپاره، زمونږ لپاره، د ټولو لپاره ښه دى."
د افغانستان د ترافيكو لوى رياست بيا وايي چې قانون د ټولو لپاره دى نو په ټولو يو شان پلى كيږي او په قانون كې استثنا نه ده موجوده، د ترافيكو لوى ريس ښاغلى همدرد يو ځل بيا وويل:
"د ترافيكو د قانون پر اساس د سرغړونكي موټر درول كيږي او مجبوره دى چې جريمه وركړي، دغه جريمه له سلو څخه تر پينځه سوو افغانيو پورې ده، قانون يو قانون دى او په ټولو يو شان پلى كيږي، هم په ملكي، هم په عسكري او ټول خلك بايد د قانون تابع اووسي."
ويل كيږي چې په افغانستان كې ګڼ شمير موټر چلونكي د موټر چلولو اسناد لري خو د موټر چلولو په برخه كې يې لازمې زده كړې نه دي ليدلي، كارپوهان وايي چې د داشان كسانو او له هغوى سره چې د موتر چلوالو اسناد نه لري خو بيا هم موټرې چلوي بايد قانوني چلند وشي.
بيا هم سمر ګل روحاني:
"د ترافيكو رياست بايد په دې برخه كې جدي اقدمات وكړي، دوى بايد په څلور لارو كې موټر چلونكي ودروي او د لایسنس، جواز سير او ترافيكي قوانينو پوښتنه ترينه وكړي او حتا بايد د موټر انجين وګوري.
په موڼږ كې متل دى چې وايي: چې ټكه سر ونه خوري، سوداګر نه كيږې. نو كه د موټر چلونكو سره هم قانوني چلند ونه شي دوى به قانون ته سم نشي."
كه له يوې خوا كارپوهان د ترافيكي سيستم د منظم كولو لپاره له سرغړونكو سره د قانوني چلند خبره كوي نو بل خوا بيا يو شمير وايي چې لا هم په دغه هېواد كې د ټوپك زور د قانون رنګ پيكه كړى دى او هغه د چا خبره داسې كسان شته چې د پوليسو او ترافيكو په خبره پياز هم نه ماتوي.
د افغانستان د اكثرو ولايتونو د لويو ښارونو، څلورلارو او واټونو كلونه پخوا هم ترافيكي زيګنالونه درلودل خو ويل كيږي چې دغه زيګنالونه د كورنيو او تنظيمي جګړو پرمهال له منځه ولاړل.
نوي نصب شوي زيګنالونه موټر چلونكو ته درې رنګه څراغونه روښانه كوي چې د سور څراغ په روښانه كېدلو سره بايد موټرې ودريږي، ژيړ څراغ چې روښانه شو حركت ته تيارى ونيسي او چې شين څراغ روښانه شو نو موټرچلونكي كولى شي چې د دوى په اصطلاح په اكسيليټر باندې خپله پښه ورزور او موټر ته حركت وركړي.
د كابل ښار په ځينو څلور لارو كې ترافيكي زيګنالونه نصب شوي

د افغانستان د ترافيكو لوى رياست په كابل ښار كې د ترافيكي سيستم د منظم كولو لپاره د دغه ښار په واټونو او څلور لارو كې يو شمير ترافيكي زيګنالونه لګولي دي.