د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۳۴

د چاپیریال ساتنې اداره د اوزون د سطحې د خوندي ساتلو پرپلان کار کوي


. د افغانستان د چاپیریال ساتنې اداره وايي، په فضا کې د اوزون په نوم د هغې سطحې د خوندي ساتلو پلان جوړوي چې مځکې ته د مضره وړانکو د رسیدو مخنیوی کوي .

د چاپیریال ساتنې ادارې په دې وروستيو کې په کابل کې د یوه سیمنار په ترڅ کې دغه موضوع وڅیړله.

د فضا اوزون سطحه ځمکې ته د لمر د بنفشه وړانګو چې انسانان او حیوانات په بېلابېلو ناروغیو اخته کوي، مخنیوي کوي. خو که په ځمکه د ځینو کازونو استعمال زیات شي نو په دغې سطحه کې درزونه رامنځ ته کولای شي.

د افغانستان دولت د تیرو څلورو کلونو راهیسې، له کله نه یې چې د مونټریال په نوم یو پروتوکول لاسلیک کړی دی د اوزون د سطحې د زیانمونکو ګازونو د مخنيوي له نړیوالو منډو ترړو سره یو ځای شوی دی.

د اوزون د سطحې د ویجاړېدو له امله محیطي ګواښونه رامنځ ته کیږي او د انسان په روغتیا ناوړه اغیزه کوي.

کارپوهان



د افغانستان د ژوند چاپیریال ساتنې ادارې د اوزون پروګرام مشر هارون احمد حلیمزي ازادۍ راډیو ته د هغو ګازونو چې د اوزون سطحه زیانمنوي او پر انسانانو د هغوی د اغیزو په اړه وویل:

"اچ سي اف سي او سي اف سي د اوزون د پوړ ویجاړونکي مواد دي، او د مونټريال پروتوکول له مخې دغه مواد باید کنترول شي. هڅه کیږي چې استعمال یې کم شي او له بدیل نه یې ګټه واخیستل شي.

د اوزون د سطحې ویجاړیدل کوم خطرونه لري:

د اوزون د سطحې د ویجاړېدو له امله محیطي ګواښونه رامنځ ته کیږي او د انسان په روغتیا ناوړه اغیزه کوي.

د پوستکي سرطان، د سترګو ګل او د پښتورکو ناروغي رامنځ ته کوي. همداراز اوبو ژویو او بوټو ته هم ګواښ رامنځ ته کوي."

نوموړی وايي، د مونټریال پروتوکول له مخې د افغانستان په ګډون مخ پر ودې هېوادونه مکلف دي چې تر ۲۰۱۳ کال پورې د یادو شویو ګازونو د استعمال سطحه وساتي او تر ۲۰۴۰ کال پورې یې په بشپړه توګه له منځه یوسي.

هغه وویل، د چاپیریال ساتنې اداره اوسمهال دغه هدف ته د رسېدو لپاره په خپلو پلانونو کار کوي.

کارپوهان وايي، له ځمکې نه پورته له اتلسو زرو مترو نه بیا تر څلویښتو زرو مترو پورې پورې فضا د اوزون د ګاز ساحه بلل کیږي.

په دې وروستیو کې د نړۍ په ځینو سیمو کې د اوزون د سطحې د زیانمنیدو ویره ډیره شوې ده.

د افغانستان د اوزون پروګرام مسئول وویل، چې هر کال په نړۍ کې په ملیونو خلک په هغو ناروغیو اخته کیږي چې له اوزون څخه د تېریدونکې ناوړه وړانګو له امله رامنځ ته کیږي.

اوس په افغانستان کې دا خطر څومره دی؟

په دې اړه احمد حلیم زی وویل:

"له نیکه مرغه په افغانستان کې په موټرونو او یخچالونو کې د سي اف سي استعمال تر ډیره حده کنترول کړی دی او پلان لري چې تر ۲۰۱۰ کال پورې یې بیخي له منځه یوسي.

له هغې نه وروسته په یخچالونو او نورو وسایلو کې د اچ سي اف سي استعمال د راکمولو لپاره هم هلې ځلې روانې وي."

نوموړی وايي، چې د اوزون د زیانمنوونکو ګازونو د مخنیوي لپاره له افغان دولت سره د یونیپ په نوم د ملګرو ملتونو اړونده اداره مالي مرسته کوي.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې اداره وايي چې د سوداګرۍ وزارت او ګمرکونو په همکارۍ د هغو وسایلو د را واردېدو مخنیوی کوي چې مضره ګازونه تولیدوي.

د افغانستان په لویو ښارونو کې خلک شکایتونه کوي چې په دې وروستیو کې د ژوند چاپیریال یې ډیر خرابه شوی دی چې د بېلابېلو ناروغیو باعث کیږي.

که څه هم چارواکي د چاپیریال ساتنې لپاره د اقداماتو ادعاوې کوي خو خلک دغه اقدامات کافي نه بولي.

XS
SM
MD
LG