د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۲

یو امريکايي جنرال: راتلونکی کال به افغانستان کې امنیت ښه شي


جنرال فورمايكا وايي د انتخاباتو د امنيت په ټينګښت كې افغان ځواكونه ښه رول لوبولی شي.
جنرال فورمايكا وايي د انتخاباتو د امنيت په ټينګښت كې افغان ځواكونه ښه رول لوبولی شي.

افغانستان اوس مهال ۸۸ زره روزل شوي سرتيري لري او تمه ده چې تر ۲۰۱۱ ميلادي كاله پورې د دغو سرتېرو شمير به يو لكو او څلوردېرشو زرو ته لوړ شي.

جنرال فورمايكا چې په افغانستان كې د امنيت د انتقال د ګډې قوماندانۍ مشري كوي، د دوشنبې په ورځ په كابل كې د امريكايي وژل شويو عسكرو په ياد په جوړو شويو مراسمو كې وويل چې د ۲۰۱۱ميلادي كال تر پايه به د افغان ملي اردو د عسكرو شمېر يولكو او څلوردېرشو زرو ته زيات شي.

دې امريکايي جنرال د افغانستان د اوسني وضیعت په اړه وويل، په دې هېواد كې به د امنيت په برخه كې زيات پرمختګ وشي.

جنرال فورمايكا وايي د دې لپاره چې په افغانستان كې امنيت او ثبات ډاډمن شي په كار ده په خپله افغان ځواكونه پياوړي شي.

هغه زياته کړه:

”د ملي اردو او پوليسو روزنه ډېره ښه پرمخ ځي. د افغانستان ملي اردو ورځ په ورځ پیاوړې کېږي. په دې وروستيو كې موږ د افغان ځواكونو د روزنې مسووليت اخيستى دى، د ملي اردو د شمېر د زياتېدو تر څنګ به د پوليسو شمېر هم زيات كړو، موږ بايد پوليسو ته د بحراني عنصر په سترګه وګورو چې د افغان ځواكونو دغه برخه زياتې روزنې ته اړتيا لري“

جنرال فورمايكا د امريكا د نوې ستراتيژۍ پر اساس افغانستان ته د څلور زرو امريكايي روزونكو د لېږلو هركلى وكړ، چې د هغه په وينا د افغان ځواكونو په روزنه او د هغوی د د وړتياوو په لوړولو كې مهم رول لرلی شي.
سږكال به افغانانو ته ډېر مهم وي. موږ به وكړاى شو امن ښه كړو، د وخت په تېرېدو سره به دلته ښه حكومتداري، اقتصادي وده او ټولنيز پرمختګ تضمين شي،


هغه وويل، افغانستان ته د زرګونو تازه دمه امريكايي سرتېرو په راتلو سره به د افغانستان د جنوبي ولايتونو امنيتي وضعيت ښه شي.

فورمايكا زياته كړه، د انتخاباتو د امنيت په ټينګښت كې افغان ځواكونه ښه رول لوبولی شي، چې په دې برخه كې به يې نړيوال ځواكونه ملاتړ كوي. نوموړی وايي:

”موږ هڅه كوو په دې هېواد كې امن او ثبات تامين كړو، سږكال به افغانانو ته ډېر مهم وي. موږ به وكړاى شو امن ښه كړو، د وخت په تېرېدو سره به دلته ښه حكومتداري، اقتصادي وده او ټولنيز پرمختګ تضمين شي. بله دا چې انتخابات راروان دي دا ډېر مهم پړاو دى، خو تر هغه مهمه دا ده چې د دغو انتخاباتو امن تامين شي، موږ پوهېږو چې افغان ملي اردو او پوليسو د انتخاباتو د امن په برخه كې ښه رول لوبولی شي، موږ به هم په دې برخه كې زيات كوښښ وكړو“

دغه امريكايي جنرال په داسې حال كې د امن د ټينګښت او په افغانستان كې د روان كال د پرمختګونو په برخه كې خپله خوشبيني ښيي چې د راپورونو پر بنسټ د دې هېواد په ځينو سېمو كې د وسلوالو طالبانو فعاليتونه پراخ شوي دي. د دولت مخالفو وسلوالو دغه راز ګواښ كړی چې خپل بريدونه به نور هم زيات کړي.

له دوه زره لومړي ميلادي كال راهيسې په افغانستان كې د مېشتو بهرنيو ځواكونو په ډله كې امريكايي سرتېري د نورو په پرتله په بمي چاودنو، بريدونو او ځان وژونكو حملو كې زیات وژل شوې دي.

نړيوالو ځواكونو ويلي دي چې د افغانستان او پاكستان په اړه دامريكا نوې ستراتيژۍ ته په پام سره د امن د تامين لپاره نوي پلانونه لري او كوښښ به كوي راتلونكي انتخابات هم د امن په فضا كې وشي.
XS
SM
MD
LG