د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

مېلېبنډ : افغانستان کې ېوازې په عسکرو سوله نه راځي


د برتانيي د بهرنيو چارو وزیر ښاغلی مېلېبنډ څه موده مخکې کابل ته تللی و، په دې تصوير کې نوموړی له خپل افغان سیال سره لېدل کېږي
د برتانيي د بهرنيو چارو وزیر ښاغلی مېلېبنډ څه موده مخکې کابل ته تللی و، په دې تصوير کې نوموړی له خپل افغان سیال سره لېدل کېږي

برتانیې د افغان حکومت د هغو هلو ځلو ملاتړ کړی چې غواړي له هغو طالبانو سره چې له تاوترېخوالي لاس اخلي روغه جوړه وکړي

په دې اړه د برتانيي د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ مېلېبنډ د اکسفورډ پوهنتنون د اسلامي مطالعاتو په مرکز کې د وینا پرمهال وویل:

په افغانستان کې سوله او امن ېوازې په هغو کسانو نه ټېنګېږي چې پوځي ېونېفورم ولري . بلکې دا یوه پراخه مسله ده او تر ډېره سیاسي هواري ته اړتیا لري .

مېلېبینډ زیاته کړه :

له همدې امله موږ باید د افغان حکومت د هغو هلو ځلو ملاتړ وکړو چې غواړي هغو طالبانو سره روغه جوړه وکړي چې له تاوترېخوالې لاس اخلي ، له القاعده سره اړېکې پرې کوي ، او د هېواد په ډېموکراټیک بهیر کې ګډون کوي.

د طالبانو د تحریک څو تنه پخواني غړي د تېر یو کال راهېسې هڅه کوي چې د ولسمشر کرزي د حکومت او وسلوالو طالبانو تر منځ روغه جوړه وکړې .
په افغانستان کې سوله او امن ېوازې په هغو کسانو نه ټېنګېږي چې پوځي ېونېفورم ولري . بلکې دا یوه پراخه مسله ده او تر ډېره سیاسي هواري ته اړتیا لري .


دا منځکړي له حکومته غواړي چې د طالبانو د تحریک غړیو او نورو وسلوالو کسانو ته دې د بښنه وکړې ، هغوی دې له نړېوالو تورو لېستونو وباسي چې په دې توګه د خبرو اترو زمینه برابره شي .

د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم د معتدلو طالبانو سره د خبرو اترو اړتیا په سېمه کې د خپلې نوې ستراتېژۍ یوه برخه ګرځولې ده .

د وسلوالو طالبانو سره د خبرو اترو مسله په داسې حال کې تودېږي چې په تېرو دوو کلونو کې سره له دې چې په افغانستان کې د بهرنیو سرتېروشمېر زیات شوی خو جګړې او ناکرارۍ هم تر ټولو لوړ حد ته رسېدلې دي .

برتانیه چې دا وخت په افغانستان کې اته زره سرتېري لري له امریکا وروسته دویم داسې هېواد دی چې د سرتېرو شمېر يي په افغانستان کې زیات دی.

برتانيي او امریکا دواړو په دې وروستیو کې د افغانستان به اړه نوې کړنلارې اعلان کړې چې په کې د پوځي هلو ځلو تر څنګ په افغانستان او پاکستان کې پر ملکي مرستو اواقتصادي پرمختګ ټېنګار شوی دی .
XS
SM
MD
LG