د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

د افغانستان ماموریت د جرمني پر راتلونکیو انتخاباتو اغېز کړی


د جرمني صدراعظمه انګېلا میرکل
د جرمني صدراعظمه انګېلا میرکل

انګېلا مېرکل او فرانک والټر شټاین ماير چې اوس همکاران خو په راتلونکیو انتخاباتو کې د یوبل سیالان دي ، د افغانستان د مسلې په اړه په احتیاط غږېږي.

د افغانستان لپاره د جرمني د ماموریت په ارتباط په ورستیو کې فعالیتونه زیات شوي چې د ځواکونو د شمیر د زیاتیدو ژمنه، په سیمه کی په پوځي عملیاتو کی زیاتوالی، او د کابل- برلین ترمینځ د رسمي مسافرتونو ګړندي توب یی ښکاره ثبوتونه دی.

خوجرمنی چې له نړېوالو مرستندویه ځواکونویا ایساف سره دریم سترمرستندویه بلل کیږي، د افغانستان په اړه په خپله ستراتیژي کې په تېره اوس چې سیاست وال یی د انتخاباتي مبارزې په درشل کې دي، له په ټپه دریدلي حالت سره مخامخ دي. دا ځکه چې راتلونکی صدراعظم په دې پوهیږی چې اکثریت رایي ورکونکي د دې جګړې مخالف دي.

د راتلونکي سپټمبر په انتخاباتو کې دوه مهم سیالان، د جرمني صدراعظمه او د مسیحي دېموکرات ګوند مشره انګلا میرکل او د هغې د بهرنیو چارو وزیراو د سوسیال دموکرات ګوند مشرفرانک والټر شټاینمایر دي چې تر ډېره یې د افغانستان په ارتباط پر یوبل له لفظی حملو څخه ډډه کړې او ظاهرا یې د افغانستان په ارتباط د خپلې څرګندې ستراتیژۍ له معرفي کېدو سره بې تفاوتي ښودلې ده.

په برلین کی مېشت د نړېوالو او امنیتي چارو په تحقیقاتی انستیتوت کې څیړونکی ګایدو شټاینبیرګ په دې هکله ازادي راډیوته وویل:

(( په عمومی ډول د جرمني افغان پالیسي په بشپړه توګه په ټپه دریدلې او علت یې هم ساده دی. موږ د انتخاباتو په درشل کې یو او دوه مهم کاندېدان شټاینمایراو میرکل د افغانستان په ارتباط بېلا بېل چلند لري. دوی دواړه وېریږي چې افغانستان به ممکن د انتخاباتو په یوې اساسي موضوع بدل شي. شټاینمایربیا د میرکل په نسبت زیات ډارن دی.))

دا په دې خاطر شټاینمایرچې هڅه کوي په نړېوال ډګر کې ځان یومسول شخص معرفي کړي، په دې ښه پوه دی چی ممکن خپل پلویان یې له هغوکسانو سره یوځای شي چې له افغانستانه د ځواکونو د وتلو غوښتونکي دي.
خو په عین حال کې نوموړی غواړي دیوه داسې شخص په سترګه ورته وکتل شي چې کولای شي د میرکل په نسبت د جرمني د رایو ورکونکو دهېلو د پوره کولو لپاره چارې ښې پرمخ بوځي. خو نوموړی د سوسیال دموکرات ګوند د کین اړخي سیال چی دی لینکه نومیږي او سر له اوسه یې د جګړې ضد کمپاین پیل کړی دی، له سخت رقابت سره مخامخ دی.

تراوسه شټاینمایرد افغانستان او پاکستان لپاره د بهرنیو چارو د وزارت له خوا د خاص استازی په ټاکلو او دواړو هیوادونو ته د نړیوالې مرستندویه ډلی درامینځته کېدوپه برخه کې د جرمني د همانګ کولو په مرستې سره، له خپل ځانه د یوه غېر متحارب منځګړی څیره نورو ته معرفی کړې ده.
په عمومی ډول د جرمني افغان پالیسي په بشپړه توګه په ټپه دریدلې او علت یې هم ساده دی. موږ د انتخاباتو په درشل کې یو او دوه مهم کاندېدان شټاینمایراو میرکل د افغانستان په ارتباط بېلا بېل چلند لري. دوی دواړه وېریږي چې افغانستان به ممکن د انتخاباتو په یوې اساسي موضوع بدل شي.

د خپلې لوړ رتبې میرکل په تعقیب چې د اپریل د میاشتې په سرکې یې په افغانستان کې له مېشتو جرمني سرتېرو سره وکتل ، شټاینمایرد همدې میاشتې په پای کې دافغانستان لپاره له ټاکل شوې خاص استازی سره یوځای د دو ورځو لپاره دې هېواد ته لاړ. شټاینمایر د ځواکونو د لیدو سربیره په کابل کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره هم ولیدل چې وروسته میرکل د می په میاشت کی عین کار په برلین کې وکړ.

د غه لیدنې کتنې د جرمني د تېر کال له هغې ژمنې وروسته ترسره کېږي چې د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو د امنیت ساتنی لپاره یې دې هېواد ته په موقتي توګه د نورو سرتېرو د استولو په برخه کې کړې ده. جرمني ویلي، د افغانستان په شمال کې چې نسبتا ارام دی، د خپلو پوځیانو شمیر له ۳۸۰۰ نه ۴۴۰۰ نفروته زیاتوي.

له سیاسي پلوه د ځواکونو زیاتېدل په رایي ورکونکو کې زیات پلویان نه لري، دوه درېمه برخه جرمنيان له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو پلوي دي. خو ددې هېواد سیاسي لوی ګوندونه په دې اړه چې برلین کولای شي په افغانستان کې په ملکي او د بیارغونې په برخه کې مهم رول ولوبوي، سره یوه خوله دي.

د جرمني د فرانکفورټیر الګیماني څایتونګ ورځپاڼې د بهرنیو چارو سر محرر کلاوس ډیتیر فرانکین بیرګر د هغو ستونزو په اړه چې حکومت ورسره مخامخ دی وایي:

(( ددې خراب حالت علت د ادی چې د جرمني حکومت ډېرناوخته یوې ستراتیژۍ ته چې چندان مناسبه هم نه ده، پراختیا ورکړه. د دې ستراتیژۍ هدف دادی چې خپلو اتباعو ته قناعت ورکړي چې له افغانستان سره په پوځي، مالي او د بیارغونې په چارو کې د جرمني مرستې د هېواد ملي ګټې تامینوی.))

دا حساسه پالیسي تر ډېره حده په دې پورې تړلې چې په جګړه کې د ښکېلتیا د نوم له اخېستو ډډه وشي .

د جرمني حکومت په افغانستان کې د خپل هېواد ماموریت په ډیر احتیاط معرفي کړی او هغه یې د ثبات ماموریت بللی دی چې د پارلمان له خوا یې د ځواکونو رول هم په غیر محاربوي سېمو پورې محدود شوی چې هغوی د وسله والو له حملو څخه خوندي وساتي.

خو برلین ته پکار ده چې د خپلې غوښتنې خلاف پر خپلې ستراتیژۍ له سره غوروکړي او له ایساف سره د خپلو نړېوالو ژمنو په پوره کولو کې لېوالتیا وښیي او له هغو ملنډو ځان وباسي چې وایي، ما امریکایي عسکر ولېدل چې جګړه یې کوله.
د جرمني د بهرنيو چارو وزیر فرانک والټر شټاین ماير، په راتلونکې انتخاباتو کې د میرکل مهم رقیب


که په انتخاباتي مبارزه کې مېرکل او شټاینمایرغواړي یا نه غواړي چې د افغانستان پر جګړې تمرکز وکړي. د دې هېواد د شمالی برخې چې جرمني پوځیان په کې مېشت دي، وروستي خراب امنیتي وضېعت، دوی دواړو ته د انتخاب چانس نه پرېږدي.

د برلین د نړېوالو او امنیتي چارو په تحقیقاتی انستیتوت کې څېړونکی ګایدو شټاینبیرګ وایې، حتی سرله اوسه د جرمني د رول پر سرشکونه راپورته شوي او انتخاباتو ته په ورنژدې کېدو سره به دا شکونه نور هم زیات شي.

له دې څخه هېڅوک انکار نه کوي چې د جرمني پوځیانو تلفات په زیاتېدو دي او زیاتوي د سوسیال دموکراتانو کین اړخی، دې لینکه سرله اوسه له دې مسلې څخه خپل هدف ته د رسېدو لپاره کاراخیستی.

دا چې چې د جګړې ضد دریځ سره به دی لینکه یا د سوسیال دموکراتانو کین اړخې ډله څه لاس ته راوړي کنه، خو په اس پي ډي ګوند کې له اختلافاتو څخه په ګټه اخیستو کولای شي ځان ددې ګوند یو طبيعي شریک معرفي کړي او په دې کار سره به د مسیحیانو دموکرات ګوند له ایتلاف څخه بې برخې کړي.

(( طالبانو، القاعده او نورو ډلو، جرمني د خپلو فعالیتونو مهم هدف ګرځولی دی. ددی جګړې په لومړیو کلونو کې وضیعت دا ډول نه و. هرڅومره چې هلته حالات خرابیږي، همغومره په جرمني کې بحثونه تراغیزلاندې راولي.
دا به د واکمنو ګوندونو لپاردا معنی ولري چې دوی به له انتخاباتو مخکې له سترو مشکلاتو سره مخ وي.))

دغسې یوه سناریو ښایي سوسیال ډموکراتان دې ته اړ کړي چی د عاموخلکو د خوښی لپاره له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو اعلان وکړي. چی په دې کار سره به سوسیال ډموکراتان یوځل بیا د ۲۰۰۲م کال خپله پخوانۍ تجربه تکرارکړي. هغه مهال د دې ګوند مخکښ ګېرهارد شرویده بیا انتخاب ځکه شو چې د عراق له جکړې سره یې مخالفت وښود او بوش یې ددی جګړې په خاطر ملامت کړ.

خود جرمني د فرانکفورټیر الګیمانی څایتونګ ورځپاڼې د بهرنیو چارو سر محرر کلاوس ډیتیر فرانکین بیرګر وایي، دا ډېره لرې برېښي چې شټاینمایردې د خلکو د خپلولو لپاره د شرویده تجربه تکرارکړي ځکه هغه په دې ټېنګار کړی چې د افغانستان اوعراق جګړې سره توپیر لري.

(( مخکینی د نړېوال قانون په اساس د مستقیمی حملې په وړاندې ځواب و. خود عراق جګړه که غیر موجه ونه بولو نولږترلږه د شک وړ وه. خودې د خلکو په هر ګوند، د ټولنې په هرقشر اوحتی د ټولنې د متوسط طبقې په نظریو کې کوم بدلون نه دی راوستی او له دوی سره موجود شک یې نه دی لرې کړی.))

دی لینکه، د خلکو له دې شک اوتردید څخه همدا اوس پرحکومت د فشار راوستو لپاره کاراخیستی چې باید د دو ترمینځ پرېکړه وکړي:
جګړه که له جګړی څخه وتل.
XS
SM
MD
LG