د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۹

د کانګریس په مشرۍ د هند واکمن ايتلاف انتخابات وګټل


د کانګریس په مشرۍ د هند واکمن ايتلاف د شنبې په ورځ د دغه هیواد ټاکونکي انتخابات وګټل .
څارونکي وايي خلکو په خپل هیواد کې دثبات د پایېدو لپاره د کانګریس په مشرۍ واکمن ايتلاف ته رایې ورکړې خو د کانګریس مشران وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې د دوی اقدامات ، بریاوې اوپالیسۍ سبب شوې چې خلک رایې ورکړي .
صدراعظم من موهن سینګ چې د صدارت دوره یې وغځېده ، له خلکو مننه وکړه چې پردوی یې اعتماد کړی او دمانګریس ګوند مشرې سونیا ګاندي وویل چې د هند خلک پوهېږي چې څه یې په خیر دي او دوی تل سمې پرېکړې کوي .



د کانګرس په مشرۍ د هند واکمن ګوند د دغه هیواد په عمومي انتخاباتو کې د خپل بري اعلان وکړ. د کانګرس په مشرۍ ، یو پي اې ایتلاف د پارلمان له پنځه سوه دري څلویښت چوکیو ترنیمايي خپلې کړې دي .

بي جې پي څه باندې سل څوکۍ ګټلي او د سیمه ییزو او کمونست ګوندنو ایتلاف اتیا څوکۍ خپلې کړې دي.

د کمونست ګوند عمومي سکرتر پرکاش کارات هم وویل چې موږ سخته ماتې خوړلې او کانګرس انتخابات ګټلي دي او اوس کولای شي خپل حکومت جوړ کړي.

یو شمیر سیاسيتوال په دې باور دي چې په تیرو انتخاباتو کې د کانګرس له بریالیتوبه وروسته سونیا ګاندي هڅه ونه کړه چې خپله صدراعظمه شي او د هند د اقتصادي چارو سترکارپوه من موهن سنګ ته یې لاره هواره کړه چې دې کار د سونیا ګاندي محبوبیت په هند کې زیات کړ نو په دې انتخاباتو کې کانګرس ته یو شمیر کسانو له همدې امله رایي ورکړې، د سیاستوالو په باور، همداراز د من موهن سنګ اقتصادي اصلاحاتو د هند خلک خوشاله کړي او په ځوانانو کې د کانګرس د محبوبیت علت، د ګوند د نوي ځوان مشر راهول ګاندي رامخته کیدل دي چې له دې سره د هند د ګڼو ځوانانو رایي کانګرس خپلې کړې او سره له دې چې د کانګرس سیالو ډلو د حاکم ایتلاف پر بهرني او کورني سیاست سخت انتقادونه وکړل خو ونه توانیدل چې د تیرو انتخاباتو په انډول هم رایي خپلې کړي.

کمونست ګوند په روانو انتخاباتو کې له دې سره سخت مخالفت کاوه چې د کانګرس بهرنی سیاست له بې پرې حالته وځي او امریکا ته ورنژدې کیږي، دې ګوند د نوي ډیلي او واشنګتن تر منځ د اتومي ټکنالوژۍ په برخه کې پر تړونونو انتقادونه وکړل .

د کانګرس سرسخت سیال بي جې پي بیا د امریکا او هند پر اړیکو خوله پټه کړې وه خو دوی له لږکیو سره مخالفت کاوه، دغه ګوند په هند کې د افراطي مسلمانانو پر ځپلو ټینګار کوي او افراطي مسلمانې ډلې د هند د امنیت او سلامتیا لپاره ستر خطر ګڼي.ویل کیږي چې کانګرس د خپل سیکولر معتدل سیاست په مټ د ګڼو هندي مسلمانانو رایي په انتخاباتو کې خپلې کړې دي.
XS
SM
MD
LG