د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۱

ناټو وايي په کندهارکې یې تر۵۰۰ زیات طالبان وژلي


ناټو وايي چې په تېرو دوو اوونيو کې يې په کندهار کې تر پنځوسوو زيات وسله وال طالبان وژلي دي .
له کله چې نژدې پنځه کاله پخوا د طالبانو رژيم د نړيوالو ځواکونو د بمباريو په نتيجه کې پرزول شوى ، د کندهار په پنجوايي او ژړۍ ولسواليو کې د تېرو دوو اوونيو نښتې، ترټولو سختې جګړې بلل شوې دي .
د سيمې عام افغانان هم طالبانو ته د سختو مرګ ژوبلو خبره تائيدوي .خو د ناټو له لورې د دې خبرې اعلان دهغه څه خلاف ثابتوي چې ويلي يې وو دوى به د جګړو په ځاى د خلکو زړونه خپل کړي او له دې لارې به طالبان مات کړي .
د اسوشيتيد پريس خبري آژانس د راپور له مخې د ناتو تړون يوۀ پخواني قومندان محمد اربيل وويل، که چېرې ناټو پنځه سوه طالبان وژلي وي د دې معنا دا ده چې د هغوى شمېر بايد زرګونو تنو ته ورسېږي .
له بلې خوا اسوسيتيد پريس خبري آژانس په افغانستان کې د نړيوالو سوله ساتود يوۀ مقام له قوله ويلي دي چې ښايي د وسله والو طالبانو مرګ ژوبلې تر هغه څه ډېرې زياتې وي چې د تړون مقاماتو خبريالانو ته اعلان کړې دي .
خو تر اوسه پورې د ناټو ادعاوې خپلواکو خبري سرچينو تائيد کړې نه دي .د پنجوايي له ولسوالۍ څخه په زرګونو بې ځايه شوي خلک هم له خپلې سيمې څخه خبر نه دي . حتى په دې هم خبر نه دي چې کورونه يې روغ پاته دي او که نړېدلي دي .
په کابل کې په دې خبره باور نه کېږي چې دومره کسان دې د پنجوايي او ژړۍ په نښتو کې وژل شوي وي خو په کندهار ښار کې چې د جګړې ميدان ته نژدې دى ،په مرګ ژوبلو خلک خپګان ښکاروي او د پخلاينې د ضرورت خبرې کوي .
له پنجوايي څخه يوۀ بې ځايه شوي افغان اسوشيتيد پريس خبري آژانس ته ويلي دي چې طالبان هم افغانان دي حکومت دې د سپين ږيرو،قومي مشرانو او ديني علمانو څخه شورا جوړه کړي او له طالبانو سره دې ورباندې خبرې وکړي او هغوى ته دې قناعت ورکړي چې له جنګ جګړو لاس واخلي .
ناټو ويلي دي چې د افغانستان د جنوب په نارامو سيموکې به امنه او خوندي سيمه جوړه کړي او هلته به د نارامو سيمو اوسېدونکو ته د ژوندانۀ امکانات برابر کاندي .
XS
SM
MD
LG