د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۲۷

د لبنان د پخواني صدراعظم په وژلو کې دلاس لرلو په تور درې امنيتي مقامات ونيول شول


د خبري سرچينو له راپورونو سره سم د لبنان پوليسونن درې تنه پخواني سوريه پلوه جګپوړي امنيتي مقامات ونيول.
په راپورونو کې د نيول شويو مقاماتو نومونه جميل السعيد چې پخوا د عمومي امنيت د رياست مشر ؤ،دغه راز علي حاجي او رايموند عزر چې يو د پوليسو او بل د پوځي استخباراتو قومندانان ول،ښودل شوي دي.
تر اوسه جوته نه ده چې دا کسان ولې نيول شوي خو ګومان کېږي چې دوى د لبنان د پخواني صدراعظم رفيق حريري د وژنې په تړاو نيول شوي دي.
حريري او شل تنه نور دتېر کال د سلواغې په ٢٦ نېټه په بيروت کې په يوې زورورې چاودنې کې ووژل شو.
د لبنان مخالفو سياسي ګوندونو د حريري د وژل کېدو پړه د سوريې او د هغې د لبناني متحدانو په غاړه واچوله، خو سوريې په نوموړې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.
XS
SM
MD
LG