د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۸

خبرونه

نږدي دري ميليونه حج کوونکي د عرفات غونډۍ په لور خوځيدل٠ د ايران دبهرنيو چارو وزارت واشنګتن ته خبردارئ ورکړ چي د هرډول جاهلانه اقدام ځواب به يي ووايي٠ د امريکا د سنا د بهرنيو اړيکو کميټه به نن د بهرنيو چارو د وزارت په څوکۍ د کوندليزا رايس د ټاکني په اړه راي ورکړي٠ اورپکو په عراق کي چاودني کړي او د فلسطيني اداري مشر په اسرائيلو د حملي بندولو په اړه له مبارزينو سره خبري کوي٠

نن سهار په سعودي عربستان کي نږدي دري ميليونو حج کوونکو د عرفات غونډۍ په لور چي د مکي په ګاونډ کي پرته ده خپل سفر پيل کړ.
حج کوونکي له مينا نه عرفات ته خوځيدلي او په مينا کي يي پرون ورځ په عبادت تيره کړي وه.
مسلمانان عقيده لري د اسلام پيغمبر حضرت محمد مصطفئ (ص) څوارلس پيړۍ وړاندي په عرفات کي خپله وروستۍ وينا يا خطبه ايراد کړيوه. پدغه ځاي کي مسلمانان د لوي خداي له درباره د بخښني او دقيامت د ورځي د آسانتيا و دعا کوي.
د شيطان ويشتلو دري ورځني مراسم سبا ته پيل کيږي او هر کال پدغو مراسمو کي زيات شمير کسان تر پښو لاندي کيږي. سبا ته د شيطان ويشتلو وروسته حج کوونکي قرباني کوي او پدي توګه اختر پيل کيږي.
=====
ايران نن په امريکا تور ولګاوه چي زيارباسي په خپلو پوځي گواښونو له اروپايي اتحاديي سره د ايران د هستوي پروګرام په اړه خبري گډي وډي کړي.
د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند حامد رضا آصفي نن په يوه بيان کي واشنګتن ته خبردارئ ورکړ او ويي ويل ايران به د هر ډول جاهلانه اقداماتو ځواب ووايي.
آصفي وويل د امريکايي چارواکو د وروستيو څرګندونو په ځواب کي وايو تهران به د خلکو په ستر ملاتړ، سياسي توانمندۍ او بشپړ پوځي توان سره ځواب ووايي.
د دوشنبه په ورځ د امريکا جمهور رئيس جورج ډبليو وويل که چيري امريکا د ايران د هستوي پروګرام د بندلو په کار کي بريالئ نشي نو پوځي انتخاب به هم رد نکړي.
امريکا وايي ايران خپل هستوي پروګرام د اتومي بم جوړلو لپاره په کار اچولئ دئ. ايران دغه ادعا ردکړي اووايي پروګرام د سوله ايزو مقصدونولپاره دئ.
انګلستان، فرانسي او جرمني له ايران سره سياسي اړيکي ټينګ کړيدي او غواړي د نړيوالو انديښني را کمي کړي.
======
تمه ده چي د امريکا د سنا يوه کميټه به نن د بهرنيو چارو وزارت په څوکۍ باندي د کوندليزا رايس د ټاکني په اړه راي ورکړي.
له رايس نه پرون د سنا د بهرنيو چارو کميټئ پوښتني وکړي. د عراق په اړه رايس وويل امريکا ددغي جګړي او وروسته حالت لپاره پوره چمتو وه. دي له عراق نه د امريکايي عسکرو د ايستلو مهال ويش په ډاګه نکړ.
رايس وويل په ټول منځني ختيځ کي د ډموکراسى پراختيا ددوي د اداري د کارونو په سر کي ده.
کوندليزا رايس دغه راز وويل په نړۍ کي د ظلم مورچلونه پاته دي او پاملرنه غواړي:
آواز
يقين بايد ولرو چي زمونږ په نړۍ کي د ظلم سنګرونه او مورچلي پاته دي او امريکا د نړۍ په هري برخي کي د مظلومانو په څنګ کي دريږي، په کيوبا، شمالي کوريا، ايران، بيله روس او زمبابوي کي .
رايس دغه راز ژمنه وکړه چي د عامه ډپلوماسۍ خوا به هم ونيسي.
که کوندليزا رايس د سنا له خوا تائيده شي ، نو د کولن پاول په ځاي به چي په بهر کي ئئ ښه محبوبيت تر لاسه کړئ، کيني.
نوموړي په تيرو څلورو کلونو کي د امريکا د جمهور رئيس د ملي امنيت سلاکاره وه.
===
د روسيي د بهرنيو چارو وزير سرګي لفروف د امريکا د بهرنيو چارو د نومول شوي وزيري کوندليزا رايس نيوکي جدي ندي بللي.
رايس د سه شنبه په ورځ د سنا کميټي په وړاندي وويل د امريکا متحده ايالات به په روسيي زور واچوي چي له دموکراسۍ نه ليري لاړه نشي. په روسيي باندي نيوکي کيږي چي د ډله ايزي خبرتيا په وسايلو يي بنديزونه لګولي دي او واليان د کريملن په خوښه ټاکل کيږي.
د روسيي د بهرنيو چارو وزير لفروف وويل کورنئ سياست د روسيي کورنۍ مسله ده. ده وويل د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت جاج اخيستني تل د روسيي له دريځ سره په يوې ليکي کي نه راځي. لفروف وويل روسيه جوړونکو نيوکوته غوږ نيسي خو دده په وينا روسيه به هيڅکله له هغو نيوکو سره موافقه ونکړي چي مونږ بيرته سړي جګړي ته را کاږي.
=====
اورپکو نن په بغداد کي يو لړ چاودني وکړي او د٩٠ دقيقو په موده کي يي لږترلږه اته کسان مړه کړل.
د امريکا پوځ وايي د چاودنو له امله ټول ټال ٢٦ کسان وژل شوي خو زياته يي کړه دغه شمير لومړنئ دئ او له عراقيو چارواکو سره بايد تصديق شي.
لومړۍ چاودنه د آستراليا سفارت ته نږدي وشوه او دوه کسان پکي مړه شول. بل بم د پوليسو ماموريت او عسکر په نښه کړي وو.
د امريکا د پوځ ډګروال مايک مرري د آستراليا د سفارت په څنګ کي وويل:
آواز
زما په آند دا يو ځان مرګئ بريد و او د چاودني په مهال موټر چلوونکئ هم په لارۍ کي و. له چاودني مخکي موټر سرعت واخيسته.
داسي بريښي اورپکو د جنورۍ د ديرشمي انتخاباتو مخکي حملي سختي کړيدي.
د امريکا د پوځ ډګرمن جيمزهولتن وايي د نن ورځي ټول ځان وژونکي موټر هدف ته له رسيدو مخکي درول شوي وو. دئ وايي که داسي شوي نواي، نو وضعه بۀ سخته خرابه شوي واي.
======
د فلسطيني اداري مشر محمود عباس به نن په اسرائيلو باندي د حملو بندولو په مقصد له مبارزينو سره خبرو ته دوام ورکړي.
عباس تيره ورځ د حماس د ډلي له مشر سره وکتل او ټاکل شوي چي نن به د اسلامي جهاد د ډلي پشمول له نورو ډلو سره هم وګوري.
د غه خبري پداسي حال کي کيږي چي پرون د غزي په يوې امنيتي پوستي کي د حماس ډلي يوه ځان وژونکي د اسرائيلو د امنيتي ځواکونو يو مامور مړ او ٧ نور کسان يي ټپيان کړل.
عباس په مبارزينو غږ کړئ چي په اسرائيلو دي حملي بندي کړي تر څو د سولي خبري بيا پيل شي. اسرائيلو په عباس تور لګولئ چي د مبارزينو د شخړو بندولو په اړه يي هيڅ ندي کړي.
د فلسطيني اداري د امنيتي ځواکونو مشر جنرال عبدالرزاق ال مجيده وايي په اسرائيلو باندي د مبارزينو د حملو د مخنيوي په مقصد به ددوي امنيتي ځواکونه په غزي کي د اسرائيلو سره د پولي په اوږدو کي ځاي په ځاي شي.
=====
وياند او ژپاړونکئ : جان آقا الکوزئ

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

هسپانیه کې د کریسمس د ګلنۍ لاتړي د ګټونکو اعلان پیل شو

په مدرید کې د کریسمس د لاتړۍ د ګټونکو د اعلان دغونډې یوه صحنه
په مدرید کې د کریسمس د لاتړۍ د ګټونکو د اعلان دغونډې یوه صحنه

هسپانیه کې د کریسمس د دودیزې لاتړۍ د ګټونکو کسانو د شمیرو اعلان نن په مدرید کې پیل شول.

د سان ایلډ یفونسو ښوونځي زده کوونکو د شاهي تیاتر په تالار کې بریالۍ شمیرې اعلان کړې.

په مجموع کې به ۲.۷ ملیارده یورو په ټوله هسپانیه کې وویشل شي.

د ۴۰۰،۰۰۰ یورو لویه جایزه "ایل ګورډو" نومیږي.

د دې کلنۍ لاټري چې تاریخ یې ۱۸۱۲ کال ته ستنیږي ، د ګټونکو اعلان هرکال د دسمبر په ۲۲ نیټه ترسره کیږي.

یوولس کسان د مخدرو موادو د خرڅلاو او قاچاق په جرم کابل کې په درو ووهل شول

افغانستان کې د طالبانو حکومت نن یوولس کسان د مخدرو موادو د خرڅلاو او قاچاق په جرم په درو ووهل.

د طالبانو د حکومت د سترې محکمې اعلامیه وايي دغه تعزیري سزا د کابل ولایت د نشه یې توکو او مسکراتو دمخنیوي د ابتدايی محکمې لخوا تطبیق او یاد کسان له ۷میاشتو تر۳ کلونو په تنفیذي حبس هم محکوم شوي دي.

سره لدې چې نور جزییات نه دی ورکړل شوي خو د طالبانو حکومت وروستیو کلونو کې د بدني سزا او اعدام ګڼ موارد علني تطبیق کړي دي.

دافغانستان دبشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو خاص راپورتر ریچارډ بینیت په دې هکله اندیښنه څرګنده کړې اودد غې پالیسۍ د سملاسي درولو غوښتنه یې کړې.

افغانستان کې د څښاک د پاکو اوبو کمی

هلکان په بوشکو کې د څښاک اوبه کورونه ته وړي ، کندهار ، ارشیف
هلکان په بوشکو کې د څښاک اوبه کورونه ته وړي ، کندهار ، ارشیف

اروپايي اتحادیه وايي افغانستان کې ۲۱ ملیونه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نلري.

د اسیا- پاسیفیک لپاره د اتحادیې د بشري مرستو دفتر د دوشنبې په ورځ په ایکسپاڼه ولیکل چې په افغانستان کې اوبه د کلونو جنګ او د اقلیم د خرابیدو له کبله ډیرې کمي شوي دي.

اروپايي اتحادیه وايي اړمنو کورنیو سره د اوبو د راویستلو لپاره د لاسي پمپونو او د څاګانو په کیندلو کې مرسته کوي.

مخکې تردې، یونیسیف یاد کوچنیانو لپاره دملګرو ملتونوصندوق خبرداری ورکړی وو چې په کابل کې د اوبو زیرمې امکان لري تر ۲۰۳۰ کال پوري په پشپړه توګه پای ته ورسیږي.

یونیسف زیاته کړه چې په افغانستان کې له هرو لسو کسانو څخه اته کسان د څښاک لپاره له غیرصحي اوبو کار اخلي.

روسی جنرال مسکو کې د بم چاودنه کې ووژل شو

په دغه تصویر کې چې د روسي چارواکو لخوا د دیسمبر په ۲۲ خپور شوی د تحقیقاتو د کمیټې یو چارواکی دپیښې په صحنه کې لیدل کیږي.
په دغه تصویر کې چې د روسي چارواکو لخوا د دیسمبر په ۲۲ خپور شوی د تحقیقاتو د کمیټې یو چارواکی دپیښې په صحنه کې لیدل کیږي.

د روسیې چارواکو نن دوشنبې وویل ددغه هیواد یو جنرال په مسکو کې د بم په چاودنه کې وژل شوی دی.

د تحقیقاتي کمیټې چارواکو وویل ډګرجنرال فانیل سروروف دیوې منفجره وسیلې په چاودنه کې چې موټر پورې یې نصب شوې وه د پلازمینې په جنوب کې وژل شوی.

ددغې ادارې ویاندې سویتلانا پیترینکو وویل چې د قتل د لامل د معلومولو لپاره تحقیقات پیل شوي او پیښه کې د اوکراین د استخباراتو دلاس لرلو امکان هم څیړل کیږي.

۵۶ کلن جنرال سروروف په دې وروستیو کې د روسیې د پوځ د درستیزوالي په یوې څانګې کې کار کاوه .

د جرمني DPA خبري اژانس رپوټ زیاتوي چې د ۲۰۲۴ کال د دیسمبر په اولسمه د روسیې د اټومي ، بیولوژیکي او کیمیاوي دفاعي تسلیحاتو قوماندان جنرال ایوان کیریلوف هم په مسکو کې په یوې بمي چاودنه کې ووژل شو چې وروسته د اوکراین استخباراتو د پیښې مسئولیت په غاړه واخیست.

یوبل روسی جنرال ، یاروسلاف موسکالیک، په تیرې اپریل میاشت کې په مسکو کې په یوې ورته چاودنې کې ووژل شو.

نوموړي پخوا اوکراین سره د لانجې د حل په خبرو کې هم برخه درلوده.

کریملین: د کرسمس د رخصتیو پر مهال د سولې د هوکړې احتمال کم دی

ارشیف
ارشیف

کرملین وایي، د کریسمس د رخصتیو پر مهال په اوکراین کې د سولې هوکړې ته د رسیدو احتمال کم دی.

د روسیې د ولسمشر د بهرني سیاست سلاکار یوري اوشاکوف ویلي، فلوریدا کې د سولې په تړاو له ترسره شویو خبرو باید د جدي پرمختګ تمه ونه شي.

هغه په امریکا کې د کریسمس رخصتیو ته په پام وویل، دغه رخصتۍ کولای شي د چټک پرمختګ بهیر ټکنی کړي.

متحده ایالتونو تېره میاشت د اوکراین د جګړې د پای ته رسیدو په هدف ۲۸ ماده ییزه طرحه وړاندیز کړه.

اوکراین په غبرګون کې دغه طرحه د روسیې په ګټه وبلله او له خبرو اترو وروسته یې د طرحې د مادو شمېر ۲۰ ته راټیټ کړ.

په طرحه کې لانجمنه موضوع روسیې ته د اوکراین د یوې برخې سپارل و چې د اوکراین ولسمشر وویل، دا کار نه شي کولای.

امریکایي او اوکرایني مرکچیانو د فلوریدا خبرې ( رغوونکې او مثمرې) وبللې

ارشیف
ارشیف

د متحده ایالتونو او اوکراین استازو د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په چارو کې د فلورېدا خبرې " رغوونکې او مثمرې" وبللې.

دواړو لورو په یوه ګډه اعلامیه کې د دغو خبرو هرکلی کړی، خو د جګړې د پای ته رسیدو د کوم ښکاره څرک خبره یې نه ده کړې.

دغه خبرې د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي سټیف ویټکاف په کوربه توب د د دریو ورځو په مخه د فلوریدا په میامي کې روانې وې.

د خبرو پر مهال روسي او اوکرایني مرکچیانو له ویټکاف سره جلا جلا لیده کاته درلودل.

دا په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو په موخه د امریکا د حکومت د هڅو تر ټولو تازه ګامونه دي.

بلوچستان کې ترافیکي پیښې لس افغانان مړه کړي

ارشیف
ارشیف

لږ تر لږه لس افغانان د پاکستان په بلوچستان ایالت کې یوې ترافیکي پیښې مړه کړي دي.

ځایي چارواکو د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو مشال څانګې ته ویلي چې پېښه پرون یکشنبه په چاغي ولسوالۍ کې د یوه مسافر وړونکي موټر او ټانکر د ټکر له کبله شوې.

یوې سرچینې، چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له کبله یې نوم واخیستل شي، وویل چې دغه ازبک ټبره افغانان د ځایي قاچاق وړونکو په مرسته ایران ته پر لاره وو.

تراوسه د پيښې ډېر جزییات معلوم نه دي او پاکستان کې د طالبانو د حکومت سیاسي استازو هم پر پیښه تبصره نه ده کړې.

سالنګ لار د مسافر وړونکو موټرو په مخ خلاصه شوه

عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت وایي چې د سالنګ لار پرون ماښام د مسافر وړونکو موټر په مخ خلاصه شوه.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، سالنګونو کې لا هم د واورو د پاکوالي هڅې روانې دي څو لار د ترانسپورتي موټرو تګ ته هم چمتو شي.

سالنګ لاره پرون یکشنبه سهار مهال د واورو او توپان له کبله د هر ډول تګ راتګ په مخ بنده شوه.

سالنګ یوه مهمه ترانسپورتي لاره ده چې کابل له پنځلسو شمالي او شمال ختیځو ولایتونو سره نښلوي.

دغه غرنۍ او له پیچومو ډکه لار د ژمي پر مهال ډېره زیانګالې ده او وخت نا وخت د ترافیکو په مخ بندېږي.

پاکستان د ۱۹ کلنو د کریکټ اسیایي جام خپل کړ

د پاکستان او هند تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړي، ارشیف
د پاکستان او هند تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړي، ارشیف

د پاکستان تر ۱۹ کلنو کم عمره کریکټ لوبډلې د اسیا کپ په پنځوس اوریزو لوبو کې هند په ماتې ورکولو سره اتلولي خپله کړه.

دغې پایلوبه کې د پاکستان او هند لوبډلې مخامخ شوې وې.

پاکستانۍ لوبډلې هند ته د ۳۴۸ منډو هدف ورکړ، خو د هند ټول لوبغاړي په اووه ویشتم اور کې اوټ شول او یوازې ۱۵۶ منډې ېې جوړې کړې.

د اسیا کپ دغه جام کې، چې په دوبۍ کې ترسره شو، افغانستان هم د خپل ګروپ له درېو څخه دوه لوبې وبایللې او لوبه کې له پرمختګه پاته شو.

کیلیان امباپه د کال د ګولونو په شمېر کې د رونالډو ریکارډ ته ځان ورسوه

امباپه
امباپه

د ریال مادرید د فوټبال ستوري کیلیان امباپه په یوه کال کې خپلې لوبډلې ته د ۵۹ ګولونو په وهلو سره، د کریستیانو رونالډو ریکارډ ته ځان ورسوه.

امباپه چې د خپلې زوکړې په ورځ یې لوبه کوله، د لوبې تر پایه فرصت ته په تمه شو، خو وروسته یې پنالټي ضربو کې ګولونه ووهل او ځان یې د رونالډو د ۲۰۱۳ کال ریکارډ ته ورسوه.

دغه ۲۷ کلن یرغلیز لوبغاړي دغه شیبه په هغه معروف حرکت سره ولمانځله چې معمولا یې رونالډو ترسره کوي.

په دغې لوبه کې چې تیره شپه ترسره شوه، ریال مادرید خپلې سیالې لوبډلې سیویا ته دوه- صفر ماته ورکړه.

اوس د لالیګا د سیالیو په جدول کې ریال مادرید له بارسولونا وروسته په دویم کتار کې دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG