د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۳ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۶:۴۲

خبرونه

جمهور رئيس حامد کرزى به نن په رسمى توګه د انتخاباتو لپاره خپل ځان کانديد اعلان کړى٠ عراقى سړى تښتوونکو کويتى شرکت ته ډاډ ورکړى چې دوه برمتا شوى کارګران به ئى خلاص شى٠ اسرائيلى ځواکونو د يو بريد په ترڅ کي ګڼ شمير فلسطنيان وژلى دى٠ د کاناډا هيواد د ايرانى محکمى له پريکړى سره په ډاګه مخالفت کړى دى٠

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

امریکا: غزه کې د اوربند طرحه جوړه شوې

غزه کې یو شمېر اسراییلي پوځیان
غزه کې یو شمېر اسراییلي پوځیان

د امریکا د حکومت یوه جګپوړي چارواکي پرون شنبې وویل چې اسراییلو د غزې په تړانګه کې د اوربند او د برمته وو د خوشې کولو طرح په اصولو کې تایید کړې ده او اوس د فلسطینۍ حماس ډلې وار دی چې ویې مني.

متحد ایالات حماس د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني.

اسوشیتیدپریس خبري آژانس د دې چارواکي له قوله چې نه غواړي نوم یې افشا شي، خبر ورکوي چې نوموړی وايي، اسراییلي لوري دا وړاندیز چې په غزه کې د شپږو اونیو په مخه اوربند او د حماس له خوا د ناروغانو، ټپیانو، ښځو او زړو په ګډون د زیانګالو برمته وو، خوشې کول پکې شامل دي تر یوه حده منلی دی.

د جرمني د لوړپوړو امنیتي چارواکو یو غږیز فایل د روسیې لاس ته رسېدلی

د جرمني ځواکونه
د جرمني ځواکونه

د جرمني حکومت وايي په روسي رسنیو کې د هغه خپاره شوي غږیز پیغام په اړه تحقیقات کوي چې ویل کېږي په هغه کې ظاهرا د جرمني د پوځ جګپوړي چارواکي په یوه ټلفوني کنفرانس کې اوکراین ته د وسلو د سپارلو په اړه خبرې کوي.

دې غږیز پیغام په جرمني کې د احتمالي جاسوسۍ فعالیتونو په اړه اندېښنې پارولې دي او برلین په دې اړه له مسکو څخه د شفافیت غوښتنه کړې.

په دې غږیز پیغام کې د نورو مسایلو ترڅنګ اوکراین ته د تاروس په نوم د کروز ډوله توغندیو د احتمالي سپارلو په اړه، چې د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ تراوسه په علني ډول رد کړي دي، بحث کېږي.

د جرمني د دفاع وزارت ویاند پرون- د مارچ په دوهمه وویل چې نه شي کولای د دې غږیز پیغام رېښتینولي او اصلیت تایید کړي.

دا غږیز پیغام د لومړي ځل لپاره د رشیا ټوډې رسنۍ مسوولې مدیرې مارګاریتا سیمونیان د جمعې په ورځ خپور کړ.

رویټرز خبري آژانس هم د دې غږیز پیغام اصلیت په خپلواک ډول نه دی تایید کړی.

د افغانستان د اتلتیک د ملي لوبډلې لوی روزونکی سخي زاده ایران کې ومړ

احمد فیروز سخي زاده
احمد فیروز سخي زاده

د افغانستان د اتلتیک د ملي لوبډلې لوی روزونکی احمدفیروز سخي زاده پرون په ایران کې په حق ورسېد.

د هېواد د اتلتیک د دې مخکښ روزونکي د کورنۍ غړو ازادي راډیو ته وویل، سخي زاده چې په ورځ کې به یې د اعصابو د آرامولو څو ټابلیټونه خوړل، د شنبې په ورځ د زړه د درېدو له کبله سا ورکړه.

نوموړي چې له شاوخوا پنځو میاشتو راهیسې په ایران کې اوسېده، وروستی ځل تېره اونۍ د افغانستان د اتلتیک له ملي لوبډلې سره په تهران کې د آسیا د اتلتیک په لوبو کې د لوی روزونکي په توګه ګډون وکړ.

د لوګر د مس عینک کان له سیمې سلګونه تاریخي آثار کابل ته لېږدول شوي

د لوګر د مس عینک کان سیمه
د لوګر د مس عینک کان سیمه

د طالبانو حکومت وايي د مس عینک کان له سیمې څخه یې سلګونه تاریخي آثار کابل ته استولي دي.

باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي، پرون د طالبانو د حکومت د لرغون پوهنې د رییس ذبیح الله سادات له قوله خبر ورکړ چې نوموړی وايي، د کوشاني دورې اړوند ۴۰۰ لرغونی آثار چې په وروستیو کې د لوګر په مس عینک کان کې موندل شوي وو، د کابل موزیم ته استول شوي دي.

د مس عینک د استخراج چارې له څو کلونو راهیسې د دې کان په سیمه کې د بودایي دورې د یو لرغوني ښار د اړوندو راپورونو له کبله ځنډېدلې وې.

پرځېدلي جمهوري نظام د دې کان د استخراج د چارو قرارداد له یوه چینايي شرکت سره کړی و، خو په دې کان کې عملي کار څوکاله وځنډېد.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان له بیاواکمنېدو وروسته یوځل بیا د مس عینک کان پر پروژې کار پیل کړ او غواړي چې د دې پروژې په وسیله له چین سره ځان نژدې کړي.

یو هندي وګړی افغانستان ته له داعش ډلې سره د یو ځای کېدو د تلو د هڅې په تور نیول شوی

له ارشیفه د داعش ‌ډلې بیرغ
له ارشیفه د داعش ‌ډلې بیرغ

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د هند د کیرالا ایالت یو اوسېدونکی د اسلامي دولت ډلې یا داعش له لیکو سره د یوځای کېدو د هڅې په ترڅ کې په افغانستان کې نیول شوی دی.

هندو پوست ورځپاڼې دا مشکوک تروریست د ثناالاسلام په نوم یاد کړی او ویلي یې دي، نوموړی له نیول کېدو او له ده څخه د طالبانو د حکومت د استخباراتو له تحقیقاتو وروسته اوس په کندهار کې په توقیف کې دی.

د هندو پوست د راپور له مخې، ثناالاسلام د تاجکستان له لارې افغانستان ته تللی و، او غوښتل یې په افغانستان کې له داعش ډلې سره یوځای شي.

په راپور کې دا نه دي ویل شوي چې نوموړی څه وخت او د افغانستان په کومه سیمه کې نیول شوی، خو دا یادونه شوې ده چې د طالبانو د حکومت چارواکو د دې موضوع په اړه هند ته خبر ورکړی دی او د راتلونکو اقداماتو په اړه د دواړو خواوو ترمنځ خبرې روانې دي.

رواداري سازمان: افغانستان کې سلګونه تنه په قصدي ډول وژل شوي

د رواداري سازمان په راپور کې طالبان هم په قصدي وژنو کې په لاس لرلو تورن شوي
د رواداري سازمان په راپور کې طالبان هم په قصدي وژنو کې په لاس لرلو تورن شوي

د رواداري په نوم د بشري حقونو مدافع ډله ادعا کوي چې طالبانو او ناپېژاندو وسله والو په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې په هدفي او غیرقانوني وژنو کې لاس درلود.

دې ډلې چې له هېواده بهر فعالیت کوي، پرون (د مارچ په دوهمه) د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د یوه ۳۰ مخیز راپور په خپرولو سره همداراز ویلي دي چې د تېر ۲۰۲۳ کال په ترڅ کې په ټول افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو په ترڅ کې لږترلږه د ۵۰۶ کسانو د وژل کېدو او د ۲۶۶ نورو د ټپي کېدو موارد مستند شوي دي.

د طالبانو حکومت تراوسه د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې د بشري حقونو په سرغړونو کې لاس لرل رد کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز: په دایکندي کې د نسیم راډیو نشرات بېرته پیل شول

ارشیف
ارشیف

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، طالبانو په دایکندي ولایت کې د نسیم خصوصي راډیو ته اجازه ورکړې چې خپل نشرات بېرته پیل کړي، خو د دې راډيو مدیر مسوول سلطان علي جوادي لا هم د طالبانو په بند کې دی.

دې مرکز نن شنبې د مارچ دویمه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د طالبانو د استخباراتو ادارې دا راډيو پنځه میاشتې وړاندې تړلې وه.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د نسیم راډیو د خاوند د مدافع وکیلې نحیبې واحدي په حواله ویلي، نن دې راډیو بېرته خپل نشرات پیل کړل.

د دې مرکز په خبرپاڼه کې راغلي، جوادي د لیندۍ په شلمه د دایکندي په مرکز نیلي کې د طالبانو د ابتدائیه محکمې له لوري (د طالبانو د حکومت پر ضد د تبلغاتو او بهرنیو هېوادونو ته د جاسوسۍ) په تور په یو کال زندان محکوم شوی و.

واک ته د طالبانو له ستنېدو وروسته ډېر شمېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو له‌خوا نیول شوي او زنداني شوي دي.

په مصر کې د غزې د اوربند د ټینګښت په تړاو خبرې پیلېږي

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

تمه ده چې نن د مصر په پلازمېنه قاهره کې په غزه کې د اوربند د ټینګښت په تړاو خبرې پیل شي.

دا خبره د رویټرز خبري اژانس د مصر د دوو امنیتي سرچینو له قوله کړې ده.

راپورونه وايي، اسراییل ویلي څو چې د دوی د هغو ټولو یرغمل شویو کسانو بشپړ لېست نه وي ورسپارل شوی چې تر اوسه ژوندي دي، دې خبرو ته خپل مرکچي پلاوی نه استوي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره اوونۍ هیله‌مندي وښوده چې د روژې د میاشتې په رارسېدو به غزه کې اوربند وشي.

روژه د مارچ میاشتې په لسمه نېټه پیلېږي.

تر اوسه پورې په دې اړه اسراییلو او د حماس سخت دریځې ډلې تبصره نه ده کړې.

خلکو د کریملین د مړ شوي منتقد 'الکسي ناوالني' قبر ته د درناوي مراسم پرځای کړل

الکسي ناوالني قبر ته د درناوي له مراسمو یو انځور
الکسي ناوالني قبر ته د درناوي له مراسمو یو انځور

خلک نن د کریملین د سرسخت سیاسي مخالف الکسي ناوالني چې په بند کې مړ شو، قبر ته تللي وو او ورته يې درناوی په ځای کړ.

ناوالني د جمعې په ورځ مسکو کې خاورو ته وسپارل شو.

د ناوالني له جنازې وړاندې د کریملین ویاند دیمتري پیسکوف یو خبرداری خپور کړې و چې په کې د خلکو هر ډول بې اجازې راټولېدنه د قانون خلاف عمل بللی شوی و.

د مسکو، پیټرزبوک، نووسي بیرسک، یکاترن بورګ او د روسیې په یو شمېر نورو ښارونو کې د ناوالني د پلویانو له خوا هغه د درناوي په یاد په لاریونونو کې له ګډون وروسته تر ۱۲۰ ډېر کسان نیول شوي دي.

ناوالني د فبرورۍ په ۱۷مه په زندان کې مړ شو.

د زندان د چارواکو په خبره، ۴۷کلن ناوالني د فبرورۍ په ۱۶مه له قدم وهلو وروسته بې هوشه شو.

د کریملین دا منتقدان ګمان کېږي د سیاسي انګېزې له مخې نیول شوي او زنداني شوي دي.

په کونړ کې د چت غورځېدو پېښه؛ څلور کسان مړه او درې نور ټپیان شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کونړ ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د کونړ ولایت موقعیت

په کونړ کې د یو د کور چت د غورځېدو په پېښه کې څلور کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

د کونړ ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مرستیال احسان الله نن شنبه ازادي راډیو ته وویل: "د پرله‌پسې ورښتونو له کبله تر اوسه په کونړ کې ۳۲ کورونه تخریب شوي چې د اسعداباد اړوند د اندرسیر په کلي کې د یو کور د چت د راغورځېدو په پېښه کې څلور تنه مړه او درې نور ټپیان دي."

د هغه په خبره، په دې ورښتونو کې یو شمېر څاروي هم له منځه تللي دي.

د کونړ د ټولګټو چارو ریاست بیا د کونړ او نورستان ترمنځ د یو شمېر لارو د تړلو کېدو خبر هم ورکړی دی.

بل پلو، په غزني کې طالب سیمه ییز چارواکو وايي، د شدیدو ورښتونو له کبله د غزني له مرکز او شمېر ولسوالیو ترمنځ غځېدونکې لار تړل شوي دي.

د غزني اوسېدونکو له طالب چاوراکو د دې لارو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

په وروستیو څو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د واورې او بارانونو له امله د سالنګونو په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې لارې تړل شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG