خبرونه
ملگري ملتونه دافغانستان دسياسي وضعيت په اړه انديښمن دي ٠ امريکايي هوايي ځواکونو دعراق فلوجه ښار کي يو کورباندې بريد کړے ٠ سعودي عربستان وايي : اوه ويشت هغه کسان چي دامنيت په ارتباط بايد نيول شوي واے له بهرنه هيواد ته سپارل شوي دي ٠
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د يحيی سنوار له وژل کېدو سره سم يو ځل بيا غزه کې د اوربند غوښتنې زياتې شوي
یحیی سنوار چې د سختدریځې حماس ډلې له لوري پر اسراییل د ۲۰۲۳ کال د اوکتوبر په اوومه د برید اصلي طراح بلل کېږي، د غزې په جنوب کې وژل شوی دی.
دا د اسراییل د پوځ لپاره چې له دغه برید وروسته یې د حماس د جرړو د ایستلو لپاره په غزه کې جګړه پیل کړې، یوه ستره بریا ګڼل کېږي.
د سنوار له وژل کېدوسره په غزه کې د جګړې د پای ته رسېدو او د هغو کسانو د خوشې کېدو غوښتې بیا زیاتې شوې چې حماس برمته کړي دي.
د امریکا متحدهایالات او اروپایي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.
د اسراییل پوځ پرون پنجشنبې پرخپل ایکسپاڼه یوازې دومره ولیکل چې، یحيی سنوار ووژل شو خو وروسته یې په یوه اوږده بیان کې وویل چې د ۸۲۸ لوا سرتېرو یې درې ترهګر په نښه کړي و او د هغوی د جسدونو له څېړلو وروسته معلومه شوه چې یو یې یحيی سنوار دی.
د نوموړي په وژل کېدو سره د ایران له ملاتړه برخمنه دا ډله په څه کم درې میاشتو کې دوهم ځل دی چې له خپل مشر څخه بېبرخې کېږي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن جرمني ته له رسېدو سره سم او د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره له ټیلفوني خبرو وروسته خبریالانو ته وویل، اوس یې وخت دی چې په غزه کې د اوربند لپاره ګام پورته شي.
د سویلي افریقا ښځینه لوبډله د نړیوال جام پایلوبې ته ورسېده
د ښځو ترمنځ د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام کې د پنجشنبې په ورځ د اکټوبر په ۱۷مه نېټه لومړۍ نیمه پایلوبه د سویلي افریقا او اسټرالیا ترمنځ ترسره شوه چې سویلي افریقا وګټله.
دغه سیالي چې د عربي متحده اماراتو د دوبۍ په لوبغالي کې ترسره شوه، سویلي افریقا یې پچه ګټلې وه او توپ اچونه یې وکړه.
اسټرالیا د ۵ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته د ۱۳۵ منډو هدف وټاکه، چې یادې لوبډلې ته بېت موني تر نورو ډېرې ۴۴ منډې وکړې.
سویلي افریقا ته ایوبونګا خاکا دوه لوبغاړې وسوځولې.
د اسټرالیا هدف سویلي افریقا د ۲ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په اتلسم اور کې پوره کړ او پایلوبې ته ووتل.
د سویلي افریقا په توپوهونکو کې انیکي بوش ۷۴ منډې وکړې او غوره لوبغاړې ونومول شوه.
ټاکل شوې ده چې نن جمعه د اکټوبر په ۱۸مه نېټه دویمه نیمه پایلوبه د نیوزیلنډ او ویسټ اینډیز ترمنځ د شارجې په لوبغالي کې ترسره شي.
د ویلو ده چې د دې شل اوریز نړیوال جام پایلوبه به د اکټوبر په ۲۰مه نېټه ترسره شي.
د افغانستان کرکټ ابداليانو الف لوبډله نن له سريلانکا سره لوبه کوي
د افغانستان د کرکټ د ابدالیانو په نوم الف لوبډله نن جمعه د اسیا ایمرجینګ جام په سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه له سریلانکا سره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ په خبر کې راغلي، چې دا سیالي به د کابل پر وخت ماښام ۶:۰۰ بجې پیل شي.
افغان لوبډله چې په A ګروپ کې شته، دویمه سیالي یې د یکشنبې په ورځ له بنګلهدېش او وروستۍ یې د سهشنبې په ورځ له هانګ کانګ سره ده.
کرکټ بورډ د دغو سیالیو لپاره د دروېش رسولي په لوبډلمشرۍ ۱۵ کسیزه لوبډله ټاکلې، چې له وړاندې یې په عمان کې دوې تمریناتي سیالۍ کړې دي.
په دغو شل اووره مسابقو کې د افغانستان تر څنګ ۷ نور اسیايي هېوادونه هم ګډون لري او پایلوبه به یې د اکټوبر په ۲۷مه نېټه وشي.
نن ازبکستان کې د مرکزي اسيا د واليبال د اتلولۍ سيالۍ پيليږي
په ازبکستان کې د مرکزي اسیا د والیبال د اتلولۍ سیالۍ چې افغانستان هم پهکې ګډون لري نن جمعه پیلېږي.
د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې چې یوه میاشت یې تمرینات کړي وو، پرون ازبکستان ته لاړه.
په دغو سیالیو کې د افغانستان تر څنګ کوبه هېواد ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان، نیپال، مالیف، سریلانکا، بنګلهدېش او بوتان برخه لري.
د ازبکستان په تاشکند کې دا مسابقې د اکتوبر میاشتې تر ۲۵مې نېټې دوام کوي.
د نایجریا په شمال کې د تېلو ټانکر د چاودنې په نتیجه کې د مړو شمېر ۱۵۳ ته زیات شو
پولیسو پرون ویلي، په پېښه کې شاوخوا ۱۰۰ کسان چې ماشومان هم پهکې شامل دي، ټپیان شوي دي.
د پولیسو ویاند لاوان شیسو اډم ویلي، دغه چاودنه د چهارشنبې په ورځ په ماجیه ښارګوټي کې شوې او د ځینو ټپیانو وضعیت خراب دی.
راپورونه وايي، د ټانکر چلوونکي پر موټر کنټرول له لاسه ورکړی او ټرافیکي پېښه شوې ده.
ویل شوي، له خبرداریو سره-سره ځايي اوسېدونکي د پېښې په ساحه کې راټول شوي وو او هڅه یې کوله له ټانکر بهېدونکي پټرول ټول کړي.
د چهارشنبې په ورځ د پېښې په لومړیو کې د مړو شمېر ۱۴۰ ښوول شوی و.
عراقچي له مصري چارواکو سره سيمه کې د کړکېچ د زياتېدو پر مسئله خبرې کړي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له مصري چارواکو سره پرون په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو پر مسئله خبرې وکړې.
دا له کله چې عباس عراقچي د ایران د بهرنیو چارو وزیر په توګه ټاکل شوی، دا یې قاهرې ته لومړی رسمي سفر و.
عراقچي پرون له خپل مصري سیال بدر عبدالعاطي، د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره د غزې او لبنان په وړاندې د اسرايیل د زیاتېدونکې شخړې د کمولو پر مسئله تمرکز وکړ.
د مصر ولسمشر په غزه کې د اسرايیل د جګړې د ختمولو غوښتنه وکړه، چې په یوه سیمهییزه شخړه بدله نهشي.
السیسي په لبنان کې هم د زیاتېدونکې شخړې د مخنیوي غوښتنه وکړه او په لوېدیځه غاړه کې یې د سرغړونو د پای رسېدو غږ هم وکړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر روانه میاشت د سوریې، لبنان، قطر، عمان او عراق له چارواکو سره هم کتلي او تمه کېږي تر مصر وروسته ترکیې ته لاړ شي.
ډبيلوايفپي: تېره مياشت د چين په مالي همکارۍ له ۲۵۰زره ډېرو کسانو سره مرسته شوې
د ملګروملتونو د خوړو نړيوال پروګرام وايي، تېره میاشت یې د چین په مالي مرسته افغانستان کې څه باندې ۲۵۰زره اړو کسانو ته د خوړو مرستې برابرې کړې دي.
دغې ادارې پرون پنجشنبه په یوه راپور کې د چین د دې مالي مرستې مننه کړې او ویلي یې دي، دا مرسته پهداسې حال کې شوې چې دغه پروګرام په افغانستان کې د بوديجې له کمښت سره مخ دی.
په کابل کې د چین د سفارت د اقتصادي او تجارتي چارو سلاکار ما چن ګوانګ پهدې اړه کابل کې یوې غونډې ته ویلي، چین به د خوړو له نړیوال پروګرام سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، څو له هغو افغان کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشي، چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره لاسنیوي ته اړتیا لري.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د بوديجې د کموالي له کبله تېر کال دوی له لسو ميلیونو خلکو سره مرستې کمې کړي او سږ اوړی، د تمویل د روان بحران له امله، ۱۱ ميلیون خلکو بېړنۍ خوراکي مرستې نهدي ترلاسه کړي.
د دغه پروګرام په وینا پهدې کې دوو ميلیونو څخه ډېرې مېندې او د دوی ماشومان شامل دي چې، له خوارځواکۍ سره د مبارزې لپاره یې ځانګړي اضافي خواړه نهدي ترلاسه کړي.
د سره صليب يوه مشره: ناچاوده مهمات لا هم افغانستان کې د خلکو لپاره يو ګواښ دی
د سره صلیب یوه مشره وايي، ځمکني ماینونه او ناچاوده مهمات لا هم په افغانستان کې د خلکو، په ځانګړي ډول د ماشومانو لپاره یو دوامداره ګواښ دی.
په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د استازولۍ مشرې کاټرینا ریتځ (Katharina Ritz) پرون پر خپله ایکسپاڼه دا معلومات خپاره کړي.
هغې د نازیې په نوم د یوې کوچنۍ افغانې نجلۍ عکس هم خپور کړی، چې تازه مصنوعي پښه ورته لګول شوې ده.
مېرمن ریتځ لیکلي، نازیې د یوه ماین په چاودنه کې یوه پښه له لاسه ورکړې او په وروستیو کې د سره صلیب د فزیکي توانمندۍ په یوه مرکز کې ورته مصنوعي پښه لګول شوې ده.
د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا په زمري/ اسد میاشت کې ویلي وو، په افغانستان کې نږدې درې نیم ميلیونه وګړي د ماینونو او د جګړې د پاتې شویو ناچاودنه مهماتو له امله د زیانمنېدو له دوامداره ګواښ سره مخامخ دي.
د طالبانو حکومت د ايران په پوله د وژل شويو افغان وګړو د پېښې څېړنې ته پلاوی ټاکلی
د طالبانو حکومت وايي، د ایران او پاکستان پر پوله د افغانانو د مرګژوبلې د راپورونو د څېړلو لپاره يې یو لوړ پوړی پلاوی ټاکلی دی.
د طالبانو د حکومت د ویاند دفتر لهخوا په هغه اعلامیه کې چې نن (د اکټوبر ۱۷مه) خپره شوې راغلي، دغه پلاوی تېره شپه د ریاست الوزرای لهخوا د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر په مشرۍ چې پهکې د دفاع، بهرنیو چارو وزارت، سرحدنو او د استخباراتو د عمومي ریاست استازي برخه لري، جوړ او ورته دنده سپارل شوې، چې موضوع وڅېړي او راپور يې د طالبانو ریاست الوزرا ته وړاندې کړي.
د ایران د بشري حقونو د حال وش په نوم د سازمان د راپور پر بنسټ، د یکشنبې په شپه شاوخوا ۳۰۰ افغانانو چې غوښتل یې د سیستان او بلوچستان ولایت له لارې ایران ته ننوځي د ایران د سرحدي ځواکونو لهخوا د کالګان سراوان په سیمه کې پرې ډزې وشوې.
د دې پېښې د مرګژوبلې په اړه ضد او نقیض راپورونه شته او خپلواکو سرچینو یې کره شمېر نهدی وړاندې کړې.
ازادي راډيو په خپلواکه توګه د تلفاتو شمېر او د پېښې څرنګوالی تاییدولی نهشي، ځکه پېښه په يوه لرې پرته سيمه کې شوې او رسنۍ ورته لاسرسى نهلري.
د افغانستان د والیبال ملي لوبډله د اسیایي هېوادونو په سیالیو کې د ګډون لپاره ازبکستان ته لاړه
د افغانستان د والیبال ملي لوبډله د اسیایي هېوادونو په سیالیو کې د ګډون په موخه ازبکستان ته ولاړه.
د والیبال فدراسیون چارواکي وايي چې د والیبال ملي لوبډلې لوبغاړي نن پنجشنبه له کابله د تاشکند په لور روان شول.
د منځنۍ اسيا دا سيالۍ د روانې مياشتې له ١٨مې نېټې څخه تر ٢٥مې نېټې پورې د افغانستان، ترکمنستان، قرغزستان، نيپال، مالديف، سريلانکا، بنګلهدېش او بوتان د واليبال د ملي ټيمونو په ګډون د ازبکستان په کوربه توب پيلېږي.
تر دې وړاندې د افغانستان د والیبال ملي لوبډلي په وروستۍ نړیواله درجه بندۍ کې ۶۱ او په اسیا کې ۱۵م مقام خپل کړی و.